کور / تازه خبرونه / ننګرهار:دملي پيوستون پروګرام لس پروژې بشپړي کړې

ننګرهار:دملي پيوستون پروګرام لس پروژې بشپړي کړې

د نه ميليونو افغانيو په لګښت د کليو د بيارغونى او پراختيا وزارت د ملى پيوستون پروګرام لس پروژى ګټى ا خستنى ته چمتو شوى.
د دى ولايت د ملى پيوستون پروګرام د مسوولينو د وينا له مخى پدى پروژوکى د يوه ترناب ، داوبو ګرځولو د بندونو ، پل ګوټو ، داوبو لګولو کانالونو اوداوبو د بريښنا دواړو بندونو جوړول او داوبو دڅاګانو کيندل شامل دى .

نوموړى پروژى د ننګرهار ولايت د خوګيانيو، کوزکڼړاوکوټ په ولسواليو کى ګټى اخستنى ته وسپارل شوى چى شاوخوا ٢٣٩٦ کورنى ترينه ګټه اخلى .
د يادونى وړده چى دملى پيوستون پروګرام د کارله پيل راپد يخوا ٤٥٦٥٠٠٤١٢٥ افغانى په٤٧١٩ ټول ګټو پروژو چى په هغو کى د ترانسپورت، بريښنا، کانال، زده کړى، تولنيز مرکزونو او معيشت پروژى او داوبورسولو شبکى شاملى دى، لګول شوى او د ننګرهار ولايت زرګونى کورنى تراوسه ترينه برخمنى شويدى.