کور / تازه خبرونه / كندهار: د ١٣ فوټبال لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالي پيل سوه

كندهار: د ١٣ فوټبال لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالي پيل سوه

دغه سيالي چي د کندهار په غازي سټېډيوم کي ترسره کېږي، تېره ورځ د غوره ليګ په موخه د کندهار د ديارلسو منتخبو لوبډلو تر منځ پر لار واچول سوه. ياده سيالي به څلوېښت ورځي دوام وکړي او هره ورځ به د دوو-دوو لوبډلو تر منځ سيالي کېږي.

د کندهار د فوټبال فدراسيون مرستيال ظاهرجان وويل، هره ورځ به دوې لوبي ترسره کېږي، يوه ماځيګر مهال او بله ماښام مهال. هغه زياته کړه: “د فوټبال فدراسيون له لوري به په پايلوبو کي ٨ لوبډلي د نمرو د ډېرښت له مخي انتخابېږي.”

هغه وويل، دا لوبي يې په کندهار کي د غوره لوبډلو د انتخاب په موخه پر لار اچولي دي او تر څنګ يې د ځوانانو د تشويق هدف هم نغښتى دى.
د يادولو ده، کندهار د افغانستان په سطحه لومړنى ولايت دى چي د شپنيو لوبو د ترسره کېدو امکانات هم لري.