کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / «ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟

«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟

چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (څلورمه برخه)

کله چي څوک د افغانستان د «ملي تلويزيون» نوم واوري نو داسي ورته په زړه ورځي چي ګواکي «ملي» به وي. خو چي کله يې څوک خپرونې وګوري نو ورته دا پوښتنه پيدا کيږي چي ايا دغه تلويزيون له سره پدغه مختاړي «ملي» ارزي که څنګه؟

د ژورنالستي او مسلکي لحاظ څخه د ملي تلويزيون نيمګړتياوي زښتي زياتي دي، لکه چي وايي، ستا د ښايست ګلونه ډير دي – ځولي مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه. خو دلته صرف دوې نيمګړتياوي په ګوته کوم چي زما په فکر په مجموع کي د «ملي تلويزيون» ملي والی تر سوال لاندي راولي:

د قهرمانانو اختر

د ملي تلويزيون د اختر د ورځي پروګرام يو د هغو بېلګو څخه دی چي د دغه تلويزيون د مليتوب او مسلکيتوب په هکله جدي پوښتني رامنځ ته کوي. د اختر په ورځ د ياد تلويزيون زيات وخت هغو وزيرانو، د وزارت مرستيالانو، د ولسي جرګې څو محدودو غړو او څو نورو محدودو ښاغلو او آغلو ته ځانګړی سوی وي.
په زياته بيا د اختر د پروګرام يو مهم کانسپټ دا معلوميږي چي پکښي دولتي چارواکي او بعضي پخواني توپکسالاران ښودل کيږي چي په روغتونونو کي د ملي اردو او د ملي پوليسو د ژوبل سوو سره د اختر مبارکي کوي. بيا نو په تکرار سره انځورونه ښودل کيږي چي دغه ورغلي چارواکي او سياستوال و «ملي قهرمانانو» ته په پاکټونو کي يا خلاصي پيسې ورکوي. د دغو انځورونو په کتلو سره چا ته دا پوښتنه ورپيدا کيږي چي دغو ملي قهرمانانو څه ګناه کړې ده چي د دوی او د دوی د يونيفورم او دندې دومره لوی سپکاوی کيږي. دا ملي قهرمانان دي که ملي فقيران چي ملي تلويزيون يې سل ځله د پاکټي پيسو انځورونه تکراروي؟
دا چي يو څو پخواني توپکيان چي اوس يوې دولتي چوکۍ ته رسېدلي د خپل ځان د مشهورۍ په ګټه ملي تلويزيون کاروي او يا د «ملي قهرمانانو» څخه ناوړه ګټه اخلي، ډېره عجبه خبره نده. خو دا ډېره عجبه او د پوښتنې وړ خبره ده چي يو ملي تلويزيون بايد ولي او د کوم پرنسپ له مخي داسي انځورونه او راپورونه خپاره کړي؟

د کنړ د وژل سوو سرتيرو احترام

کله چي په کنړ کي 21 افغان سرتيري ووژل سول نو ملي تلويزيون د لوی درستيز شيرمحمد کريمي ويډيويي راپور خپور کړ چي د وژل سوي يو سرتيري کورنۍ ته پيسې ورکوي. بيا نو په راپور کي د دغو غمجنو انسانانو څخه، چي تازه ورکول سوي پيسې يې لا په لاس کي وي، داسي بې ادبه پوښتني کيږي چي يو عاقل سړی يې نه سي زغملای. ولي بايد د پيسو د ورکړي انځور وښودل سي؟ ولي بايد پيسې د کېمرو مخکي ورکول سي؟
دا که ښاغلی لوی درستيز هوښيار مشاورين نه لري چي نيکه مشوره ورکړي او يا يې هم پخپله د يو وژل سوي سرتيري د په زړه زخمي پلار سره د اړين چلن ادب نه وي زده، نو د ملي تلويزيون «ملي ژورنالستان» ولي د دغې موضوع په حساسيت ځان نه پوهوي يا نه پوهيږي؟

وزيري تلويزيون؟

هسي خو هم د ملي تلويزيون د خبرونو زیاته برخه د وزيرانو صاحبانو و توصيف او د هغوی ځان ښودنې ته ځانګړې سوې وي، خو کله چي څوک د ملي تلويزيون خپرونې په دقت سره وګوري نو ورته ډېر ژر جوتيږي چي د اطلاعات او کلتور وزير ښاغلي سيد مخدوم رهين تر بل هر چا زیات او اوږد راڅرګنديږي. که وزير صاحب د کومي وړې او غېرمهمي غونډي مېلمه هم پاته سوی وي، نو ورباندي دومره تفصيلي مطلب جوړ سوی وي چي څوک فکر کوي چي کومه مهمه تاريخي پېښه رامنځ ته سوې ده.
څوک اوس دا نه سي اټکل کولای چي ايا وزير صاحب رهين پخپله پر دې ټينګار کوي چي د ملي تلويزيون پرده بايد هميشه د ده په څهره مشرفه وي او که د ملي تلويزيون مسؤلين تر اندازې زيات «احتياط» کوي او د وزير صاحب د لا زيات خوشاله کولو لپاره کتونکي ستړي کوي. خو هغه خبره چي څرګنده ده، هغه دا ده چي د وزير صاحب څهره د «ملي تلويزيون» وخت تر اندازې زيات نيسي. دومره زيات چي چا ته پوښتنه ورپيدا کيږي چي ايا دغه ملي تلويزيون دی که «مخدومي تلويزيون»؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com/ څخه په مننه، چيري چي تاسو د ليکنو د دغې لړۍ «چټک، ارزانه خو بې کفايته ژورناليزم»لومړۍ درې برخي هم لوستلای سئ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ