کور / هستوي فزيک / بي لينه (wireless) برېښنا

بي لينه (wireless) برېښنا

سرچینه: CNN
لیکونکي: نیک ګلاس او ماتیو پونسفورډ


”کېټې هال” چي کله یو ګروپ د خوني په منځ کي ولیدئ چي بېله کوم لېنه لګېدئ،
حیرانه ورته پاته سوه. داهر څه اول ډېر تعجبه ښکارېده. دا د فلزي ټوټو او ګروپ تر منځ تاو راتاو سوه. دوې غټي فلزي ټوټي مخامخ ولاړي وې، برق يي تر منځ تېرېدئ او بې لینه يي ګروپ لګولئ و، خو کله چي يې دا په منځ کي تېره سوه، برق بند نه سو او ګروپ لګېدئ. د دې سره سم دې ته دغه فکر ورپيدا سو چي پر دې باید نور کار وسي، ځکه په راتلونکي کي ډېره ګټه لرلائ سي.

ځانګړتیا يې څه ده؟
د وای ټریسیټي (WiTricity) مشره ماموره ډاکټر هال وايي موږ غواړو چي برېښنا بې لینه نقل کړو: ”موږ برېښنايي انرژي په فضا نه
ګډوو، بلکي په فضا کي یو مقناطسي ساحه منځ ته راوړو.”

د کار کولو طریقه يې:
وای ټریسیټي د انګیزې ورکولو یوه سرچینه جوړوي، یعني یو
ګرد کلچه شکله برېښنايي لېنونه چي د برېښنا سره وصل سي، نو یوه مقناطسي ساحه
جوړوي.

که یوه بله د برېښنايي لیکو کلچه نېژدي ورته راوړل سي، نو بیله کوم لینه بریښنا
منځ ته راځي، دغه مقناطسې ساحې ته نږدې برقي اله برېښنا اخلي او همدارنګه ګروپ برېښنا ترلاسه کوي او روښانه کيږي.

هغه کورونه چي د برېښنا لېنونه به نه لري:
هغه کورونه چي د مقناطسي ساحې له
لاري انرژي انتقالوي د هغوي په اړه د تشویش وړ هیڅ خبره نسته، ځکه دا برېښنايي
انرژي د واي فاي روټر په څېر ده. واي فاي سیسټم چي په موبایل او نورو تخنیکي
وسایلو کي ترې ګټه اخیستل کیږي چاته يې د هوايي څپو ضرر نه رسیږي، نه يې
احساسوي.

د راتلونکي عصر په کورونو کي به دا بې لېنه برېښنايي انرژي دومره په ساده بڼه وي
لکه بې لېنه (وایرلیس) انټرنیټ.

د وایټریسیټي د پلان پر اساس به موبایلونه د کالو په جیب کي بیله کومي بلي وسیلي
چارجېږي، تلویزېون به بیله کوم لېنه لګيږي، برقي موټر به د سړک د غاړي په یوه
مقناطسي ساحه کي چارجېږي. وایټریسیټي اوس دا توانايي لري چي لیپ ټاپ، موبایل او
ټلویزېون ته بېله کوم لېنه برق ورکړي. اوس مهال د برېښنايي موټرو د بي لېنه
چارجولو کارونه پیل سوي او تر یوې نتيجې رسېدلي دي.

اغلي هال وايي چي د بي لېنه برېښنايي کورونو راتلونکې په زړه پوري ده، نوموړې يې
حالت بیانوي چي که بیا کورته په موټر کي ځو، نو د دې ضرورت به نه وي چي د تیلو پمپ
ته ودریږو یا دي د موټر لېن د چارج لپاره په برق کي ورکړو.

په نوره نړۍ کي
د لومړي ځل لپاره چي مېرمن هال د بي لېنه ګروپ لګیدل ولیدل،
نو دستي يې د طبي ټکنالوژي په اړه فکر وکړ او هغه وسایلو ته يې پام واوښت چي د
پوست لاندي د جراحي یا پیوند په حالت کي بېله ستونزي چارجېدلائ سي. وایټریسیټي د
یوې طبي کمپنۍ سره پر دې کار کوي چي څنګه د زړه د کيڼ جوف د کومک اله چارج
کړي.

د دغه اختراع په وسیله کولائ سو د موبایل چارج دایمي کړو، ځکه دا اله به هر ځای
وي او د موبایل د چارج د کمښت احساس به څوک نه کوي، بریښنايي وسایل به په نوي ډول
جوړ سي چي د چارج د لین لپاره به هیڅ سیسټم و نه لري، دغه ډول انرژي به ډیره
ارزانه تمامه سي، ځکه د وسایلو په فرزو کي به کمي راسي.

راتلونکې
مشکل دا دئ چي دغه ډول برېښنايي انرژي ډیري لیري فاصلې ته د نقل
لپاره لویو فلزي ټوټو ته ضرورت لري، خو موږ اوس په دي اخته یو چي دغه اندازه ټوټې
د ننني ورځي د تخنیک د کوچني وسایلو په ډول سي، نو د همدې لپاره دغه ټیم خپل نوي
تولید ته خوشبینه دئ چي دغه مشکل به له منځه وړي. هغه داسي چي دغه بې لېنه برېښنا
تولیدونکې اله به د قلم په اندازه بیا چارجیدونکي بیتري ولري.

میرمن هال وايي، هغه کوچنیان چي په راتلونکو څو کلونو کي لویيږي، دوي به هیڅ کله
دا ضرورت و نه لري چي یوه برېښنايي اله په برق کي ورکړي او یایي هم له برېښنايي
انرژي څخه ایسته کړي.