کور / هراړخیز / تاریخي نیاو پر ځای شو

تاریخي نیاو پر ځای شو

د لوی او لورین الله په نامه
د هر هېوادپال افغان سپېڅلې پازه ده، چې د ملي اتلانو د یادون ساتنه او پالنه وکړي. موږ باید تل هاند و هڅه وکړو، چې له خپل وس سره سم تر هر څه لومړی پخپله افغانانو ته او بیا نړیوالو ته د لوی افغانستان هغه زړور زامن ور وپېژنو، چې زموږ د هېواد پېښلیک په ځلېږي.

د هېواد د نومورکو اتلانو په لیکه کې یو هم په پارس او سوېلي قفقاز کې ستر پښتون ټولواک آزاد خان افغان دی. له بده مرغه، نه یوازې پردي، بلکې پخپله افغانان زموږ د پېښلیک د دغه برمن، خو هېر شوي څپرکي په اړه ډېر معلومات نه لري. د تاريخي نیاو د پر ځای کولو لپاره د مسکو د نړیوالو اړېکو په دولتي پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د آزاد خان افغان په ویاړ پرتمینه پوهنغونډه ترسره شوه. په ناسته کې د افغانستان، روسيې او د سوېلي قفقاز استازو ګډون او ویناوې وکړې.

د پوهنغونډې ګډونوالو په پښتو، روسي او دري ژبو د ستر افغان ټولواک د چاروالي پر بېلابېلو برخو رڼا واچوله او د آزاد خان افغان د ماتې دلایل یې وڅېړل. پرېکړه وشوه، چې اورول شوې ویناوې د کتاب په بڼه خپرې شي. د پوهنتون مشرتابه په خپل وار ژمنه وکړه، چې په ګاڼه کې به هم په روسیه کې له مېشتو افغانانو سره مرسته وکړي، چې روسي وګړي رېښتینی افغاني هڅوب او دودونه وپېژني. ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال د اپرېل په ۲۴-مه نېټه د پوهنغونډې ټولو چمتوکونکو او برخه والو کې د مشرتابه له خوا ستاینلیکونه ورکړل شي.
د ویلو وړ ده، چې د پوهنغونډې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د نومیالي افغان ليکوال، ژباړن او سندرغاړي ښاغلي محمد طاهر کاڼي ستاینه وکړه او ورڅخه مننه وکړه، چې د آزاد خان ژوندليک یې ليکلی دی او تاريخي نیاو یې پر ځای کړی دی.