کور / سپورټي / ننگرهار: د٨ پياوړ لوبډلو ترمنځ د د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پيل شوې

ننگرهار: د٨ پياوړ لوبډلو ترمنځ د د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پيل شوې

دغه سیالۍ چې د جلال اباد ښار په سراج العمارت او بهسودو کرکټ لوبغالو کې پيل شوي،شاوخوا دولس ورځې به دوام ورکړي.
يادې سیالۍ د يوتن سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي مرسته پيل شوي،چې دغو سیاليو ته د ننګرهار احمدزي پريمرليګ سیالیو نوم هم ورکړل شوی دی.
ددغو سیاليو په لومړۍ لوبه کې شينوارو اليون لوبډلې احمدزي لوبډلې ته سختې ماتې ورکړه.
لومړۍ توپ وهنه احمدزي کاروان لوبډلې وکړه،چې لومړي لوبغاړو يې ډيره تیزه لوبه نندارې ته وړاندې کړه،لومړنيو لوبغاړو له سوځېد وروسته نور کوم لوبغاړي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نه کړه او په وار وار یې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

په شلو اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې سيالې لوبډلې ته د اوه نوي منډو هدف ورکړ، چې دغه هدف شينوارو اليون لوبډلې په اسانې سره د لوبې په شپاړلسم اور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی اصف ونومول شو،چې د خپلې سيالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې سوځولي و.
یادونې وړ ده، ددغو سیاليو څخه موخه د ننګرهار او په ټوله کې د افغانستان د کورني کرکټ پياوړتيا بلل شوې ده