کور / راپور / دبېلاووټ زرغون بڼ

دبېلاووټ زرغون بڼ

جګړه هرڅه ته زيان رسوي تيرو جګړو او ناخوالو افغانستان ته په هره برخه
کې ژور زيانونه ورسول ،دجګړې له امله دبشري ناورين ترڅنګ په کې ډير فزيکي
بنسټونه هم ونړيدل ان تر دې چې ددې هېواد طبعي شتمنيو او ښکلاته په کې
زيان ورسيدلو ،هرڅه چور اوتالان شول،دهرچاپه خپل سرې واکمنۍ کې داسې
ناروا کړنې ترسره شوې چې په بشري تاريخ کې يې ډيرې کمې بېلګې ليدل
کيږي.انسانان ،حيوانات او نباتات په کې تباه شول.
ددې خاورې دښمن په دې هېواد کې گڼ شمير ډلې پيدا کړې هرډلې ته يې ځانګړې
دندې ورکړې ،چا انسانان وژل ،چا دهېواد بنسټونه نړول ،چادهېواد ملي شتمنۍ
لوټلې ،چادهېواد ملي اثار پلورل ،چا دنفاق اچونې لپاره کارکولو ،چا دولتي
ځمکې غصب کولې ،چا ځنګلونه وهل اوچا ددې هېواد ښکلي او تاريخي زرغونې
سيمې تخريب اوتالان کولې.
که تيرو جګړو ته دعبرت په موخه کتنه وشي هغه مهال ګڼ شمير تاريخي باغونه
تالان او يا وسوځول شول ،خوست دافغانستان په سرحدکې پروت ولايت دى ،ښکلې
او زرغونه جغرافيه لري ،په جغرافيه کې يې يو شمير تاريخي باغونو لکه
بېلاووټ باغ ،مېلمه کوټ باغ ،فارم باغ،وزيرباغ،پروژې باغ،سيګۍ باغ،سموات
باغ او بادام باغ شتون درلود ، دا داسې باغونه وو چې له نورو ولايتونو
څخه به خلک ورته دليدو په موخه راتلل په ټوليزه توګه هر بڼ ټولنيز ،
اقتصادي او تاريخي اهميت درلود په دې وروستيو جګړو کې ورته له هر اړخ څخه
زيات زيان ورسيدو يوشمير باغونه خو په هراړخيزه توګه تخريب او تالان شوي
دي خو کوم يې چې پاتې دي ،اوس رغول کيږي.
يو هم دبېلاووټ ښکلى اوتاريخي بڼ دى دغه ښکلى تاريخي بڼ
د١٣٣٥تر١٣٤٣لمريزو کالونو په جريان کې دپکتيا دانکشافي پروژې په چوکاټ کې
دالمان هېواد په مالي تمويل سره په ٨٥جريبه ځمکه کې زرغون شوى،چې په کې
ميوه لرونکې او زينتي ونې لکه الوکاټ ،نارنج،زيتون ،مڼې،الوچې ،زردالو او
ناک روزل کيږي ،په دې وروستيو جنګونو کې يې سخت زيان وليد ډيرې برخې يې
غصب شوې وې چې په دې وروستيو څلورو کالونو کې ترډير بريده له غصب خلاصې
شوې.

دڅلورو کالونو راپدې خوا خوست ولايتي ادارې دنورو لومړيتوبونو ترڅنګ
دتاريخي باغونو احياء ته توجه زياته کړه ،په دې تړاو يې دکرنې اومالدارۍ
وزارت ته ګڼ شمير وړانديزونه وکړل ،مګر دکرنې اومالدارۍ وزارت په دې برخه
کې پاتې راغى ،خو ولايتي ادارې خپل تلاشونه ګړندي وساتل ،دهمدې تلاشونو
په پايله کې دټولنې نښلونې موسسه دې ته وهڅول شوه ترڅو دتاريخي باغونو
درغونې په برخه کې همکاري وکړي،هماغه وو چې په دې وروستيو کې يې دبېلاووټ
تاريخي بڼ ورغولو چې په دې سره دخوست اداره او ولسونه ډير خوښ شول.
دخوست تاريخي بارغونه ټولنيز ،اقتصادي او تاريخي اهميت لري، ځکه همېشه
ددغه ولايت ولسونو ترې ديووالي ،سولې او خوښيو دټغرونو ،دځوانانو دلوبو
بلکې په ګڼ شمير نورو ګټورو پروګرامونو کې ګټه پورته کوي ،څوک په کې
دخوښۍ پروګرامونه جوړوي ،څوک په کې مېلې کوي ،څوک په کې دجمعې ورځې تفريح
کوي ،څوک په کې قومي جرګې کوي،څوک په کې دعامه پوهاوي غونډې جوړوې اوڅوک
مېلمانه ورته دسياحت په موخه راولي اوڅوک په کې يادګاري انځورونه اخلې
،دخوست هربڼ خوست ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده، همدا لامل دى چې دخوست اداره
ددغه باغونه احياء او رغونه خپل کاري لومړيتوب ګڼي.
دخوست اداره او ولسونه دکرنې اومالدارۍ له وزارت او ټولوهغه مرستندويه
ټولنو څخه چې دکرنې په برخه کې کارکوي غوښتنه کوي چې ديادو باغونود اساسي
احياء په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.