کور / سپورټي / د کندهار غوره ليګ ټورنمنټ د وري دمياشتي پر ٣٠مه پيلېږي

د کندهار غوره ليګ ټورنمنټ د وري دمياشتي پر ٣٠مه پيلېږي

په پام کي ده چي د ١٣٩٤ لمريز كال د وري د مياشتي پر ديرشمه د شنبې په ورځ په کندهار کي د غوره ليګ فوټبال سيالۍ پيل سي.
په دغو سياليو کي ١٣ فوټبال لوبډلي ګډون کوي، چي په پايله کي به يې ۸ د غوره لوبډلو په توګه غوره کړل سي.
د کندهار د فوټبال فدراسيون له خوا جوړېدونکي دا سيالۍ د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي تر سره کېږي.
ټاکل سوې چي هره ورځ دوې لوبي وسي، چي يوه به د ورځي او بله به د شپې له خوا تر سره کېږي.
د دغو سياليو په پايله کي نه يوازي د کندهار ۸ غوره لوبډلي غوره کېږي، بلکي د کندهار د منتخبي لوبډلي لوبغاړي به هم د همدغو سياليو په اوږدو کي غوره کړل سي.
د کندهار د فوټبال فدراسيون د کندهار فوټبال لوبډلو ته له دې امله تر لوبو لس ورځي مخکي خبر ورکوي چي هغوی د دغو سياليو لپاره پوره چمتووالی ونيسي.