کور / سپورټي / په کوهاټ کې د کرکټ سيالي وشوه

په کوهاټ کې د کرکټ سيالي وشوه

کوهاټ: د مهاجرينو د نړيوالې ورځې په وياړ په کوهاټ کې د شپاړلس کلنو او نوه لس کلنو ځوانانو تر منځ د کوهاټ په لوبغالي کې د کرکټ پاى لوبه ترسره شوه. د لوبې چار اوڅار د الله مير مياخيل په غاړه ول .د لوبې پيل شپاړلس کلنو ځوانانو ته پچه ورسيد او ١١٢ هدف يې کېښود چې په پاى کې يې له نوه لس کلنو ځوانانو څخه په ١٦ منډو لوبه و گټله . دې لوبې ته په کوهاټ کې ميشت قومونو مشران او مينوال ورغلي ول. د لوبې په پاى کې د ډ الۍ وويشل شوې قومي مشرانو هر يو ولايت خان خوږياڼى ، اول خان مياخيل ، مفتي سيف الرحمن هاشمي ، الله مير مياخيل په وار سره ويناوې وکړي. قومي مشرانو له اړوندو ادارو افغان کمشنريټ ، افغان سفارت ، کونسلګرۍ او نړيوالو موسسو څخه غوښته وکړه چې ددې ځوانو لوبغاړو د لا پياوړتيا لپاره مالي مرسته وکړي څو ځوان لوبغاړي ناهېلي نشي او خپلې لوبې مخ پر وړاند بوځي . ياده دې وي چې نوموړي لوبغاړي به د پاکستان په نورو سيمو کې هم سيالي ترسره کوي