کور / ترخې خبري / یوویشت کاله دمخه د ثور میاشتې ځینې پیښې

یوویشت کاله دمخه د ثور میاشتې ځینې پیښې

د تاریخ پاڼه

۲/۲/ ۱۳۷۲
خورې ورې جګړې شته .دواړه خواوې یو لوی جنګ ته تیاری نیسي ،دتنظیمونو ځینې مشران شاید سبا غونډه وکړي .
ها خوا په ښار کې شبنامې خپرې شوې چې سر له ۴/ ۲/ ۱۳۷۲ نیټې څخه په ښار اقتصادي او پوځي کلابندي پیل کیږي
خلک حق نه لري له خپلو کورونو څخه راووځي او ټولې لارې تړل کیږي.
نوازشریف چې پاکستانیانو دکابل فاتح لقب ورکړی دخپل واک لپاره پراخې هلې ځلې کوي .په کابل کې نرخونه لوړ شوي : داوړو ۸۰ کیلویي بوجۍ په ۲۲ زره افغانۍ ده.

۴/ ۲/ ۱۳۷۲
دښار نظامي او سیاسي حالت خراب دی .په پروان او کاپیسا کې دحزب او جمعیت ترمنځ جګړه ده. وروسته له یوکال ځنډ زما یو طنز او یو شعر په کابل اوونیزه کې خپاره شول چې داوسني حالت په اړه دي خو دوی نه ورباندې پوهیږي.
۵/ ۲/ ۱۳۷۱
نن کابل ښار ته دمجاهدینو د ننوتو لومړۍ کالیزه ده. په ټول ښار برښنا بنده شوه،دپخواني اخطار له مخې ټولې اکمالاتي لارې بندې شوې ،حکمتیار ویلي دي چې کابل ښاریان باید د دولت په ضد را پورته شي او پرې نه ږدي چې جنایتکاران پرې حکومت وکړي .ښاریان وایي حکمتیار په موږ ځان ته حکومت ګټي موږ د ټوپک له ویرې دخولې دخوځیدو جرآت نه لرو.
۸/ ۲/ ۱۳۷۲
نن داسلامي انقلاب دلومړۍ کالیزې جشن دی . . په ټول ښار برښنا بنده ده، ټولې اکمالاتي لارې بندې دي .ډیره قیمتي ده یو ګیلن ډیزل په ۳۵۰۰ یوه بوجۍ اوړه په ۲۴۰۰ او یو پیپ غوړي په شل زره افغانۍ دي.
دجګړې دجنایتکارانو جنایتونه ورځ په ورځ بربنډیږي وایي په یوه کانتینر کې ټوپکیانو دیوې ځوانې میرمنې پښې دکانتینر په یوه او بل دیوال پورې تړلې وې او هر یوه په وار سره جنسي تیری پرې کاوو،داښځه په دغسې حالت کې مړه شوه.او د ده بوري په سیمه کې یوه سړي په یوه کانتینر کې مړي لیدلي و،چې دخښتو په څیر ځای پرځای شوي وو.
۹/ ۲/ ۱۳۷۲
پرون داسلامي انقلاب لومړۍ کالیزه دیوې غونډې په جوړولو سره ولما نځل شوه ،برق هم راغی ،وایي دپیر سید احمد ګیلاني اړوند دملي اسلامي محاذ ډلې قطع کړي و،دولت سل لکه افغانۍ ورکړې برقونه یې له اسارته را پریښودل دا لومړی ځل نه دی چې دمجاهدینو بیلابیلې ډلې برقونه برمته کوي وخت په وخت په ښار برق قطع کړي او بیا له دولته پيسې غواړي .
۱۲/ ۲/ ۱۳۷۲
دثور په ۱۰ نیټه په جلال آباد کې دجهادي رهبرانو غونډه جوړه شوه خو تراوسه یې دچوکیو په ویش کې کوم پرمختګ نه دی کړی،جمعیت په دفاع وزارت ټینګار کوي او نورو تنظیمونو ته یې نه ورکوي او په ښار هره ورځ توغندي اوري.
۱۴/ ۲/ ۱۳۷۲
په جلال آباد کې دجهادي رهبرانو غونډه دوام لري خوپه ښار کې درنده جګړه هم روانه ده څوک نه پوهیږي دا توپونه او راکټونه څوک او له کومې خوا ولي.
استاد توتاخیل د پخواني جنرال کبیرکارواني له خولې کیسه وکړه چې دلته یې کټ مټ نه بلکې یوه برخه رااخلم:کبیر کارواني یووخت د کندهار قول اردو قوماندان او بیا دلوی درستیزشهنواز تڼي ددفتر ریس و.دی وایي چې زه په پنجشیر دره باندې دافغان او روسي ځواکونو دګډو عملیاتو قوماندان وم.موږ په دغو عملیاتو کې ډیر ژر پرمختګ وکړاو ستر مرکز ته ورنږدې شوو.یرغل په مخ روان و او زه چې دجبهې قوماندان وم د احمدشاه مسعودقرارګاه ته ډیر نږدې شوی وم ،یوازې څو دقیقې پاتې وې چې دغه قرارګاه او پخپله مسعود ژوندی ونیسو په دې وخت کې دروسي ځواکونو موقت قوماندان مارشال سکلوف په مخابره کې دتوقف امر راکړ دهغه دډیر او پرله پسې ټینګار په وجه عملیات موقتآ وځنډول شول او موږ پخپلو مورچلو کې پاتې شوو،زه حیران وم چې ولې دبریالیتوب په وخت کې دا ډول ټینګار کیږي څو شیبې وروسته نوموړی روسي قوماندان دهلیکوپتر په وسیله راورسید،ماته یې وویل چې زه دمسعود قرارګاه ته ځم. ماورته وویل ته حتمآ لیونی شوی یې.دا امکان نه لري موږ هغه اشغالوو ته بیا وروسته ورشه.خو هغه نه منله په پای کې یې دالوتکې پیلوټ او نورکارکوونکي تبدیل او پر ځای یې روسان موظف کړل او له ماڅخه یې هم هیله وکړه چې له دوی سره ولاړ نه شم.ما هغه ته اجازه نه ورکوله خو هغه له مسکو څخه درالیږل شوي تلګرام متن راته وښود. له یو یا دووساعتونو وروسته روسي مارشال بیرته راوګرځید او ماته یې د په شاتګ امر وکړ.ما دهغه امر نه مانه په پای کې ماته خپلې افغان قومانداني د عقب نشني امر راکړ او موږ بیرته په داسې حال کې چې ډیر حیران و،راوګرځیدو.کبیر کارواني د ۱۳۶۸ کال دحوت په ۱۶ یا ۱۷ نیټه په دارالامان ماڼۍ کې دډاکټر نجیب پرضد دتڼي دکودتا په وخت ووژل شو او دا کیسه یې په ۱۳۶۴ کال کې کړې وه.
۱۵/۲/ ۱۳۷۲
دټولو سترګې جلال اباد ته دي هیڅوک نه پوهیږي سبا به څه پیښیږي جګړه که سوله؟
دجلال آباد خلکو او مجاهدینو درهبرانو دغونډې ځای کلابند کړی او له دوی څخه یې په جدي توګه غوښتي چې دمسلې تر وروستي حل پورې له غونډې څخه ونه وځي.د بي بي سي دخبر له مخې داځل رهبران په جلال آباد کې بندیان ساتل شوي دي.
۱۷- ۱۸/ ۲/ ۱۳۷۲ شپه ۱۱ بجې
سخته جګړه روانه ده هره دقیقه زموږ په شاوخواکې یو راکټ لګیږي له هرې خوا یوې بلې خواته درندې وسلې ویشتل کیږي برق هم په ټول ښار کې نشته ،تیاره خوره ده ، یوازې دمرمیو او دراکټونو دلګیدو له امله داورونو رڼا هر خوا معلومیږي .مړه به شو خو ډیر بې ځایه.

۱۸/ ۲/ ۱۳۷۲
په پروان کاپیسا او کابل کې سخته جګړه روانه ده کابل راډیو هره ورځ په پروان کاپیسا کې دحزب اسلامي دغړو دتسلیمي خبرونه خپروي.
ها خوا په جلال آباد کې دجهادي رهبرانو غونډه دننګرهار دخلکو تر کلکې څارنې لاندې دوام لري هغوی رهبرانو ته اخطار ورکړی که دوی سره جوړ نه شي هغوی به پخپله دهیواد د راتلونکي برخلیک په اړه پریکړه وکړي.
۲۰/ ۲/ ۱۳۷۲
نن هم جګړه ده زموږ دکور په خواکې دمرمیو په لګیدو سره یوه پارچه زموږ په خونه کې هم ولګیده ښیښې یې ماتې کړې خو نور دخدای(ج) فضل و ،خیرت و.په کابل ټولې اکمالاتي لارې بندې دي یومن اوړه په ۳۵۰۰ یومن پیاز په ۶۰۰۰ یومن کچالو په ۴۰۰۰ یو ګیلن ډیزل تیل په ۴۰۰۰ افغانې دي او دنورو موادو بیې هم په حیرانوونکي ډول لوړې شوې دي ،برق نشته دولت وایي چې دحکمتیار ډلې برقونه قطع کړي دي.
۲۱/ ۲/ ۱۳۷۲
په جلال آباد کې دجهادي رهبرانو غونډه دننګرهار دخلکو تر کلکې څارنې لاندې روانه ده .خو دا خلک لا نتیجې ته نه دي سره رسیدلي ته به وایې چې دهیواد په ډیرو مهمو مسلو له خارجي ملکونو سره خبرې کوي رباني وایي چې حکمتیار دې له پارلمانه دباور رایه واخلي حکمتیار وایي چې زه حل وعقد شورا او دهغې پارلمان نه منم ځکه دیوه تنظیم شورا ده او مهم وزارتونه دې دشوراګانو په سیستم رهبري شي .ګیلاني وایي چې یوه لویه جرګه دې جوړه شي.مولوی محمدنبي محمدي وایي چې حکمتیار او مسعود باید دواړه له خپلو دندو لاس په سر شي .ټول یوبل ته غله دي استاد سیاف چې تیره اوونۍ له جلال آباده کابل ته له مسعود سره دخبرو په پلمه راغلی و،دلته غلی دی او بیرته نه ولاړ.البته په اړه یې آوازې هم شته څوک وایي په لاره نیول شوی او وژل شوی څوک وایي له مخالفې جهادي ډلې سره اسیر دی
نور رهبران خلکو محاصره کړي او وایي ترڅو چې سره جوړ نه شي له جلال آباده دتلو اجازه نه ورکوي.دلته دښار په لویدیځ کې سخته جګړه روانه ده.
یادونه: دلته دپارلمان یادونه وشوه، پارلمان له کومه شي، پارلمان نشته د اهل حل وعقد شورا څو تنه وټاکل استاد رباني هغوی ته پارلمان وایي.
۲۲/ ۲/ ۱۳۷۲
پرون اونن جګړه ډیره سخته شوه شورای نظاراو اتحاداسلامي له یوې خوا او حزب وحدت اسلامي له بلې خوا جنګیږي ویل کیږي حکمتیار او د دوستم یوه ډله جنرال مومن هم په جګړه ورګډ شوي دي دښار په ډیرو برخو کې راکټونه ولګیدل ډیر خلک یې مړه او زخمیان کړل.
۲۳/ ۲/ ۱۳۷۲
جګړه تر پرون شدیده ده هره خوا ژړا او فریادونه هره خوا مړي او ټپیان.
نن زموږ په شل متري کې راکټ ولګیده خو موږ ته یې کوم زیان ونه رساوه.دښار له هرې خوا لوګي او اورونه پورته کیږي.کابل ژاړي. په جلال آباد کې دجهادي رهبرانو غونډه دننګرهار دخلکو تر څارنې لاندې روانه ده.

۲۴/ ۲/ ۱۳۷۲
کابل ښار بیا دسختې جګړې مرکز و.دشمال قوتونو هم په جګړه کې برخه اخیستې او ځینې پوستې یې خلع سلاح کړې دي.له پرونه راهیسې دپل خشتي جومات خواته اور بلیږي او ټوله شپه یې لمبې معلومیدې.بې شمیره توغندي لګیږي نن په ۱۱ بجې زموږ دکور مخې ته یو توغندی ډیر نږدې ولګیده دخدای(ج) فضل و، ونه چاودید که نه موږ به اوس ژوندي نه و.زه په دې ورځو کې په کور کې تاریخي کتابونه مطالعه کوم.
۲۵/ ۲/ ۱۳۷۲
دښار په مرکزي برخه میوند واټ او پل خشتي جومات شاوخوا څو پوړیزې ودانۍ چې دری ورځې دمخه یې اور اخیستی و،اوس هم سوځي ،تور لوګي ترې پورته کیږي او یو په بل پسې ړنګیږي.
۲۶/ ۲/ ۱۳۷۲
اوس چې زه دا کرښې لیکم په ټول ښار توغندي اوري په پروان مینه همدا اوس دتوغندیو ضربوي انداخت وشو جیټ الوتکې هم دښار په دننه کې ددښمنو ځواکونو مورچلونه بمباروي حالت ډیر کړکیچن دی او وضعه له کنتروله وتلې ده،دجلال آباده غونډه تر اوسه ناکامه ده.
۲۹/ ۲/ ۱۳۷۲
پرون اونن تر بل هر وخت جګړه شدیده وه اورونه بلیږي کیدای شي په قوای مرکز سیمه کې دامنیت روغتون اور اخیستی وي په جلال آباد کې رهبران تر یوه حده موافقې ته رسیدلي خو کابل لا په لمبو کې سوځي.
۳۰/ ۲/ ۱۳۷۲
دبي بي سي دغرمنیو خبرونو له قوله په جلال آباد کې رهبران وروستۍ پریکړې ته رسیدلي دي او کابینه یې اعلان کړه رباني نن پاکستان ته ولاړ سبا ممکن بیرته کابل ته راشي.خو همدا اوس په کابل کې سخته جګړه روانه ده دآسمایي غره پر سر دوو ځایونو اور اخیستی هلته وسلې او مهمات انفجار کوي او شاوخواته مرمې بادوي مرمۍ په ښار کې دخلکو په کورونو لګیږي،د دولت الوتکې دحزب اسلامي او حزب وحدت سنګرونه او سیمې بمباردوي.
دمازدیګر څلور بجې
که دصدراعظم صاحب در اکټونو له امله دآسمایي غره او ټلویزیون غونډۍ اور اخیستی جمهور ریس صاحب او دفاع وزیر صاحب هم تر چا کم نه دي همدا اوس په همدغه استقامت د دهمزنګ او چهلستون په شاوخواکې دیوه ستر اور بې شانه لمبې او لوګي راپورته کیږي همدارنګه دمکروریانو او افغانستان راډیو خواته هم اورونه بل دي الوتکې پرله پسې بمباري کوي.
۳۱/ ۲/ ۱۳۷۲
دجلال آباد غونډه پای ته رسیدلې او هوکړه هم شوې ده خو سخته جګړه دوام لري معلومیږي چې څوک دجلال آباد پریکړې نه مني اوضاع له کنتروله وتلې ده بی بی سي راډیو دسره صلیب په حواله رپوټ ورکړ چې دا څو ورځې تر ۱۵۰۰ زیات کسان مړه او د۸۰۰۰ په شاوخواکې زخمیان دي دا هغه شمیرې دي چې دسره صلیب روغتون ثبت کړې دي هغه چې اوس هم په لارو سړکونو او کوڅو کې پراته دي په دې شمیره کې نشته.
سمون