کور / خبرتیا او پيغامونه / د بدخشان د پېښي په هکله د کندهار ولايت مقام خبرتيا

د بدخشان د پېښي په هکله د کندهار ولايت مقام خبرتيا

کندهار ولايت مقام په کندهار کې له دولتي او غيردولتي راډيوګانو او ټلوېزيونونو څخه هيله کوي چي سبا ورځ د بدخشان د پېښي له امله له سندرو او موسيقۍ خپرولو ډډه وکړي.
کندهار ولايت مقام، اطلاعاتو او کلتور رياست او د خبريالانو کمېټې پرېکړه وکړه چي د کندهار سيمه ييزي رسنۍ دي سبا ټوله ورځ د سهار له اوو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پوري سندري او موسيقي نه نشروي، ځکه په دې سره به مو له خپلو ګرانو بدخشانيانو سره په دغه درانه خفګان کي غمشريکي کړې وي او له دې سره به کندهاريو قومونو ثابته کړې وي چي موږ ټول يو ملت او يو موټى يو او هر افغان د بل افغان په غم او ښادۍ شريک دى.
پرون د جمعې ورځ د ثور مياشتي ١٢مه، په بدخشان ولايت کي د مځکي ښويېدني له امله زموږ ٢٥٠٠ ګران بدخشانيان تر خاورو لاندي او شهيدان سول. د دغه ولايت د ارګو ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کي تېره ورځ تر غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه یوه تپه پر نژدې کلي چي شاوخوا زر کورنۍ پکښي اوسېدلې، ښویېدلې ده او درې سوه کورونه يې لاندي کړي او دوه نیم زره هېوادوال يې شهيدان کړي دي