کور / خبرتیا او پيغامونه / د مولوي وکيل احمد متوکل د مور بي بي د فاتحې خبرتيا

د مولوي وکيل احمد متوکل د مور بي بي د فاتحې خبرتيا

د پياوړي او منلي دينې عالم مولانا عبدالغفار بريالي صاحب میرمن او د طالبانو د بهرنيو چارو د پخواني وزیر مولوي وکيل احمد متوکل مشره مور بي بي د اجل داعي ته لبیک ووايه، له فاني دنيا څخه يې سترګې پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون
د مرحومې جنازه او د تدفین مراسم دهغې د زامنو او اقرباوو له خوا شوې، فاتحه يې د دوی په پلرني ټاټوبي، د کندهار ميوند ولسوالي کې، په کويټه کې او دا ډول په کابل کې اخستل کيږي.
په کابل کې به د مرحومې فاتحه د مولوي وکيل احمد متوکل او احمد فیصل له خوا اخستل کيږي
وخت: ۱:۳۰ – ۳:۳۰ ماسپښين
ورځ او نيټه: دوشنبه ، د وري ۱۱مه، ۱۳۹۳
ځای: د امام اعظم رح جامع مسجد، د سپين کلي چوک لويديځ (قبلې) لورته، خوشال خان مېنه، پنځمه ناحيه، کابل
——————————-
پيغام:
د ديني عالم او سياسي شخصيت ښاغلي مولوي وکيل احمد متوکل د مور بي بي د مړيني خبر دردوونکی دی.
د سيمي په کچه د صوفي شاعر ارواښاد مولوي عبدالغفار بريالي صاحب د ژوند ملګرې (حجاڼۍ بي بي) د خپل ژوند ډېره برخه د ستونزو او کړاوونو سره تېره کړه، مرحومي بي بي د ثور د بدمرغه انقلاب د کودتاچيانو له لاسه د خپل خاوند د حج څخه د راستنېدو دخوشالۍ په ارمان شاوخوا ۳۴ کاله انتظار وکړ او بالاخره يې هم د خپل خاوند( بريالي صاحب) د ژوندي يا مړي د ليدلو ارمان ګورته يووړ.
د جنګ جګړو ناخوالو او دمهاجرتونو کړاوونو تر څنګ يې د امريکايانو لخوا د زوی ( متوکل) زنداني کېدل او شکنجې د سپين سر د ديدنيو څخه وې.
اوس به يې روح ارام سوئ وي، اوس نور د هر يرغلګر د راتګ سره د کورنۍ د نژدې غړو پر ترې تم کېدو او شکنجو نوري اوښکي نه توئېوي.نور به ښايي اوښکي ورسره پاتي هم نه وې!
روح دې خدای ښاد لري او جنت فردوس دې ځای سي.
ښاغلي وکيل احمد متوکل او ددوی د درنې کورنۍ ټولو غړو ته له خدايه پاکه د زړه صبر غواړم.
انالله و انااليه راجعون.

په درناوي
عبدالله احسان