کور / تازه خبرونه / کرزي په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو د زندان د تړلو امر کړى

کرزي په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو د زندان د تړلو امر کړى

افغان ولسمشر په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په برخه کې د څېړنې تر څنګ په هلمند کې هم د بهرنيو ځواکونو د پټ زندان د تړلو امر کړى دى.

ويل کېږي، چې دغه دواړه زندانونه د افغان حکومت په پټه د بهرنيو ځواکونو په فوځي اډو کې شتون لري.

د چارو ادارې د ولسمشرۍ ماڼې په حواله يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې يو ګډ پلاوى به په دغه زندان کې د بهرنيانو له لوري د نيول سويو کسانو په اړه څېړنه وکړي، چې په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو خپلسرى زندان سته کنه ؟

ويل کېږي، چې دغه اووه کسيزه پلاوى په دې ګمارل سوي، چې د بهرنيو ځواکونو فوځي مرکزونه وګوري.

دغه پلاوى به په هلمند او کندهار کې د څېړنو وروسته ولسمشر کرزي ته راپور ورکوي او د زندانيانو د شتون او شمېر معلومولو وروسته به يې په اړه پرېکړه صادروي.

د چارو د ادارې خبرپاڼه وايي، چې د ولسمشر د فرمان سره سم ټاکل سوى پلاوى صلاحيت لري، چې د زندانيانو د انتقال او بسته کولو په اړه اقدام هم وکړي.

ولسمشر کرزي د خپل حکومت په وروستيو کې د طالب زندانيانو په اړه خپل دريځ ته بدلون ورکړى او حتى د بګرام زندان څخه يې د هغوئ د خوشي کولو لپاره زياتې هلي ځلي وکړې.

د هغه جديت ددې لامل سو، چې د بګرام له زندان څخه يو شمېر طالب قوماندان او غړي خوشي کړي، خو لا هم ٣٣٦ زندانيان افغان چارواکو ته نه دي سپارل سوي.

تېره اوونۍ ولسمشر کرزي د وزيرانو شورا په غونډه کې د ملي امنيت سلاکار ته دنده سپارلې وه، چې په بګرام کې سته بنديان تسليم کړي.

که څه ولسمشر په دې کړنې سره د سولې بهير پياوړى کوي، خو نړيوال بنسټونه او د چارو پوهان بيا په دې باور دي، چې دغه زندانيان به خطرناک وي او کېداى سي، د خوشي کېدو وروسته يو ځل بيا د جنګ د ليکو سره وتړل سي.