کور / راپور / په بلوچستان کي افغان کډوالو د پښتو ورځ ولمانځل

په بلوچستان کي افغان کډوالو د پښتو ورځ ولمانځل

د غبرګولي «۸» مه نيټه چي د مئ د مياشتي د «۲۹» مي نيټي سره سمون خوري او دا ورځ د پښتو ژبي په ورځ نومول سوي ده او هر کال د ګران افغانستان او په نړی کي ميشت پښتانه يي په شانداره مراسمو سره لمانځي ، نو دا ځل په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني له خوا په نوي سرانانو کي د مازديګر پر ( ۵:۳۰ ) بجو ددي پرتمني ورځي په وياړ يوه ستره غونډه ترسره سوه ، چي په کي په بلوچستان ميشت افغان کډوالو ګډون درلود

او دا غونډه پر دوو برخو ويشل سوي وه :

چي په لومړی برخه کي يي دافغان کډوالو مشرانو هر يو په بلوچستان کي دافغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلی ظاهر پښتون ، دافغان کډوالو مشر محمد تادين خان تره کی ، د ځنګل پير عليزي د پنډغالي استازو (ډاکټر عبدالولي مزاري ، خان محمد افغانمل ) ، نوروز خان ماکوزي ، محمد قاسم خان توخي ، محمد طاووس خان معصوم ، ازاد خان زهير ملوک خان نظر زې او داسي نورو مشرانو و غونډي ته ويناوي وکړي او ټولو په يوه خوله پر دې خبري ټينګار وکړ ، چي بايد د پرديو دکلتورنو تر اغيز لاندي را نه سو ، او دا د ټولو پښتنو ملي وجبه ده ، چي بايد د خپلي پښتو د ساتلو داسي خيال وساتي لکه څنګه د خپل ځان خيال ساتو .

موږ په پښتو ژوندي يو او پښتو زموږ غيرت او پت دی .

د غونډي په دويمه برخه کي د يادو مشرانو د خبرو څخه وروسته د ښوونځيو و زده کوونکو ته درېځ وسپارل سو چي د هيواد د تکړه شاعرانو شعرونه او تراني يي د غونډي ګډونوالو ته زمزمه کړي .

د غونډي په اخير کي د غونډې د ګډونوالو له خوا يو پريکړه ليک اعلان سو :

۱ـ هرماشوم ته بايد دخپلي مورنۍ ژبي د زده کړي حق ورکړل سي .

۲ـ پښتو مو هم پت اوهم عزت دي ، ددي عزت ساتل پر موږ فرض دي .

۳ـ و پښتو ژبي ته بايد د عمل جامه ور واغوندو .

۴ـ وهر افغان بچي ته بايد د زده کړې زمينه مساعده سي .

۵ـ چارواکي بايد د ګردي ځنګل او ځنګل پيرعليزي د ماشومانو د زده کړې غم وخوري .

د پورته پريکړه ليک څخه وروسته د ماښام پر (۷) بجي غونډه پای ته ورسيده .