کور / خبرتیا او پيغامونه / د بېنوا فرهنګي ټولني او روهي ادبي بهیر د خواشنۍ پیغام!

د بېنوا فرهنګي ټولني او روهي ادبي بهیر د خواشنۍ پیغام!

خواشني سولو چي د پیاوړي فرهنګپال نصیر(مومند) د وفات ږغ مو وارېدئ. مرګ یوه طبعي پیښه ده، هرژوندی موجود مري،خو په ځینو ککریو ډیرکسان خواریږي.
زموږ په غمځپلي وطن او جنګي چاپېریال کي د توپک په بدل کي د ځوانانو په ګوتو کي قلم ورکول او د وحشي ذهنیت په بدل کي ترنوي نسله د کتاب رسول هغه رسالت دی،چي د هرچا د وس خبره نه ده، خو دا کار په پوره صداقت مرحوم (مومند) کړی دی، همېشه یې هرډول چاپ سوی کتاب د افغانستان تر هرکنج و کناره رسولئ، نوموړي کندهار او د بېنوا ټولني فرهنګیان په هیڅ وخت کښي نه دي هېر کړي. د قبرروښنايي یې په نصیب سه.
ډیرموارد داسي پېښ سوي چي، پیسه داره کتاب نه رانیسي،خو غریب د کتاب سره مینه لري خو د رانیولو وس یې نه وي! ښاد روان (مومند) زموږ ځوان نسل ته،تل په ارزانه، ښه کیفیت او حتی ځیني وخت په مجاني ډول کتابونه ورکړيدي، هروخت یې د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا چاپ سوي کتابونه په خپله پلورنځی کي خرڅ کړي او زموږ د ټولني اقتصادي مشکلات یې ترډیره حل کړي ول.
د مرحوم مومند په مرګ د بېنوا ټولني او روهي ادبي بهیرټوله فرهنکیان غمجن دي، موږ د نوموړي کورنۍ ته تسلیت وایو او ځانونه په دې درانه غم کي ورسره شریک ګڼو. د الله(ج) له لوی درباره د نصیر(مومند) روح ښاد او د فردوس جنت غوښتنه کوو.
په درناوي
بېنوا فرهنګي ټولنه او روهي ادبي بهیر-کندهار