کور / تازه خبرونه / ملي پيوستون:په بغلان کي ٧ پروژي ګټي ا خستني ته وسپارلي

ملي پيوستون:په بغلان کي ٧ پروژي ګټي ا خستني ته وسپارلي

د د يارلس ميليونو اته سوه، اوه شپيته زره افغانيو په لګښت د کليو د بيارغونى او پراختيا وزارت د ملى پيوستون پروګرام اوه پروژى ګټى ا خستنى ته چمتو شوى.

د دى ولايت د ملى پيوستون پروګرام د مسوولينو د وينا له مخى پدى پروژوکى د لسو مترو په اوږدوالى د موترود تګ د يوه پله ، د١٢مترو په اوږدوالى د پلى تګ ديوه پل ، يوپل ګوټى ، د٤٩ مترمکعب په ظرفيت داوبو ديوى زيرمى ، د ٥٦٠ مترو په اوږدوالى د کرنيزو اوبو د يوه کانال ، داوبو د بريښنا واړه بندونو ، اود ٣٥٣ مترو په اوږدوالى د يوه استنادى د يوال جوړول او داوبود٤ څاګانو کيندل شامل دى .

نوموړى پروژى د بغلان ولايت د خوست ، خواجه هجران اوجلګى په ولسواليو کى ګټى اخستنى ته وسپارل شوى چى شاوخوا ١٩٧٦ کورنى ترينه ګټه اخلى .
د يادونى وړده چى دملى پيوستون پروګرام د کارله پيل راپد يخوا ٢٩٧٥٨٩٣٠٨١ افغانى په٢٦٢٤ ټول ګټو پروژو چى په هغو کى د ترانسپورت، بريښنا، کانال، زده کړى، تولنيز مرکزونو او معيشت پروژى او داوبورسولو شبکى شاملى دى، لګول شوى او د بغلان ولايت زرګونى کورنى تراوسه ترينه برخمنى شويدى.