کور / تازه خبرونه / هلمند:روحاني شخص بهاوالدین جان اغا ووژل سو

هلمند:روحاني شخص بهاوالدین جان اغا ووژل سو

په هلمند کي قومي او روحاني شخص بهاوالدين جان اغا وروسته له هغه د ناپېژاندو وسله والو په بريد کي ووژل سو، چي ددغه ولايت پوليس يې د ټاکنو په ورځ د ښه امنيت د تامينولو په موخه وستايل.

پر هغه باندې بريد ماخستن اته بجې په لښکرګاه ښار کې سوى دى.

د هلمند چارواکو لراوبر ته ويلي، چې د سيد بهاوالدين جان اغا سره د هغه مېرمن او د کورنۍ يو غړى ټپيان سوي هم دي.

ويل کېږي، چې هغه خپل کور ته په لاره وو، چې د ناپېژاندو وسله والو تر بريد لاندې راغلى او جسد يې اوس د هلمند ولايتي روغتون ته لېږدول سوى دى.

تراوسه ددې بريد مسوليت کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.