کور / تازه خبرونه / کندهار:د وسلوالو طالبانو والي ووژل سوو

کندهار:د وسلوالو طالبانو والي ووژل سوو

دکندهار لپاره د وسلوالو طالبانو ټاکل سوي ولسوال له خپلو دريو ملګرو سره وژل سوي
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايې دوسلوالو طالبانو والي ډاکتر واسع د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کي د عملیاتو پر مهال وژل سوی دئ

د سرچينې د معلوماتو له مخي د څلورو سره وژل سو کسانو جسدونه په سيمه کي پراته دي او قومي مشرانو ته به وسپارل سي
په خبر پاڼه کي افغان ځواکونو او په سیمه کي د ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي په اړه څه ندي ویل سوی

په خبر پاڼه کي همدارنګه راغلي چي افغان امنيتي ځواکونو په ٢٤ ساعته عملياتو کي د پنجوايي والسوالۍ د سيف الله او خنجه ګک سيمو کي يوه سوبه د ځانمرګي واسکټ، ١٠٠٠ فيره د دهشکي مرمۍ، ٢٠٠٠ فيره د پيکا مرمۍ، دوه عدده د ماين پټاکۍ، ١٢ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ، ٨٢ کړۍ مختلف النوع مرمۍ، ٥٠ عدده د ماين کانچې او ٣٥ عدده د ماين ريموټ کنټرولونه له درو وسله والو سره يو ځاى نيولي دي
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه خپل نظر ندي څرګند کړی.