کور / تازه خبرونه / پيوستون: پنځلس پروژى په روزګان ولايت کى ګټي اخستني ته وسپارل شوى

پيوستون: پنځلس پروژى په روزګان ولايت کى ګټي اخستني ته وسپارل شوى

د پنځلس ميليونو اته سوه پنځوس زره افغانيو په لګښت د کليو د بيارغونى او پراختيا وزارت د ملى پيوستون پروګرام پروژى پنځلس پروژى په ارزګان ولايت کى ګټى ا خستنى ته چمتو شوى
د دى ولايت د ملى پيوستون پروګرام د مسوولينو د وينا له مخى پدى پروژوکى د ٤١٤ مترو په اوږدوالى د استنادى د يوالونو د ٣٤٨ مترو په اوږدوالى داوبولګولو د کانالونو ،٤٢ بيت الخلاو او ١٢ پل ګوټو جوړول په ٢٤٨٦٠متره اوږد کليوالى سرک باندى شګى اچول او داوبو د٢١ څاګانو کيندل شامل دى .

نوموړى پروژى د ارزګان ولايت د ترينکوت ، شهيد حساس او ګزاب په ولسواليو کى ګټى اخستنى ته وسپارل شوى چى شاوخوا ٣٣٣٥ کورنى ترينه ګټه اخلى .
د يادونى وړ ده چى د ملى پيوستون پروګرام د کار پيل راپد يخوا ١٤٠٩٩٥٣٨٢٠ افغانى په١٢٨٩ ټول ګټو پروژو چى په هغه کى ترانسپورت، داوبورسولو شبکى، بريښنا، کانال، زده کړى ، تولنيز مرکزونه او معيشت شامل دى، لګول شوى او د ارزګان ولايت زرګونى خلک تراوسه ترينه برخمن شويدى.