کور / ترخې خبري / ځوانه پاڅه خوب می نه دي درباندي پېرزو

ځوانه پاڅه خوب می نه دي درباندي پېرزو

بیده ځوانه ته ځان ته ځوان مه وایه دځوان امید دځانه مه لره او دځوان دسپیڅلي اوپاکي ارادې هوامه کوه ځکه ته بیده یې ستالپاره خوب بس دی او ستالپاره استراحت مهیم دی ځکه وطن ځوان غواړي اولس دځوان دامید لاره څاري هغه ځوان چی هغه ویښ یي دهغه دویښیدو څخه نړۍ ډاریږي دهغه په ویښیدوکښی نړۍ دنوی فرهنګ نوی تمدون اونوی اختراع کارنامې ویني چی همدالامل دي چی دځوان همدا اصیل اصل ته په کتوسره نړۍ یوډول ویره او یوډول خوښۍ احساسوي .
وېره په دې احساسوي چی ځوان خدای مکړه دخپل خدای ورکړي استعداد له مخي خپل لیاقت ومنفي خواته سوق نکړي او په هغه منفي پدیدو لاس پوري نکړي چی له امله یې دنړۍ پتمنه غېږه متزریره کیږي لکه ښه مثال چی یې روسي اختراع کوونکی میخایل کلاشینکوف وو چی هغه دخپل استعداد له مخي کلاشینکوف دخپلو سرحدونو دساتلو لپاره جوړ کړاما له بده مرغه ترننه یې نړۍ خپله ناامیدي احساسوي ولی چی دنومړی دښې اختراع څخه دنړۍ دهغه عضوي کوم چی نړۍ ته درنګیني جامعې وربخښي دهغه توحین وسو چی هغه انسان دي نوځکه نور نړۍ دځوان ددې ډول اختراع وو څخه معزورت غواړي .
او خوښۍ بیا په دې نړۍ دځوان په راتګ سره کوي چی ځوان به نړۍ ته یوه بله پېرزوینه راوړي او پخپلو انساني لیاقتونو به نړۍ نوره هم درنګینیو او خوشبختیو خواته سوک کړی چی په دې سره نړۍ دتل پاته او اوږد عمر خوښحالي ګالي نو پرهمدې اساس ځوان ځوان دی ځوان ته ځوان ویل کیږی او ضمأ دځوانۍ یې خاص احترام ساتل کیږی مګر هغه بیده ځوان چی نه یې داولسنوژوند مهیم والي بللي وي ، نه یې دخلګو ژوند ته اعتبارورکړي وی او نه یې هم دژوند په معنې سرخلاص وي بس همدا یوه خبره یې زده کړې وي چي (دعلمه سره غم نه غم) بس همدا یی تقیه کلام وی .
چی دځوان داکار خورا مایوسانه دی او دټولني اړتیاو ته په کتو سره دابیخي لویه جفاده نو ویلای سو ددې ډول بیده ځوانانو په راویښیدو کښی کاروکړو او دا افهام ورکړو چی نور ویښ سي حرکت وکړي بدلون رامنځته کړي او دترقۍ لپاره ښه راتلوونکي وسنجوي چی په دې سره به یې کم ترکمه دځوان لقب ځان ته هغه دخلګو په اصطلاح روابللي وی نو ځوان ځوان باید وي ځوان فکرباید ولری او دځوانوهلوځلو پرمهال باید ځوان تهاولات قوی خوزښتونه او نیکي کړني رامنځته کړی چی دابه دځوان لپاره دومره کفایت کوونکي وی چی یاره داځوان ځوان دی ولي چي دځوان نوښت لپاره یی ځوان حرکات کړي دی او ځوان کوښښونه یی کړي دی چی باید همدادځوان لقب ورته مناسیب وشمیرل سی .
نو دغفلت په خوب بیده ځوانه پاڅه لږترلږه یاکم ترکمه خو دومره وکه چی دبیده ځوان لقب دځانه لیري کړه او دیوه ویښ بیدار او هوښیار ځوان دلقب توجع ځان ته راواړوه چی دابه ستاسو لویه همکاري وي دخپل ضمیر پر وړاندي.