کور / تازه خبرونه / شیرزی:په کندهارکي نظام نسته ملک الطوایفي ده

شیرزی:په کندهارکي نظام نسته ملک الطوایفي ده

په کندهار کي د نظام د نشتون او د ملک الطوایفي له امله په ټاکنو کي زیاته درغلي سوې ده
دا څرګندوني ولسمشری چوکي ته نوماند ګل اغا شیرزي په کندهار کي د یوې پراخي غوندي پر مهال د سويلي حوزې قومي مشرانو ته کړي دي
ولسمشري ته نوماند ګل اغا شیرزي چي د کندهار،هلمند،زابل،اروزګان اونیمروز ولایتونو ولسي مشرانو ته خبري کولې د کندهار ولایتی اداره له ستونزو ډکه وبلل او زیاته يې کړه چي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسيون ته شکایت کړی ،چي په کندها رکي د نظام،حکومت اوعدالت د نشتون او د ملک الطوایفي له امله ګڼي ستونزي پرتې دي،او په ټاکنو کي تر ټولو زیاته درغلي هم په همدې ولایت کي سوې ده
نوموړي وايې چي دده په ګته اچول سوي رای ټولي اوبو او تشنابونو ته غورځول سوي او پر ځای يې ناپاکي رای صندقونه اچول سوي دي

ښاغلي شیرزی د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون له مسئولینو وغوښتل چي ناپاکي رای له سمو رایو بیلي کړي،تر څو د ټاکنو پروسه شفافه سي
دی وايې که چیري داسي ونه سي نو راتلوونکي حکومت به نامشروع حکومت وي
بل خوا په سويلي حوزه کي ولسشمرۍ ته د نوماند گل آغا شيرزي پلويانو هم د خبرو پر مهال په كندهار كې ديوې غونډې په ترڅ كې په دې حوزه كې ټاكنې غير عادلانه او له درغليو ډكې وبللې
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د کندهار د والي ویاند دوا خان مینه پال وايې که هر څوک د ټاکنو له پروسې څخه شکایت لری باید د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته مراجعه وکړي
هغه وايې په کندهار کي د ټاکنو پروسه ډېره شفافه وه او زیاتو کسانو په دې پروسه کي ګدون وکړ
دی وایي که چیري ګل اغا شیرزی پر کوم کس د درغلیو اسناد ولری د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته دي يې وسپاري ،خو د یوې ادارې نفي کول يې له انصاف څخه لیري وبلل
دا په داسي حال کي ده ، چې په كندهار كې د ټاكنو د شكاياتو د كميسيون لخوا هم په دې ولايت كي د ټاكنو دنهه نوي مركزونو صندوقونه قرنطين او تر څېړنې لاندې نيول سوې