کور / تازه خبرونه / زابل:ځانمرګي برید۱۴تنو ته مرګ ژوبله اړولې

زابل:ځانمرګي برید۱۴تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په زابل کي د ځانمرګي برید په پایله کي ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ولايتی چارواکي وايې چاودنه نن څلور بجې د زرنج موټر سایکل په واسطه د ملي اردو پر سرتیرو رامنځ ته سوې ده
د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وايې په دغه چاودنه کي ۱۲تنه چي ډېری يې کوچنیان دي ټپیان سوي او د ملي اردو یو سرتیري او یو کوچنی وژل سوی دئ
تر اوسه وسلوالو طالبانو ددې پیښی په اړه کوم څه ندي ويلي.