کور / نثر / د غوره پښتونولۍ يو غوره تړون

د غوره پښتونولۍ يو غوره تړون

پښتو ورځ
غبرګولي ٨ (د مۍ ٢٩)

راتلونکې پښتو ورځ د غبرګولي ٨، ١٣٩٣ (د مۍ ٢٩، ٢٠١٤)

پښتو ورځ را روانه ده، تلوسه مو پاى ته په رسېدو ده، يوازې يو څو ورځې ورته پاتې دي. پښتو ورځ هر کال د غبرګولي په ٨ (د مۍ په ٢٩) په ټوله نړۍ کې پښتانه په ډېرو ولولو سره لمانځي.

ولې د پښتو ورځ؟
د پښتو ورځ يا دېته ورته نورو نومونو، پښتنو ته د يوې ورځې پيلولوخوځښتونه له څو کلونو راهيسې پيل شوي وو. دغه احساس په هغه پښتنو کې ډېر ګړندى ليدل کېږي چې له خپل ګران هېواد څخه بهر ژوند کوي. پښتو ورځ پښتو ته د خلکو پام را اړوي او د پښتو پرمختګ ګړندى کوي، د يو بل تر منځ د لا پېژندګلوۍ، مينې او محبت لامل ګرځي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي، ددې ورځ غونډې د اروايي تسکين لامل ګرځي او د “هومسيکنس” په ډول ناارامي له منځه وړي. له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هوار وي. پښتانه د پښتو پر ورځ خپلې ستونزې، اسانتياوې او لاسته راوړنې سره شريکوي.

پښتو ورځ څنګه ياده کړو؟
تر ټولو غوره داده چې پر دغه ورځ تاسې نورو ته د پښتو ورځې يادونه وکړئ. هڅه وشي چې خپل نوى ژوند، نوى کاروبار، نوې دندې او داسې نور… د پښتو پر ورځ پيل کړي. ځوانان او پېغلې دې د پښتوپه ورځ، د نوي ژوند بنسټ کېږدي. ښاغلي شتمن پښتانه دې، د پښتو په ورځ اولنومره زدهکوونکي، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازوي. د ښځو ګډون ته دې ځانګړى پام وشي، هڅه دې وشي چې د پښتو په ورځ هر پښتون د نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي. له خپلې کورنۍ سره راټول شئ ، يا په خپل کور يا دفتر يا کاروبار ځاى کې مېلمستيا جوړه کړئ ،خپل خپلوان، ګاونډيان او ملګري راوغواړئ او د پښتو او پښتنو په هکله په ګډه څه شريک کړئ. په کوڅه، کلي، ښار، هېواد او سيمه کې په هرډول چې تاسې اوستاسې ملګري يې غواړئ له نورو سره غونډې وکړئ.

پښتوورځ دهرچاده
پښتو ورځ دټولو ده، په هرځاى کې چې هرڅوک يې هر ډول يادول غواړي د خپل مسلک او يا بلې هرې غوښتنې يا کړووړو سره يې جوړولاى او ترسره کولاى شي، د خپلې خوښې بلنې ورکولاى شي، هيڅوک يې د هيڅ ډول انحصار واک نلري، دا په رسمي او غيررسمي، ځانګړې او ټوليزه توګه يادېدلاى شي. خو اړينه ده چې دغه ورځ دهمدې ورځې په ٢٤ ساعتو کې له نورو سره يوځاى ياده کړئ.

دپښتوورځ اداري جوړښت
پښتو ورځ هيڅ اداري جوړښت، مشرتابه، استازى يا د څارنې کوم پلاوى يا ډله نه لري، ټول مينهوال ددې ورځې وارثين دي، خو په دې اړه راټول شوي کسان که غواړي نود غونډې د مشرتابه وياړ يو چاته وربخښلى شي.

دپښتوورځ لګښت
د پښتو ورځ هيڅوک، په هيڅ ډول د موسسې او انجيو په ډول نه شي کارولى او هيڅ داسې پروژه نه شي ترلاسه کولاى چې د هغې موده له يوې ورځې څخه ډېره وي، خو هرڅوک په هرځاى کې کولاى شي چې د پښتو ورځې لپاره چنده يا مرستې راغونډې کړي، او بيا يې په خپله خوښه د پښتو ورځې په وياړ يا خو په کومه غونډه يا ميلمستيا ولګوي او يا يې کومې بلې موسسې ته ورکړي. هر څوک چې د پښتو ورځ په هر ډول يادوي، لګښت يې پر خپله غاړه دى ، هر څوک په هرډول، له هرځاى څخه ددغې ورځې د يادولو لپاره مالي مرسته ترلاسه کولاى او پخپله خوښه لګولى شي او هيڅ داسې پروژه نه شي ترلاسه کولاى چې موده يې له يوې ورځې څخه ډېره وي.

د نورو مالوماتو لپاره http://www.facebook.com/pashtowraza ، او نورې اړوند، پاڼې، ويبلاګونه وګورئ.