کور / تازه خبرونه / د کندهار د ولايتي شورا يو کانديد په پاکستان کې ووژل سو

د کندهار د ولايتي شورا يو کانديد په پاکستان کې ووژل سو

ناپېژاندو وسله والو د کندهار ولايتي شورا ته خپلواک کانديد شاه محمود جلالي په ډزو وژلى او وروسته تښتېدلي دي.
دکندهار د والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دوا خان مینه پال د شاه محمود جلالي د وژني پخلي کوي خو زیاتوي چي په دې اړه به پلټني وکړي چي دی چيري او د چا لخوا وژل سوی دئ
ځايي سرچينې وايي، چي هغه دوې ورځي وړاندې د ډيورنډ کرښې هاغاړې کويټې ښار ته د خپلې درملنې لپاره تللى وو، چې تر بريد لاندې راغلى.
هغه د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د خالشک اصلي اوسېدونکى وو، خو اوس د کندهار ښار په عينومېنه کې اوسېده.

ويل کېږي، چې د هغه جسد تېره شپه نهه بجې د کويټې څخه کندهار ښار ته لېږدول سوى او اوس په ميرويس روغتون کې دى.
شاه محمود جلالي، چې د ٤٠ کلونو په شاوخوا کې عمر لري، په قوم محمدزى دى.
د ميرويس روغتون يوې سرچينې هم تائيد کړه، چې د شاه محمود جلالي جسد ور وړل سوى دى، چي په مخ په ډزو وېشتل سوى دي.