کور / ترخې خبري / له لومړي ټولگي تر ليسانس پورې دوره په دوو ورځو کې بشپړيږي؟

له لومړي ټولگي تر ليسانس پورې دوره په دوو ورځو کې بشپړيږي؟

دا هېواد هرڅه ته اړتيا لري د تورې تيارې پرځاى رڼا ته، د جنګ پرځاى سولې ته، دکنډولې پرځاى بيارغونې او جوړونې ته، دناپوهۍ پرځاى پوهې ته، د ټوپک پرځاى قلم او کتاب ته، د بې وزلۍ پرځاى ښه اقتصاد ته او…راځو دې ته چې ولې د ځينو خود غرضه اشخاصو او ځنځيري کړيو له خوا مو په هېواد کې د پرمختګ پرځاى ړنګونه، جنګونه او نفرتونو ته لمن وهل کېږي.

دا ولې ؟ ځکه چې په هرڅه کې چې درغلۍ ، فساد او د جورجاړي لارې پيدا شي نو بيا يې د هرکار نتيجه ښه نه وي ورځې تربلې ستونزې زيږوي او د هرډول پرمختګونو مخه نيسي.

موږ وايو چې په هرڅه کې پرمختګ او نوښت ته اړتيا شته او هم يې د نوښت په هيله يو نه داسې نوښت چې په هغې کې ستونزې راپيدا کېږي او د خلکو د اذهانو مشوش کېدو سبب ګرځي پرمختګونو او لاسته روړنې مو په اوبو لاهو کېږي.

که چېرې موږ او تاسې په دې لسيزه کې د ښوونې او روزنې، بيا رغونې ته پام وکړو زما په اند که چېرې دولس کاله مخکې کوم بااستعداد شخصيت د اوسنيو پرمختګونو او لاسته راوړنو پر انځور باندې رڼا اچولې واى او يا يې خپلو ولسونو ته ويلي واى چې امکان لري په هېواد کې مو دا ډول پرمختګونو او نوښتون راتلونکي دي نو شايد ځينو اشخاصو د ليوني لقب ورکړى واى او ټولې خبرې ورته دروغجنې معلومې شوې واى، نو په حقيقت کې به د ده ټولې خبرې رېښتينې واى ځکه چې هېواد مو په دې لسيزه کې داسې پرمختګونو او همداشان يې د نورو هېوادونو سره داسې د سيالۍ په حال کې شو چې هېچا يې پخوا تصور هم نه شو کولى.

زما په اند هر ډول پرمختګ د هېواد د ټولو وګړو لپاره د منلو وړ دى او هم پرې افتخار کوي زما په نظر د فساد او د درغلۍ شتون په هېواد کې له هرڅه ناوړه پديده ده او هم يې ټول ولس د بېلا، بېلو ننګونو سره لاس او ګرېوان کړى دى چې هم يې په هېواد کې د بيارغونې کارونه ټکني کړې او له بل اړخه يې نېغه په نېغه د ښوونې او روزنې بهير ډېر سخت ځپلى دى چې ورځې تربلې مو په هېواد کې دبې سواده کسانو شمېره په داسې ډول په کړندۍ سره روان ده چې د دولسم ټولګي اسناد خو پرځاى پريږي ده، چې د لسيانس دورې اسناد هم په دوو ورځو کې اخلي ترڅو د دې لارې د جعلي اسناد په شتون سره يو مقام ته ځان ورسوي او بيا پر دې بې وزله او خوار ملت باندې خپلې طرحې او پلانونه عملي کړي، ترڅو په نتيجه کې يې د ملي ګټو پرځاى شخصي ګټې بهترې اوبولي او دخپل ځان جوړونې لپاره ښه کار وکړي.

موږ د دې خبرې يادونه ځکه کوو چې ځينې مافيا ګرې کړۍ هم په وزارتونو او هم په ولايتونو کې شتون چې داسې اشخاصو ته اسناد په لاسونو کې ورکوي چې دوى خپل نوم هم نه شي ليکلى اوس تاسو په خپله قضاوت وکړئ چې څوک خپل نوم نه شي ليکلى نو دغه شخص د دوولسم او يا د لسيانس اسناد له کومه کوي او چا ورکړي دي همدغه وزارتونه دي او هم پر دغو ولايتونو کې ځينې فساد ګرې او مافياګرې کړۍ شتون لري چې د سپاړسو کالونو اسناد ورته په دوو ورځو کې په لاس کې ورکوي او بيا په ډېر مهران ډول يو ځاى ته رسوي.

که چېرې دا ډول کړنې همدغسې په وزارتونو او هم په ولايتونو کې شتون ولري نو دا خبره له حقيقت څخه لېرې نه ده چې هېواد به مو د پرمختګونو پرځاى دبحران په لور يون پيل نه کړي بلکې بېلا، بېلې ستونزې به په هرځاى کې راولاړې کړي او ټولنه به مو د نيکمرغيو پرځاى د بېلا، بېلو بدبختيو ښکارشي .

ترڅو چې په هېواد کې د هرډول درغلۍ مخه ونه نيول شي زما په نظر په هېواد کې سوله ، امن، پرمختګ، ترقي ، ښوونه او روزنه ، چاپيريال ساتنه ، فکري روغونه هېواد جوړونه او …هرڅه نه شوني دي راځئ چې نور پردې فکر وکړو چې څنګه په هېواد کې د فساد، درغلۍ، ناامنۍ، مخه ونيسو دغه کار هغه وخت شونى دى چې په ولسونو کې هېوادنۍ مينه او ملي احساس پيدا شي تل د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته ژمن پاتې شي.

هېواد مو چې د نيکمرغۍ پر لور يو پيل کوي هغه يوازې او يوازې پوهه او تعليم ده چې که چېرې مو په هېواد کې بې سوادي زياته وي نو په دې پوهه شئ چې هېواد پرمختګ نه شي کولى او که چېرې په هېواد کې ښوونځي ، پوهنتونونه او داسې نور زده کړنځايونه زيات شي او هم مو د ښوونې او روزنې په بهير کې دجغل کارۍ او کميشن کارۍ مخه ونيول شي ضروري دا چې دا هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لور يون پيلوي د نورې نړۍ سره سيالي کولى شي او هم به تل سيال وي دنورې نړۍ سره.