کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا چي افغانستان راباندي ګران دی…

دا چي افغانستان راباندي ګران دی…

ولسمشر بايد څنګه وي (۸مه برخه)

د چوکۍ د حُرمت ساتلو لپاره

د آلمان پر پخواني ولسمشر کرسټيان ؤلف داسي شک ؤ، چي د ولسمشرۍ څخه تر مخه د ايالتي لومړي وزارت پر وخت يې د هوټل د يوې شپې مصرف ( تقريبا 600 يورو) د يوه ملګري او تجار لخوا په غاړه اخيستل سوی ؤ. له همدې کبله پر نوموړي د خپلي دولتي دندې څخه د نامناسبه ګټه پورته کولو تور ولګول سو. دغه موضوع د دې سبب سوه چي ؤلف د ولسمشرۍ څخه استعفی وکړي، ولي چي د هغه په وينا هغه نه غوښتل چي د دغه دولتي چوکۍ حُرمت ته زيان ورسيږي. د استعفی وروسته محاکمه پېل سوه او په آخر کي ثابته سوه چي ؤلف بې ګناه ؤ. د ؤلف په آند ولسمشري ورڅخه ولاړه خو د چوکۍ حُرمت وساتل سو.

د ښه او بد مسؤليت

دوې ورځي تر مخه د سويلي کوريا لومړي وزير په دې وجه مستعفي سو، ولي چي د يوې کښتۍ د ډوبېدنې پر وخت د ژغورنې د کاري ډلې په کارونو او سرأت نيوکي وسوې. پدغه حادثه کي تر 187 څخه زيات انسانان ووژل سول او يو شمېر نور لا لادرکه دي. لومړي وزير پدغه قضيه کي خپل ځان هم په سياسي او هم په اخلاقي توګه مسؤل وباله او مستعفی سو.

خاکسار ولسمشر

د اوروګوای هيواد ولسمشر خوزې موخيکا هره میاشت د خپل معاش 90 فيصده برخه و بې وزلو هيوادوالو ته ورکوي او پخپله په يوه جونګړه کي ژوند کوي. د دغه محترم او قدر وړ ولسمشر د سادګۍ څخه د ډک ژوند انځور په لاندنۍ ويډيو کي ليدلای سئ:

http://www.youtube.com/watch?v=WumXzBQPn-w

امريکايي ډيموکراسي

ايډورډ (ټېډ) کېنېډي د امريکا د نامتو ولسمشر جان ايف کېنېډي ورور ؤ. د هغه په هکله د کارپوهانو، پلويانو او مخاليفينو ټولو نظر يو ؤ، هغه دا چي ټيډ به د امريکا ولسمشر سي. ټېډ يوه ورځ د يوې همکارې مېرمني سره په يو موټر کي پر جلو ناست ؤ چي حادثه ورته پېښه سوه او موټر اوبو ته ولوېد. د نوموړي د خپلې وينا له مخي هغه هڅه وکړه چي دغه مېرمنه وژغوري خو ونه توانېد او بيا يوازي د اوبو راوخوت. دا د دې سبب سو چي ټېډ د امريکا د ولسمشرۍ د چوکۍ څخه پاته سو.

هو، امريکا د ځان لپاره داسي مشر نه قبلوي چي په اصطلاح په حادثه کي ژوندی پاته سي او همسفر ونه ژغورلای سي. خو پر افغانستان يې د نړۍ هغه تر ټولو بد خلک د مشرانو په توګه پېرزو دي.

پورته بېلګي مي په قصد سره د ډيموکراسۍ د نظام درلودونکو هيوادونو څخه راواخستې. هغه ډيموکراسي چي د افغانستان اوسني واکمنان او خپل ځان روشنفکر ګڼونکي يو شمېر کسان يې خپل نوی دين او مذهب بولي. خو په عمل کي يې تر ډيموکراسۍ لا زياته توره تياره پر افغانستان غوړولې ده.

توپکي ډيموکراسي

د افغانستان د دولت تېر دولس کلونه نه يوازي د ښکيلو افغانو سياستوالو او دولتي مهمو اشخاصو لپاره بلکه د ټولي «نړۍ واله ټولنې» لپاره د شرم او خجالت باعث دي. هغه په دې وجه ولي چي:

په افغانستان کي د لسګونو زرو انسانانو قاتلان، په ډليزو وژنو تورن، ايتنيک کلينزينګ کوونکي، د ژوندي انسانانو په سرونو ميخونه ټک وهونکي، په سرغوڅ سوو انسانانو رقص کوونکي، د ژوندي مېرمنو سينې پرې کوونکي، سيسټماټيک جنسي تېری کوونکي، د بهرنيو استخباراتو رسمي او غېر رسمي همکاران، اختلاسګر، اوله درجه قماربازان ( *) او ماشوم زهيرونکي د تيرو دولسو کلنو په اوږدو کي پر قدرت دي.

اوسني کانديدان

د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي اوس بېرته همدغه قاتلان او يا د هغوی ملګري يا قاتلانو ته برات ورکوونکي کانديدان دي.

هغه چي د ډيموکراسۍ، تفکر او د نړۍ والتوب دعوه کوي هغه د دې پر ځای چی د بشري حقونو او نړۍ والو قوانينو، اصولو او اخلاقو له مخي جنايت کاران په محاکمه وګواښي، هغوی يې ملګري کړي دي.

هغه چي د اسلام، جهاد او بدلون دعوه او وعده کوي، هغوی په تيرو دولسو کلنو کي اصلي واکمني درلودلې او په حکومت کي دننه يې د حزب اختلاف پېښې کړي دي. دغو کسانو زر ځله اسلام او لس زره ځله جهاد په رُبلونو، کلدارو، ريالونو، تومنو او ډالرو خرڅ کړی دی. و نفاق ته يې لمنه وهلې او په لسګونو زره انسانان يې وژلي دي.
په اصل کي خو په هغه هيواد کي چي پکښي لسګونه زره بهرني اشغالګر عسکر پراته او جګړه روانه وي، ټاکنې او انتخابات هیڅکله هم مشروعيت نه سي درلودلای. خو که فرض کړو يو څه مشروعيت موجود هم وای، بيا به مي چاته رايه ورکړې وای؟

زما رايه زما بيعت

که څوک راڅخه پوښتنه وکړي چي ځان په مار وژنې او که په لړم؟ نو زه ورته وايم چي له سره د ځان وژلو اراده نه لرم، او په ځان وژنه سره دين او دُنيا خرابول نه غواړم.

دا چي الله د شورويانو او وروسته د امريکايانو په لاس پر موږ دغه بد خلک مُسلط کړل او لا مُسلط دي، هغه يوه خبره ده. خو په خپله رايه او په خپل بيعت سره به هيڅکله د ماسکو، تهران، ډلي، اسلام آباد او واشنګټن کانديد ته رايه ورنه کړم او نه به هيڅکله مسلط سوو ته مشروعيت وبخښم او نه به يې په دې توګه ځان په تيرو او راتلونکو جنايتونو کي برخه وال وګرځوم.

زما رايه زما بيعت د هغه چا لپاره دي چي زړه او خوله او فکر و عمل يې سره يو وي، په هيواد سيمه او نړۍ کي سولې ته ژمن وي، لاسونه يې د وينو او لمنه يې د چټليو پاکه وي، پيسه طلبه او قدرت طلبه نه وي، هم پخپله او هم ملګري يې خلجي دراني پښتانه تاجک هزاره کندهاريان پنجشېريان نه بلکه په حقيقي معنی سره مسلمانان او افغانان وي.

دا چي د يادو ځانګړتياو لرونکی کوم کانديد نه وينم، د خپل هر وژل سوي بابا مور ورور خور او بچي زخم مي پر زړه جلا جلا تازه دی او افغانستان راباندي تر ځان مال او اولاد ډېر ګران دی، نو نه کوم جنايت کار ته او نه يې ملګري ته رايه ورکوم، نه يې بيعت کوم او نه يې پخپله رضا پر ځان مُسلط کوم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* قمار باز والي ليکنه د لاندني لينک په مرسته لوستلای سئ:
http://ahmadwali.achakzai.com/index.php/84-weblog-category/politics/385-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%A8%D8%A7%D9%8A%D8%AF-%DA%85%D9%86%DA%AF%D9%87-%D9%88%D9%8A%D8%9F-%D8%AF%D9%88%D9%8A%D9%85%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87