کور / سياسي / پر اشرف غني مین نه یم

پر اشرف غني مین نه یم

(پر اشرف غني مین نه یم د وطن غم راسره دی ) هغه خبره ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو په وخت کې به ډیرو وطنپالو افغانانو کوله، ویل به یې موږ په اشرف غني مین نه یو د هغه له غمه مړه نه یو د وطن د پرمختګ غم راسره دی هسې نه تیرې ترخې خاطرې بیا تکرار شي هسې نه افغانستان بیا د تنظیمونو خولې ته ورولویږي او بیا افغانان د غم په ټغر کښیني. موږ د اشرف غني پروګرامونو ته رایه ورکوو هغه زموږ د ناروغ وطن ډاکټر راته ښکاري د همدې سړي په وجود کې وطن جوړیدای شي.
ما به هم که له چا سره خبرې کولې ددې لپاره چې ونه وایي د ځینو نورو کاندیدانو د ملګرو غوندې له ماسره به هم د کومې چوکۍ وعده شوې وي یا به مې پیسې ترې اخیستې وي نو همدا خبره به مې کوله.خو.
خو کله مې چې پخپله ډاکټر اشرف غني احمدزی ولید بیا مې دا خبره نه شوای کولی. تر دې دمخه مې په هره برخه کې د ډاکټر غني، سنجول شوي او غني پروګرامونه لیدلي او اوریدلي و، دده علمي او په استدلال ولاړې خبرې مې اوریدلې وې. خو لا مې دی له نږدې نه و لیدلی لا یې د کار له طرز لا یې له دریابي حوصلې سره بلد نه وم.
ماښام ناوخته راته خبر راکړ شو چې ډاکټر غني غواړي له تاسې څو تنو لیکوالو سره وګوري. د لیدلو پروګرام نیمه شپه برابر شوی و. د شپې څه کم دولس بجې به وې چې له ډاکټر غني سره مو لیدنه پیل شوه. زموږ یو شمیر ملګري د ډاکټر غني له راتګه مخکې خوبوړي ناست و زیاترو د شپې تر دې وخته د ویښ پاتې کیدو حوصله نه لرله.
ډاکټر غني راغی په موسکو شونډو یې له هریو سره په غیږ روغبړ وکړ. پخپله چوکۍ کیناست لومړی یې بښنه وغوښته ویې ویل: وبښئ زه خو بې له هغه هم شپه نه لرم ستاسې د خوب وخت مې در ضایع کړ. بیا یې په شمیرلو کلماتو خبرې پیل کړې. له لنډو خبرو وروسته یې د ناستو کسانو نظرونه وغوښتل. موږ هر یوه یو څه وویل.
ډاکټر غني په دقت، حوصله مندي او خوشحالي زموږ خبرې واوریدې. د غونډې د ګډونوالو د خبرو لنډیز یوه بل کس په کمپیوټر کې لیکه. خو خپله ډاکټر اشرف غني کوم یادداشت نه اخیست یوازې یې غوږ نیولی و.
ما له ځانه سره ویل دده خو به د ګډونوالو ټولې خبرې هیرې وي څنګه به غونډه سره راټولوي او څنګه به ارزونه کوي؟ ځکه خبرې ډیرې او له هرې خوا ګډې وډې وشوې.
ډاکټر غني بلې غونډې ته بیړه لرله. زه یې حیران کړم. په لنډو ټکو کې یې د هریوه غوښتنه، وړاندیز ، نظر او د هغو ځوابونه بیان کړل. زه او ټول ګډونوال یې حیران کړو. په ډیر لږ وخت کې یې ټولې خبرې وکړې او د تللو اجازه یې وغوښته. ډاکټر د شپې په یوه نیمه بجه بلې غونډې ته ولاړ، تلوار یې ځکه درلود چې سبا سهار وختي یې د هرات په لور پرواز درلود.
موږ نیم ویښ نیم ویده ځوانان هم د خپلو کورونو په لوري روان شوو، په لاره مې له ځانه سره ویل، آه که دا مو ولسمشر شي، موږ به څومره بختور یو چې یو داسې جمهور ریس ولرو چې د شپې هم کار راته وکړي.
زما وطن څومره داسې یوه سړي ته ضرورت لري چې شپه ورځ ونه پیژني، حوصله ولري، پوهه ولري، صداقت ولري، پروګرام ولري او د کار او خدمت لپاره شپه ورځ پر ځان یوه کړي.
د افغانستان د یوه پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په اړه مې اوریدلي و چې هغه به هم لږ خوب کاوه، د سهار تر اوو بجو مخکې به یې اقتصادي او امنیتي غونډې چې هره ورځ به له اړوندو مسوولینو سره کیدې، ختمې کړې او پر اوو بجو به یې نور رسمي کارونه پیل کړل د شپې تر ناوخته یې کار کاوه. نو افسوس به مې کاوه چې کاشکې په اوسني وخت کې داسې یو ولسمشر ولرو.
غني چې مې ولید تر هغه بل ډیر راته پرکاره، باحوصله، صادق، پاک نفسه، په وطن مین او ژمن انسان راته ښکاره شو، دا ډیر لوی انسان دی، که موږ دی خپل مشر ونه ټاکو موږ به ډیر بدمرغه ملت یو. که موږ دا ځل هم چانس له لاسه ورکړو که موږ دا ځل هم خپل یو لوی خدمتګار چې هم پوهه لري، هم جرات لري، هم صداقت او وړتیا لري ونه پیژنو او بیا سبا پسې ارمان کوو نو موږ به ډیر بدبخته او ناپوه ولس یو.
غني چې مې ولید اوس دا پورته خبره چې په پیل کې مې کړې وه،نه شم کولی، هم یې پروګرامونه او هم پخپله دی زموږ د وطن لپاره ستر غنیمت دی، راځئ نن یې په قدر پوه شو د خدمت موقع ورکړو.