کور / خبرتیا او پيغامونه / هلمند : د افغان خبريال سردار محمد وژل کېدل…

هلمند : د افغان خبريال سردار محمد وژل کېدل…

په هلمند كې د خبريالانوخپلواكه ټولنه په كابل سرينا هوټل وروستى بريد چې په ترڅ كې يې يوتن افغان خبريال سر داراحمد له خپلې كورنۍ سره يوځاى وژل سوى په كلكه غندي.
د هلمند د خبريالانوخپلواكه ټولنه دغه عمل نه يوازې په كلكه غندي بلكې له ښكيلوخواو غواړي چې د بيگناه اوملكي كسانو ژوند ته پوره پاملرنه اواحترام وكړي ځكه په دې بريد كې دوه تنه ماشومان وژل سوي اويوماشوم هم ټپي شوى.
هلمند ميشتي خبريالان د سرداراحمد اود ده د كورنۍ د غړوپه وژل كيدوسخت خواشيني دي او د دوى د كورنۍ له پاتې غړوسره په دې غم كې ځانونه شريك بولي او وژل سوو ته د الله له دربارڅخه د فردوس جنت غوښتنه كوي.