کور / کره کتنه / ډېرى ځوانان په انټرنيټي نړۍ کې ډوب دي

ډېرى ځوانان په انټرنيټي نړۍ کې ډوب دي

د بدلون په لسيزې کې د هېواد گن شمېر ځوانانو له ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک، ټويټر، سکايپي ، يوټيوب او… همدشان دې ته ورته نورو بريښناييزو ويبپاڼو ته په اسانۍ سره لاسرسۍ پيدا کړ نه يوازې د خپل هېواد په اړه يې بشپړ معلوماتو ترلاسه کړل بلکې د ټولې نړۍ له وګړو سره په اړيکه کې شول او د انټرنېټ نړيوال جال په واسطه سره ونښلول ترڅو دوى په خپلو منځونو کې سره وپيژني د څو ثانيو په جريان د نړۍ له هرې برخې څخه معلومات تر لاسه کړي د ټولو معلوماتو تر لاسو کولو يوازينې ذريعه انټرنېټ ، موبائيل ، فکس کمپيوټر او … د ژوند نور اړينو وسايلو پرمټ خبرېدلى شي.
نو ځکه ځوانانو ورته توجه ډېر شوې او ورځې تربلې يې مينه او دلچسپي ورسره زياتيږي چې په فيس بوکي نړۍ کې يې د ځوانانو شمېر خوار زيات دى چې هر شيبه په کې په مېليونونو ځوانان د خپل ذوق مطبق ليکنې، مقالې، رپوټونه ، شعرونه ، اډيو او ويډيو ګانې او همداشان د ځوانۍ پربېلا، بېلو سټايلونو کې تصويرونه اپلوډ کول يې د کار د پيل لومړيتوب ګرځيدلى دى.
اوسني ځونان بايد په نننۍ عصري ټيکنالوژۍ ځانونه پوهه کړي ځکه چې اوسنى عصر د انټرنېټ او کمپيوټر ده هره اداره که هغه دولتي او يا عير دولتي ده لومړى په کې شرط کمپيوټر ، انټرنېټ او انګليسي ده ځکه چې اوس د دندې د پيداکولو لومړنى شرط دغه درې شيان دي څوک چې پردغه دريو واړو پوهه وي نو دغه شانته شخص کولى شي چې په هره اداره کې کار وکړي او په هره دولتي او عير دولتي اداره کې د ځان لپاره دنده موندلى شي ځکه چې هر اداره په اوس وخت کې په لومړي قدم کې دغه دريو شيانو ته اړتيا لري.
موږ او تاسې ځينې ځوانان وينو چې د فيسبوک ، ټويټر او يا سکايپي څخه په سم ډول سره ګټه پورته کوي داسې څخه له خپلو ايډيو څخه اپلوډ کوي چې په هغې سره په ټولنه کې مثبت بدلون ته لاره هواريږي ډېر داسې څه په کې خپاروي چې په ليدو يې د ورځيني ښه ژوند تريدلو لارې چارې په کې ښودل شوې وي او هم يې اذهان مثبت فکر ته هڅول کېږي، زما په نظر دا ډول ځوانان بايد تل ونزول شي.
ځينې يې بيا داسې خود غرضه ، ځنځيري مافياګرې کړۍ هم په فيسبوکي نړۍ کې شتون لري او هم يې ورسره بلدتيا پيدا کړې چې ترې سالمه استفاده نه کوي ، يوازې او يوازې د ښو شخصيتونو توهين کوي او په ډېرى مخورو مشرانو پسې سپکې سپورې کوي ،بې ځايه ويډيو ګانې او د بې ځايه تصويرونو اپلوډ کول يې کار ګرځيدلى وي ، زياتره پوسټونه يې دروغجن او توهينونکي وي چې هغه يې په ارزښت او کارونه باندې نه پوهيږي، چې ستر لامل يې دهر چا لاس رسۍ دي.
د بدلون په لسيزه کې ځوانانو هر ډول پرمختګونو ته زمينه مساعده کړه چې دوى وکولى شول چې په هېواد کې دننه او هم د هېواد بهر زده کړې وکړي، چې ځينو يې په خپله خاوره کې د ليسانس څخه نيولې تر مسټرې پورې ځينو نورو يې بيا د خپلې خاورې څخه بهر د ليسانس، مسټرې او… هم زده کړې تر سره کړې چې اوس الحمدالله اکثره يې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې بوخت دي.
ځينو د ګوتو په شمار کسانو ته بيا داسې طلايي چانس په لاس ورعى چې د دوولسو او يا د شپاړسو کالونو درس يې په دوو ورځو کې بشپړ کړ او د دوولسم او ليسانس اسناد يې په دوو ورځو کې تر لاسه کړل چې اوس يې په لاسونو کې ګرځوي او خپل نوم هم نه شي ليکلى.
دولت بايد د معارف په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي ځکه چې يوازې تعليم ده چې ولسونه له هرډول ستونزو او مشکلاتو څخه په امن کې کولى شي که چېرې خپل اولادونه د علم په زيور سمبال کړو نو هېڅکله دغه ځوانان بيا د قلم پرځاى ټوپک ته ارزښت نه ورکوي نو کله مو چې د ټوپک د شپيلۍ څخه ځوانان په امن کې کړل نو په هېواد کې مو سوله امن ته لاره هواره کړه په ټولنه کې ځوانان د بل هر قشر څخه مهم رول لوبولى شي او هم ټولنه د هرډول پرمختګ څخه برخمنه کولى شي.