کور / خبرتیا او پيغامونه / ننگرهار:د تورو ښېښو په اړه د امنيې قومندانۍ خبرتيا

ننگرهار:د تورو ښېښو په اړه د امنيې قومندانۍ خبرتيا

دافغانستان اسلامی دولت جمهورریس جلالتماب حامد کرزی د(۴۵) نمبر حکم اودکورنیو چارو وزارت محترم مقام دلارښوونی پر اساس دننګرهار په ولایت کی دډاډمن امنیت دټینګښت ، عامه امن او نظم دساتلو ، دقانون دتطبیق او دهر ډول جرمونودکشف او مخنیوی په موخه دننګرهارولایت دامنیی قوماندانی خبرتیا :

ټولو دولتی ملکی ، نظامی او غیر دولتی موټر چلوونکو ته یو ځل بیا خبر ورکول کیږی او په کلکه تری غوښتنه کوی چه دخپلو موټروتوری شیشی او تور فلمونه سپین کړی ، ځکه چه دهیواد او خلکو قسم خوړلی دښمنان تری دخپلو ترهګریزو ، وران کارو ، تخریبی ، تروریستی او ناوړه اعمالو سرته رسولوپه موخه ګټه پورته کوی او زمونږ دبی ګناه ولسونوارام ژوند نا ارامه کوی او دبلی خوا دافغانستان داسلامی دولت دنافذه قوانینو څخه په ښکاره سرغړونه ده نو په همدی اړه دننګرهار ولایت دامنیه قوماندانی مشرتابه په ډیر درنښت دټولو موټر چلونکو څخه هیله کوی چه دیوی اونی(هفتی) په موده کی دخپلوټولو نقلیه وسایطو توری شیشی او تور فلومونه سپین کړی دسرغړونی په صورت کی ورسره قانونی چلند کیږی او دامنیتی موظیفنو له خوا یی توری شیشی ماتی (میده ) او فلمونه یی شکول کیږی بیا دشکایت حق نلری ، همداشان – ټول هغه موټرچلوونکی چه دګرځیدو قانونی اسناد لکه ( نمبر پلیټ ، جواز سیر، او لیسنس) ونلری دنقلیه وسایطو دچلولو څخه دی ډډه وکړی او خپل قانونی اسناد دی ورته جوړ کړی ، دناوړه پیښو دمخنیوی په موخه نقلیه وسایط چلونکی ترافیکی مقرارت او وصول په پام کی ونیسی دموټرو مالکان اوچلوونکی دی خپل وسایط په محفوظ او امن ځای کی ودروی او دبی ځایه ودریدلو څخه دی ډډه وکړی .

همدارنګه – غیر مسول وسله وال کسان چه دوسلو دګرځولو قانونی جواز( اجازه نامه ) نه لری دننګرهارولایت په مرکز او محلاتو کی دی دوسلو دګرځولو څخه په کلکه ډډه وکړی ، دماینونو،نا چاودو توکواوشکمنو کسانو دلیدو پر محال امنیتی ځواکونوسره چه ۲۴ ساعته دخپلودولسونوپه چوپړکی دی دهر ډول بدو پیښودمخنیوی لپاره ورسره مرسته او همکاری وکړی داړتیا په صورت کی دننګرهارولایت شریف او متدین ولسونه دامنیی قوماندانی دپولیسود۱۱۹ عاجلی شمیری سره اړیکی ونیسی یا دی نژدی امنیتی پوستو او یا دپولیسواړونده ماموریتونو ته خبرورکړی .
په درنښت

پاسوال فضل احمد شیرزاد

دننګرهارولایت دامنیه قوماندان