کور / هراړخیز / پښتو Google Translate ته د ورګډیدو په حال کي

پښتو Google Translate ته د ورګډیدو په حال کي

د فبروري ۲۱مه نيټه د مورنۍ ژبي د ۱۵مي کلیزي سره برابره ده چي نوښت يي د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې یونسکو کړئ تر څو د نړۍ شاوخوا اووه زرو ژبو ته د بیا ودي او پرمختګ چانس پداسي حال کي برابر کړي چي نيمايي ددغو ژبو څخه يې د منځه تللو په حال کښي دي.

د ګوګل انټرنيټي شبکې هم د ۲۰۱۵ کال د مورنۍ ژبي په وياړ يوه په زړه پوري اسانتيا رامنځته کړې، ترڅو د يو لړ وروسته پاته ژبو په پرمختګ کښي ددغو ژبو د لوستونکو او خواږو په مرسته دغو ژبو ته د Google Translate په غيږه کښي ځای ورکړي.

د ګوګل د معلوماتو له مخي د کانتونیزي(هانکانګ)، قرغیزي او پښتو ژبي فعلآ د چټک پرمختګ په حال کي دي تر څو Google Translate ته په نژدي راتلونکی کښي لاره پيدا کړي.

پښتو او Google Translate ته يي د ورګډیدو هلي ځلي :

هغه لوستونکي چي په پښتو او انګليسي ژبو پوهيږي، کولائ سي چي د پښتو او انګليسي جملو او عبارتونو د ژباړي او تصحيح په برخه کښي د لاندي لينک په ذريعه برخه واخلي او د پښتو ژبي سره خپله مينه په زبات ورسوي :

https://translate.google.com/community


سرچينه :
http://insidesearch.blogspot.nl/2015/02/celebrate-mother-language-day-by.html