کور / ترخې خبري / ​​کفارو ته څوک خدمت کوي اوڅوک اسلام وهي؟

​​کفارو ته څوک خدمت کوي اوڅوک اسلام وهي؟

الحمدالله دافغانستان تقریباً ټول اوسېدونکي مسلمانان دي او دتیرو څوارلسو سوو کلنو راهیسي ئې په پیاوړې اسلامي روحیه سرلوړی اوډاډمن ژوند کړی دئ خو دتعجب ځای دادئ چي زموږ یوشمېر جهادي رهبرانو اوپه تېره بیا دطالبانو اسلامي امارت افغان ولس، داسلام تر شعار لاندي، په فزیکي او رواني لحاظ تر داسي استبداد،
استعمار او استثمار لاندي راوست، داسي ئې وځپئ، داسي ئې شکنجه کړ، داسي ئې تبا اوبرباد کړ چي ولاکه څوک له تور کفر سره هم داسي شین ظلم وکړي! ددوی اوس هم لا سینه یخه نه ده، دوی اوس هم ترپخوا په لازیات جبر،تشدد، خشونت او زرګونو ناانساني میتودونو سره دغه مسلمان او ترټولي اسلامی نړۍکلک مسلمان ملت ځپي او دنیکمرغۍ اوښادۍ له ورځي څخه ئې محروم ساتي.
دطالبانو چلن له افغانانو سره داسي دئ چي ته به وایې(نعوذبالله) ټول افغانان یو مخ شنه کافران دي او یوازي دطالب لمبرپلېټ والا مسلمانان دي او ډېره ایمان لړزونکې فاجعه خوداده چي له مظلوموافغانانوسره داټولي ضدبشري چاري او ناکردې داسلامي شریعت په نوم رواني او مشروع دي.
که داسي فرض کړو چي یوازي دطالب په نوم مسمی کس مسلمان دئ اوتردې هاخوابل هریوګمراه، ملحد او سوچ کافر دئ اوپه دې حساب مسلمان طالب ته په دې حق قایل سو چي ته دالهي حکم پراساس مکلفیت اوشرعي مسؤلیت لرې چي غیر طالب افغانان داسلام برحق دین ته راواړوې، نوآیا نامسلمان ته ددین ددعوت لار باید دغسي وي لکه طالب چي نیولې ده؟ آیا داسلام برحق دین ددعوت لار یوازي وژنه، قتل وقتال، تباهي وبربادي،تاوتریخوالی، وحشت او جنایت دئ که حسن خلق،انساني چلن او پیغمبري سلوک دئ؟
آیا څوک یوفیصد ثابتولای سي چي دحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک په مبارکه زمانه او را وروسته دصدراسلام په ټوله دوران کي، دطالبانوداسلامي امارت غوندي دپالیسۍ یوکوچنی څرک هم و؟ آیا په هغه ویاړلي دوران کي ځانمرګی و؟ آیا دطالبانومخکي په اسلامي نړۍکي چا ځانمرګی پېژاندئ؟آیا دپلونواولویو لارو وراني مشروع وه؟آیا په بشري نړۍ کي اسلام دتروریزم په نوم معرفي و؟ آیا مسلمان دترهګرپه توګه پېژندل کېدئ؟آیا دمسلمانانو محیط ته په ورداخلېدو دانسان پر اندامونو دبیري اووحشت لړزه راخورېده؟ آیا له مجاهدینو څخه خلګ تښتېدل؟ اوپه زرهاو نور سوالونه؟
اوس تاسو وګورئ چي آیا دطالبانو په شرعي اواسلامي سیاست کي دغه ټولي فجایعاوي مشروعیت نه لري؟ تاسو ماته دطالبانو داسلامي تحریک او داسلامي امارت په چوکاټ کي پرته له دې چي دوی ځانونه مسلمان اوخپلو حرکاتواوسکناتوته اسلامي وايي،بل داسي څرک او نښه راوښیاست چي هغه دي واقعاً داسلام دمبین دین پر متینو اساساتو ولاړ وي اوپه هغه کي دي دمسلمان حیثیت خوندي وي؟
زه داسلامي نړۍ اوسېدونکوبالخصوص جیدوعلماوو،فقهاوو اولویو اسلامي څېرو ته حیران یم چي دوی څنګه دمبارک اسلام په نوم دغولَویوجنایتونو او داسلام اومسلمان، شریعت اوقران دبدناموونکو ضداسلامي تحریکاتوته په صبردي،هیڅ عکس العمل نه ښئي،داسلام دژغورني هیڅ جذبه ورسره نه سته چي ټول په یوه خوله داچیغه پورته کړي اویوه واحده شرعي فتوا ورکړي چي نور بس دئ! اسلام اومسلمانان مو په جهان کي ښه په کافي اندازه بدنام کړه، دبدنامۍ له پاره نور هیڅ هم نه دي پکښي پاته، نور موخولې وتړئ، په پښو او لاسونو که اسلام او مسلمان امت ته خیر نه سئ رسولای، دشر له پاره ئې هم نور مه خوځوئ. ستاسو داهرڅه غیر شرعي اوضد اسلامي دي. که تاسي په وینوتویولو،افغانستان ورانولو او ناانساني اعمالو معتاد سوي یاست اوپه هیڅ توګه ځانونه له دغو وحشیانه کړنو څخه نه سئ راګرځولای،نوخپلو جنایتکارانه افعالوته په یوه بل نوم ادامه ورکړئ، نه داسلام په مقدس نامه.
داسلامي نړۍ ضمیر باید چلینج سي، باید داسلامي دنیا وجدان تکان وخوري،باید داسلامي جهان پرایمان زلزله راسي،باید داسلامي مځکي قبرستان ته مسیحايي دم ورداخل سي،باید مسلمانان راویښ سي او دحق وباطل دتفکیک عقل ئې پياوړی سي او غوڅه فیصله وکړي چي اسلامي نړۍ اومسلمه امت ته دیهودو اونصاراو په پرتله خپله مسلمانانو خاصتاً دطالبانواسلامي امارت،حزب اسلامي اونورو ترهګرو ډلو لوی ګواښ متوجه کړی دئ اوداګواښ باید نوردفع سي.کفار دخیر پرغونډۍ ناست دي اوطالبان خپله داسلام دمبارک دین ریښې وهي.
قاري قدرت الله قادري، کراچي
۱۳۹۳/۱/۲۶