کور / خبرتیا او پيغامونه / د حبيب الله غالب پر مړينه د …

د حبيب الله غالب پر مړينه د …

د خواشينۍ پيغام
په ډېري خواشينۍ سره خبر سوو چي د عدليې وزير حبيب الله غالب د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېد. انا لله و انا اليه راجعون.
تېره ورځ د حبيب الله غالب مغزي سکته کړې، چي د بېړنۍ درملني لپاره روغتون ته ولېږدول سو، خو نن يې ساه ورکړه.
حبيب الله غالب لومړنۍ زده کړي د پروان د ګلبهار په ښوونځي کي کړي وې او وروسته يې د کابل په ابوحنيفه مدرسه کي زده کړي وکړې او په ١٣٣٧ لمريز کال کي ورڅخه فارغ سو. هغه خپلي لوړي زده کړي د لېسانس تر کچي د کابل پوهنتون په شرعياتو پوهنځي کي وکړې او وروسته يې په عدليې وزارت کي دنده ترلاسه کړه. په ١٣٤٥ لمريز کال کې د نورو لوړو زده کړو لپاره مصر ته ولاړ او هلته يې ماسټري وکړه. نوموړي له تېرو څو کلونو راهيسي د عدليې د وزير په توګه دنده ترسره کوله.
دغه راز د قوانينو د ريفورم د کمېټې د رئيس او د جمهوري رياست د مقام د حقوقي او عدلي مشورتي بورډ د غړي او د نوموړي بورډ د رئيس او د عدليې وزارت د حقوقي سلاکار په توګه يې دندي سرته رسولي دي او د اساسي قانون په لويه جرګه کي يې هم غړيتوب درلود. پر دې سربېره يې په هيواد دننه کي بېلابېلي دندي سرته رسولي دي.
کندهار ولايت مقام ارواښاد حبيب الله غالب ته د فردوس جنت، د دوى کورنۍ، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي.
ولايت مقام په دغه درانه غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي. د ارواښاد کورنۍ ته د خپل تسليت مراتب وړاندي کوي او د الله ج له دربار څخه د ارواښاد لپاره د فردوس جنت غوښتنه کوي.