کور / خبرتیا او پيغامونه / د سويډن په مالمو ښار کي د ډاکټر اشرف غني ملاتړ غونډه

د سويډن په مالمو ښار کي د ډاکټر اشرف غني ملاتړ غونډه

درنو هيوادوالو!
دسويډن دمالمو پښارکښي د افغانستان د ولسمشری مقام ته د ۱۳۹۳ کال ټاکنو له پاره د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند کېدوڅخه د هغه د مینه والود ملاتړ غونډه دروان کال دمارچ دمياشتي پر ۲۹ دورځې پر يوه بجه جوړېږي .
د افغانستان د ولسمشرۍ مقام ته پېژندل سوی نوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزی د تحول او تداوم ټیم مینه وال دنوموړي د ټاکنیزکمپاین څخه دهر اړخيز ملاتړ په موخه دسويډن دمالموپه ښار کې غونډه جوړوي . غونډي ته دمالمو اوددې ښاردشاوخوادنورووړوښارونوڅخه د اوسېدونکو افغانانو دسیاسي،فرهنګي او ټولنیزو سازمانو استازي اوخپلواک شخصیتونو اوټولوافغانانوته بلنه ور کول کيږي ،چې دخپل نوماند ښاغلی اشرف غني احمدزی او د هغه د ټیم سره د ملاتړ څرګندولو په خاطر په دې پرتمینه غونډه کې فعال ګډون وکړي.
يادونه :زموږ دمعلوماتوله مخې دډنمارک دپلازميني کوپنهاگن دښار يوشمېرافغانان هم علاقه لرې پدې ډول غونډه کي برخه واخلي ،دا دوستان کولاي سي زموږ سره پدې درنه غونډه کي برخه ولري .

پته : Docentgatan 10 E /دمالمو ښار دنيدالې سيمه
اړينه تلفون شمېره :0736511569