کور / راپور / د افغان محصلینو عمومی شوری پاکستان غونډه وشوه

د افغان محصلینو عمومی شوری پاکستان غونډه وشوه

د اطلاعاتو د مخه تیره ورځ په ستر ښار اسلام اباد کې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو عمومي شورا پاکستان غونډه وشوه غونډه کې د عبد الله سعید، حضرت الله رحیمي، هارون زاخیلوال، ،محب کاموی، محب هارون مهمند ،جمال الدین کبیر، داود محمدی، طارق نجیبی،واکمن صافی عبدالرحیم صافی او اسد عطار په شمول د ګومل، پیښور ،نوښار،اکوړه خټک، مردان ، صوابی ، فیصل اباد ، ملتان ،لاهور او اسلام اباد د افغان محصلینو استازو ګډون وکړ. ددی تر څنګ تیرکال د پاتی شوو اتحادیوو نماینده ګانو ته پکی عضویت ورکړل شو. د غونډې ګډونوالو د سفارت ګڼ شمیر مسولینو سره ملاقاتونه وشول هغوي ته د شوری تیر شوي کال په فعلیتونو بحث ورسره وکړو ، او د ټول پاکستان افغان محصلینو د مشکلاتو نه یی هم خبر کړل . د سفارت نمینده ګانو د شوری سره خواښوګي اظهار وکړو او د داسی غونډو غوښتنه یی هم وکړه.

د غونډی ګډونوالو د شوری د تاسیس نه را پدی خوا د شوری په فعالیتونه، راروان ۳ میاشتنی پلان او په پاکستان کې د افغان محصلینو د عمومي مشترکو سترو مشکلاتو د خاکی په اړه وړاندیزونه او نظرونه شریک کړه. او د یو لړ مشورو وروسته یی یو پریکړه لیک صادر کړ چې له مخی به یی شوری په راتلونکی کې عمل کوي.

یاده دی وي دغه شوری تیر کال لومړی ځل د پاکستان په سطحه د افغان محصلینو د ستونزو هوارولو او د محصلینو تر مینځ د هم اهنګی د را منځته کولو په موخه د پاکستان په پوهنتونو کی د افغان محصلینو د ټولنو او اتحادیو د مشرانو او استازو د اتحاد څخه رامینځه ته شوی چی په پاکستان کی د افغان سفارت لخوا تایید شوی ده.

راپور :ـ حضرت الله رحیمي جنرل سکرټري د افغان محصلینو عمومی شوری پاکستان