کور / سپورټي / کندهار په کرکټ کي د خپلو سيالانو مخکي دئ

کندهار په کرکټ کي د خپلو سيالانو مخکي دئ

په مرکز کابل کي د تېرو څلور ورځو راهيسې د کرکټ د ولايتي سياليو د اتلولۍ لوبي رواني دي، چي تر دې دمه پکښي کندهار مخکښ دئ.

کندهار، کابل، ننګرهار، فارياب او خوست پنځه هغه لوبډلې دي، چي د روانو سياليو په لومړۍ درجه کي ځاى لري.

د کندهار د کرکټ بورډ مشر مسعود رحماني وايي، چي دغه لوبي د مې د مياشتي د ٢٥ نېټې څخه پيل سوي او د راتلونکي مياشتي تر لسمي نېټې پوري به دوام وکړي.

هغه زياته کړه، چي دغه لوبي د افغانستان د دولسو مهمو لوبډلو ترمنځ پيل سوي، ترڅو پکښي اتله لوبډله معلومه سي.

دده په وينا، چي ددې د ولايتي سياليو لپاره د لوبډلو د ټاکلو مخکي هم د ٤٠ لوبډلو ترمنځ سيالي سوي وې، چي څلور يې ورڅخه غوره وټاکل سوې.

رحماني وويل، چي تر دې دمه کار مخ په وړاندې روان دئ او په دوو لوبو کي يې فارياب او خوست ته ماته ورکړې، په داسي حال کي، چي بلي هيڅ لوبډلي دوې لوبي نه دي ګټلي

د ګريډ ون يا لومړى درجه ولايتونو ترمنځ د کرکټ لوبي په کال کي يو ځل په پلازمينه کابل کي ترسره کېږي.

دې لوبو ته د کندهار څخه هم پياوړې لوبډله تللي او هيله سته، چي د نورو کلونو په شان به کندهار دغه اتلولي خپلوي.