کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان لوړو زده کړو مؤسسې د کار موندنې اعلان

د افغان لوړو زده کړو مؤسسې د کار موندنې اعلان

پېژندنه:
افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۱ل (۲۰۱۳ز) کال کې د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه (۳۱۱) شمېره کاري جواز تر لاسه او د (۶۳) شمېري له مخې د یو رسمي او خصوصي لوړو زده کړو ارگان په توگه ثبت شوه.

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه باغ بالا ته نيژدې، د پولیتخنیک پوهنتون ته مخامخ په پنځمه ناحیه کې د کابل په ښار کې موقعیت لري.

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د افغان بنسټ د ښوونیزو چارو د هغې لړۍ یوه برخه ده، چې څو کاله وړاندې د افغان ښوونځي او افغان مدرسې او افغان دارالحفاظ په برخه کې د هېواد والو د پرله پسې غوښتنو او تشویق په پایله کې تاسیس او جوړه شوه.

لید لوری:
افغان د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه هوډ لري، څو د یوې داسې نمونې او ماډل د جوړولو او وړاندې کولو جوگه شي، چې له یوې خوا د نوي کهول او نسل اړتیاوو او د ننۍ نړۍ او ټکنالوجۍ غوښتنو او ضروریاتو ته ځواب ویونکی وي او له بلې خوا اسلامي او افغاني دودونو او کلتورونو ته د بشپړ درنښت او ژمنتیا د پلي کېدو له لارې، د دې ټولنې هر وگړي او لوري ته د منلو وړ وي.
په ټوله روڼتیا او ډاډ د همدې نمونې تقلید وشي او د یو منلي نظام په توگه وکارول شي، که يې د پرمختگ او لا بډاینې په برخه کې د تعدیلاتو او تغیراتو سپارښتنې او وړانديزونه وي، هغه مهال به د منل شوو اصولو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره تر سره کېږي او د لا بهبود لپاره به یې کار کېږي.

اړتیا:
هېوادوالو ته د اسلامي او افغاني اصولو په پام کې نیولو سره د معیاري او اغیزناکو تحصیلاتو وړاندې کول د افغان لوړو زده کړو مؤسسې اساسي موخه ده، څو وکولای شو په دې برخه کې د ښه خدمت جوگه وگرځو او په ریښتینې توگه خپل رسالت تر سره کړو.

افغان د لوړو زد ه کړو مؤسسه د گومارنې (استخدام) په برخه کې هېڅ ډول تبعیض او توپیر نه لري، خو چې د اسلام د مبارکو اساساتو او ملي غوښتنو ضد واقع نه شي. دا مؤسسه د ټولو خلکو لپاره د مساوي فرصت تگلارې ته ژمنه ده، چې د نژاد، رنگ، ملیت، عمر، مدني حالت، جنس، معلولیت، ونه (قد) او وزن د وضعیت پر بنسټ تبعیض نه کوي. البته زموږ لپاره د جنس په اړه د ښځینه څانگې لپاره د ښځینه کدرونو پیدا کول، جذبول او روزل تر ټولو خورا ارزښتناکه چاره ده.
هغه علمي کدرونه او استاذان چې غواړي له افغان پوهنتون سره علمي همکاري ولري او په دې اداره کې دنده تر سره کول وغواړي، نو دې خپله د پېژندنې پاڼه (CV) د پوهنتون د استخدام څانګې ته وسپاري یا دې په لاندې اړیکه راسره شریکه کړي.
اړیکه:
باغ بالا ته نيږدې، د پولیتخنیک پوهنتون ته مخامخ، کابل
+93774141052
+93777193398
info@afghanuniversity.edu.af
نوي تحصیلي کال (۱۳۹۳ل) ته د چمتووالي په برخه کې افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د علمي کدرونو او استاذۍ په برخه کې لاندې پوستونه اعلانوي: