کور / راپور / د ويښ ځوانانو غورځنګ د پاکستان د وروستيو بريدونو پر وړاندې غبرګون وښود

د ويښ ځوانانو غورځنګ د پاکستان د وروستيو بريدونو پر وړاندې غبرګون وښود

د ويښ ځوانانو غورځنګ لخواد پاکستان د وروستيو بريدونو او ډېورنډ کرښې ته څېرمه د تاسيساتو د جوړېدو پر وړاندې غبرګون وښودل.
دغه غبرګون په مزار شريف ښار کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ په مشرۍ د يو شمېر مدني ټولنو لخوا نن (د غويي په ۲۷مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وړاندې شو.
په شمال زون کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ مشر ذبيح الله احساس د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې پاکستان له تېرو څو کلونو د ډيورنډ کرښې د رسمي کېدو لپاره هڅې کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر افغان پوستو د پاکستاني ځواکونو بريد او همدا راز د ډېورنډ پر کرښه د اغزن سيم د تيرولو موضوع د پاکستان د ياد شوي سياست يوه برخه ده.
هغه له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د دا ډول اقداماتو مخه ونيسي.
احساس وويل: (( مونږ ټول په دې پوهېږو، چې ډېورنډ کرښه هېڅ ډول رسمي بڼه نه لري، دا يوه تپل شوې کرښه ده، تر اوسه هېڅ افغان دولت په رسميت نه ده پېژندلې، نو اوس چې افغانستان کې د ټاکنو بهير دی، او دولت په دې برخه کې مصروف دی، پاکستان د دا ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي پر افغان دولت فشار راوړي)).
د هغه په وينا، پاکستان پوهېږي، چې په افغانستان کې د يوه قوي دولت په منځته راتلو، افغانان خپل هغه حق بيرته غواړي، چې اوس يې هغوی خوري.
د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي ډاکټر غلام رسول ملکزي په تېرو کلونو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت دريځ وستايه او زياته يې کړه، چې ولسمشر حامد کرزي څو څو ځله په مستقيم او غير مستقيم ډول ډېورنډ کرښه غير قانوني بللې ده.
ملکزي د افغان ځواکونو هڅو ته په اشارې وويل، چې دغو ځواکونو د پاکستاني عسکرو حملې ته په مېړانې ځواب ورکړ او د هغوی د وړاندې راتګ مخنيوی يې وکړ.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: (( که پاکستان هڅه کوي، چې په دې ډول کړنو سره ډېورنډ ته رسمي بڼه ورکړي، نو خپل دا خوب دې اوبو ته ووايي، د دې کرښې په اړه به ولسونه پرېکړه کوي نه حکومتونه)).
د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر افغان خاوره بريد وکړ، چې له امله يې د دواړو هيوادونو تر منځ څو ساعته جګړه رامنځته شوه.