کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاکټر پروېز نجيب په اړه د کندهار والي…

د ډاکټر پروېز نجيب په اړه د کندهار والي…

د ډاکټر پروېز نجيب د مړيني له امله د کندهار والي د خواشينۍ پيغام
په ډېر غم او خواشينۍ سره د کندهار ولايت مقام د دفتر رئيس ډاکټر پروېز نجيب د پرونۍ ناوړي پېښي د سختو ټپونو له امله په حق ورسېد. انا لله وانا اليه راجعون
کندهار ولايت مقام ارواښاد ډاکټر پروېز نجيب ته د فردوس جنت، د هغه همکارانو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله تعالی له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه او ژور غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي.
ارواښاد ډاکټر پروېز نجيب د بهرام خان زوی په رښتينولۍ، صداقت، زيار او هلو ځلو په توګه يې په ملګرو او دوستانو کي ځانګړی ځای درلود. نوموړی د ١٣٥٧ لمريز کال د وري مياشتي پر شپږ ويشتمه نېټه د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ د کښته کجکي په پوټي نومي کلي کي وزېږېد.
د کابل په غلام حيدرخان لېسه کي له دوولسم ټولګي څخه په ١٣٧٨ لمريز کال کي په لوړو نمرو فارغ او د کانکور تر ازمويني وروسته د کندهار عمومي طب پوهنځي ته بريالی او په ١٣٨٦ کال کي له پوهنتون څخه فارغ سو.
په کندهار کي د دوو کالو لپاره د آزادۍ راډيو د سيمه ييز خبريال په توګه پاته سوى دى. وروسته يې د کندهار والي د وياند په توګه دنده پيل کړه، د کندهار د والي د ډېر فعال وياند په توګه يې څلور کاله دنده ترسره کړه او وروسته يې د کندهار ولايت مقام د دفتر رئيس په توګه دنده پيل کړه چي دوه کاله يې دوام وکړ .