کور / خبرتیا او پيغامونه / د ټاکنو پر دوهم پړاو د پښتون خوځښت اعلامیه

د ټاکنو پر دوهم پړاو د پښتون خوځښت اعلامیه

زمونږ ګران هیواد افغانستان د مختلفو سختو پړاوونو په تېرولو سره اوس د دیموکراسۍ په نامه یوه داسې پړاو کې قرار لري چې لاهم د جګړې په سور اور کې زمونږ د ولس مشران ، ځوانان ، ښځې او ماشومان سوځي او د ولس په کور او کلي کې لاهم جګړه روانه ده.
هغه ولس چې لا د هدېرې او تابوت تر منځ بوخت پاتې دی، په کور او کلي کې یې د لویديځ او د هغوی د ا ئتلافي ملګرو نظامي او استخباراتي جګړه روانه ده، چې د نظامي او کورنيو قراردادیانو د ټوپک دګرمو شپېلیو، وحشت، وېرې او اور لاندې د مرګي شیبې شماري.
د ولسواکۍ هغه اصل چې له مخې يې ولسونه خپل سیاسي برخلیک ټاکي، زمونږ په هیواد کې په یوه بهرنۍ پروژې بدله شوې، چې یو خوا اوسني سیاسي لوبغاړي (پخواني جنګسالاران او جنایت سالارن پکښې جوړ جاړي ته د رسېدو ورسته واک تقسیموي نو بل خوا د دغه جوړ جاړي مسولیت په لوی لاس پر افغان ولس تپل کېږي. په یوداسې هېواد کي چې له دیارلس کلونو را پدې خوا پکښې جګړه روانه ده، په نړی کې مفسد ترین هېواد دی، د مخدره موادو په تولید کي لومړی درجه لري، دنړی لومړی درجه جنایت کاران یې حکومت چلوي. او د ملت یوه ستره ځانګرې برخه یې له هر اړخه تهدیدېږي نو څرنګه به په داسې یو حالت او هیواد کې د خلکو اراده او عزم د ټاکنو پر مټ تمثیل کړای شي او څنګه به دا ملت د ټاکنو په لور ولاړ شي ؟
پښتون خوځښت د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د نه ګډون پرېکړه کړې وه او شته ستونزو ته په کتو سره په دوهم پړاو کې هم د نه ګډون پرېکړه کوي او تر هغې به د داسې پروژو پرېکون کوي تر کومې چې یادې ستونزې زمونږ د ولس له مخې نه وي لرې کړای شوې.
په ټاکنو کې نه ګډون پرېکړه په لاندې مواردو شوې ده.
۱- په هیواد کې د ډیموکراسۍ د پلي کېدو او تروریزم د ځپلو په نامه د یوې نامعلومې جګړې پیل او دوام.
۲- د هیواد لویه برخه او سیمه په لوی لاس د جګړې لومړۍ لیکه ټاکل او نفوس یې په لوی لاس د یادې جګړې ښکارول.
۳- د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د یو سالم چاپېریال نه شتون.
۴- د ټاکنو په قانون کې نیمګړتیاوې.
۵- د ټاکنو د پروسې د مراحلو په سمه توګه نه بشپړول.
۶- د نا اهله کاندیدانو ودرېدل او د کمیسون لخوا یې ملاتړ او منل.
۷- د بهرنیانو او ځانګړو شبکو لخوا په ټاکنو کې لاسوهل.
د حل لارې
۱- روانې جګړې ته باید د پای ټکی کښېودل شي، د نړیوالو سره د تروریزم پر بهانه د جګړې په اړه د جدي خبرو کول ، د دیموکراسۍ عملي کول په هدیرو باندې د منلو وړ ندي، د سترو بشري جنایتونو پوښتنه حتمي او لازمي ده چې باید ځواب شي، نړیوال باید ولس سره خبرو ته کښېني، د ولس ریښنیي استازي د حکومتي فرمایشي او نمایشي لویو جرګو غړي نه ګڼل کېږي او نه هم د جنګسالارانو په مشرۍ کې د سولې د عالي شورا په شان د تش په نامه یوې ادارې په شکل څرګندېدای شي .
پدغه لار کې پښتون خوځښت هر اړخیزې مرستې ته تیار دی
۲- د دیارلس کلنې جګړې ټول تاوانونه یواځې او یواځې پښتنو ته د ځینو په نامه پښتنو په مټ رسېدلي، د دغې جګړې د تاوان د جبیرې غږ پورته کول او پدې توګه د پښتنو کور او کلي ته سوله او عادي ژوند ته ګرځیدنه او دراتلونکي دپاره د هېلو او امیدونو زيږول ،دولس او خلکو غوښتنه او لومړیتوب دی.
۳- مونږ باید لومړی د ټاکنو لپاره هغه چاپېریال برابر کړو چې د خلکو د ارادې تمثیل پکښې وشي، نه چې د ټوپک د شپېلۍ لاندې خلک مجبور کړل شي . خلک باید خپل اختیار او خوښې ته پرېښودل شي چې رایه اچوي او که د رایي مرکزونه په ډبرو ولي.
۴- د ټاکنو په قوانینو کې د پام وړ بدلونونه راوستل، د ځینو مسایلو حتمي کول چې پښتون خوځښت تیار دی پدې هکله اړوندو مراجعو ته د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي.
۵- د ټاکنو د پروسې د مراحلو په سمه توګه نه تر سره کول دا دي چې په سیمه کې د پورته دلایلو پر بنسټ د ټاکنو د پروسې د مختلفو مرحلو څخه یې حتی لومړۍ مرحله هم په سمه توګه سر ته نده رسېدلې، خلکو ته دا زمینه نده مساعده شوې چې په ټاکنو د ګډون لپاره شرایط پوره کړای شي، د رایې ورکونې مرکزونه د نفوسو په تناسب نه بلکې د امنتي حالاتو پورې اړوند جوړ شوي، یعنې که په ټول وطن کې جګړه وه او یو ولایت کې امن وه نو یواځې د هماغه ولایت رایې کولای شي د ټول هیواد برخلیک وټاکي.
۶- په ټاکنو کې ډېری هغه خلک د هیواد ولسمشرۍ ته نوماندان دي چې د بشري حقوقو ناقضین، د ټولنیز عدالت ماتوونکي، د هیواد د خپلواکۍ دښمنان او په ځانګړي توګه په تېرو جګړو کې ښکېل اشخاص دي، په دوی ټولو تورونه پورې دي چې باید محاکمه شي نه دا چې د هیواد برخلیک په لاس کې واخلي.
۷- بهرني سفارتونه، ټولنې، او ځانګړې شبکې ټوله ورځ په ټاکنو کې د لاس وهنې ښکاره او پټې توطیې ترسره کوي، یواځې د امریکا سفیر څو ځله د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې خبریالانو په مخفي توګه لیدلی دی، د سفیرانو او نورو نړیوالو شبکو تګ او راتګ داسې حساسو ادارو ته خپل اصول لري، ولې هغه پټې ناستې پاستې چې پداسې شکل تر سره کېږي په خپله د لاسوهنې ښکاره ثبوت ګڼل کېږي، د دې تر څنګ د ځانګړو کاندیدانو سره د ګاونډیو او نورو هیوادونو د استازو پټې ناستې پاستې هغه هم د دوی په کورونو کې ښکاره د دې دلایل دي چې کاندیدان په رایو نه بلکې د دوی په ملاتړ او نه ملاتړ مخکې او ورسته ښوول کېدای شي، حکومتي چارواکي چې په راس کې خپله ارګ قرار لري د ټول ولس په وړاندې په ښکاره لاسوهنه کوي، په ارګ کې ځانګړې جرګې او د یوه نوماند په ګټه د بل نوماند د تېریدو پرېکړې کول مونږ ته د لاسوهنې پرته بل هېڅ پیغام نشي راکولای. پورتنیو شپږو ستونزو ته د حل لارې پیدا کولو سره به په ټاکنو کې لاسوهنې په خپله بندې شي او د یوې رڼې پروسې په شکل کې به ټاکنې په خپل اصلي شکل تر سره شي.
پښتون خوځښت
اړیکه:Pashtonkhwazakht@aol.com