کور / راپور / د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د څلور دیرشمې غونډې راپور

د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د څلور دیرشمې غونډې راپور

د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر څلور دیرشمه اونیزه غونډه د(۱۳۹۲) د کب میاشتی په اته ویشتمه نیټه د چهار شنبې په ورځ یوه نیمه بجه د پامیر سینما کتاب ښار دویم پوړ کی جوړه شوه . د غونډی ستیج چارې نعیمې غني پر مخ بیولې او د غونډی منشي مینه ابراهیم خیل وه. د غونډې مېلمانه مېرمن منلې او د بیان د رایو خبریال ضیا الحق وو. د تل په څېرغونډی درې برخی درلودی چی لومړۍ برخه کی یی د مېرمن بهیر په کاری مسایلو باندی خبری وشوی.

پاکیزی ارزو د یوی نوې ټولنې چې د مېرمنو فکری او سیاسی بهیر په کې وده وکړې وړاندیز وکړ او د دغې ټولنې د جوړیدو او د ارزښتونو په اړه یې خبری وکړی. اغلې ارزو وویل، لکه څرنګه چی مېرمن بهیر د یوه کلتوري او ټولنیز سازمان په توګه د هیواد په ټولنیزو او کلتوری چارو کی د مېرمنو د هڅو او پر مختګونو ملاتړ کونکی ټولنه پاتې شوې او د یوې مهمې موضوع یعنی مورنۍ ژبې په اړه د دولت او نورو اجتماعی سازمانونو او بنسټونو سره د یوې همکارې ټولنې په ټوګه پاتې شوې ده او په برخه کې یې په شته اندیښنو او هڅو کی ځان تل شریک ګڼلی او د هغو مېرمنو استعدادونو ته چی د شعر او ادب په برخه کی یی علاقه دلوده وده ورکړې ده او له تیرو شپږو کالو نو راهیسی یی د مرکزی بهیر او سیمه یزو څانګو په اونیزو منظمو غونډو کی تل دی هیواد د ژبو د پرمختګ لپاره ګټور ګامونه اوچټ کړی دي. د مختلفو کورسونو او ورکشاپو نو په دایرولو سره یی د نظم او نثر په برخه کی ګڼ شمیر مېرمنی روزلی دی ،نو د دې لپاره چی مېرمنی په سیاسی برخه کی هم ډیر پرمختګ ولری او له سیاسی جریاناتو څخه باخبرې وي او د سیاست له برخی څخه لری پاتی نشی، د کلتوري فعالیتونو ترڅنګ یوه سیاسي نهضت ته هم اړتیا شته چې موجودیت ولري. بهیر والو د پاکیزې ارزو واړندیز د یوې سیاسي ټولنې د جوړېدو په خاطر تایید کړ او پریکړه وشوه چې بلې غونډې که د دغې ټولنې د مشرۍ او کاري څرنګوالي په هکله خبرې وشي.
د غونډی په دوهمه برخه کی د لعل پورې عزیزي په کیسې د مرګ څپیړه
کره کتنه وشوه.
د لعل پوری کیسی باندی د بهیرو غړی خپل نظرونه څر ګند کړل ،لومړۍ نعیمې غنی وویل کیسه دی ډیره ښه شروع کړه او په سر کی یی ډیره ښه سوژه درلوده خو په نیمایی کی ماته شوه موضوع بلی خواته تللی وه .
د پاکیزی ارزو له نظره د پیل ښه وه په کیسه کې تلوسه وه خو په نیمایي کیسه راپور غوندې شوه او د کیسې پلاټ مات شو، مکالمې نه وې پکی او اضافي جملو کیسه اوږده او بې خونده کړې وه. کیسه د موضوع له اړخه ډیره ښه وه خو د مکان انځور او کرکټر انځورنه یې نه درلوده چې کیسه ګونګه او بې تصویره وه. لعل پوری له بهیرالو څخه مننه وکړه.
غونډی دریمه برخه ازاده مشاعره وشوه، کاینات سعادت ، مریم امرخیل، مینا نظری لیمه نیازۍ ،پاکیزه ارزو ،نعیمه غنی ،مینه ابراهیم خیل، لهل پوره عزیزي، خپل او انتخابي شعرونه ولوستل .
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. د یادونې وړ ده چی میرمن بهیر به په راتلونکی اونۍ کی د نوی غونډی د میرمن فکری سیاسی نهضت اونیزه غونډه پرانیزی. د میرمن بهیر غونډی هره چهار شنبه د پامیر سینما په کتاب ښار کې جوړېږي.