کور / هراړخیز / د نيشاپور شاهين ۱۶

د نيشاپور شاهين ۱۶

پشپال په خپله بستره باندې پروت و چې حماد دګیان په لارښوونه هغه کوټی ته ورغې . پشپال د لاس په اشارې سره ګیان ته دوتلو وویل ،ګیان هم بیرته راستون شو . پشپال حماد ته وویل : « حماده ، دروازه وتړه او زما خبره واوره .»
حماد دروازه وتړله او دپشپال په بستره کیناست اوویی ویل :« ووایه . څه راته ویل غواړې ؟»
پشپال لږ څه فکر وکړ او حماد دتیږو څخه جوړ کړل شوي هغه بتان کتل چې دبسترې ښيي لورې ته ددیواله په منځ کې خوندی شوي و. حمادیو ناڅاپه ټکان وخوړ ځکه چې پشپال پرې نا څآپې غږ وکړ.
« حماده ! ایا ته به د تل لپار په دې حویلۍ کې پاته کیږې ؟»
حماد په مشکوکو سترګو پشپال ته وکتل او ورته یی وویل : « زه به درته ډیر کم تر سترګو شم . کیدې شي ستا له پاره دا خبره نوې وي چې نن ماښام زه له دې ځایه کوچ کوم .»
پشپال ترې په اندیښنې سره وپوښتل « چیرې ځې ؟»
« متهراو ته ځم »
« د څه په خاطر ؟»
« زما کار کلي کلي ، محلي محلي اوښار ښار ته سفر کول دي اوستا دماما دتجارتي شیانو له پاره د قیمتونواو ارزښتونو معلومول دي »
« بیرته به څه وخت راستنیږې ؟»
« هیڅ نه شم ویلې ، کیدې شې چې په اونیو کې اویا په میاشتو کې بیرته راستون شم اویا کیدې شی چې دمتهرا څخه نیغ نګرګوټ ته ولاړ شم »
پشپال دحماد لاس په خپل لاس کې ونیوه او ورته یی وویل :« حماده ! کاشکې ددې حویلۍ په ځآې ته له ماسره په کوم داسې ځآې کې واې چیرې چې ماتاته پرته له ویرې ویلې شواې چې : اې زما وروره ! زما دوسته ! زما محسنه ! ماته دخپل مقدس کتاب هغه برخه واوروه کومه چې تا په هغه سخت باران اوتوپانې هواو کې دځنګل تر منځ داسماعیل په فرمایش اوروله . کاشکې زه هم داسماعیل په څیر ددې دهرم څخه ازاد شم اوستا ترڅنګ و دریږم . اه زه څومره بې وسه او مجبور انسان یم »
په فکرونو کې ډوب حماد په ډیر غور سره پشپال ته کتل : « په دې وخت کې پشپال وویل : «حماد ! حماد! ایا دهغه مقدس کتاب کومه برخه چې تا لوستلې وه ،هغه ستا په رسول صلي الله علیه وسلم باندي د الله تعالي له اړخه نازله شوې وه .؟»
دا ځل حماد د یوه واعظ او لارښود په څیر وویل «هوپشپاله ! هغه مقدس کتاب زما په عربي رسول صلي الله علیه وسلم باندې د الله تعالي له اړخه نازل شوې دې . هغه دچا ددماغ او فکر نه راوتلې نه دې ،هغه دانساني درک او اوهامو د اغیز څخه پورته دې ،دا دژوندانه یوه مکمل قانون دې ، په دې کې د پخوانیو دعبرت د پيښو دبیانولو نه علاوه حرمتونه ، قوانین ، امن ، جنګ ، دمرګ اوژوند لوایح ، دفنا اوبقا ، دژوند او مرګ ……یعنې د هرې موضوع په اړه مکملې لارښوونې موجودی دي . منطق یی ګونګ نه دې ، هر امر او هر حکم په واضحه او څرګنده توګه بیانوي …..»
کله چې حماد خاموشه شو نو پشپال ورته وویل : زمونږ ددهرم خلک وایی چې دمسلمانانو خداې وجود نه لري »
حماد ورته بیا په خبرو پیل وکړ : « خداې شته او هر ځاې موجود دې .هغه څوک دې چې د سپوږمۍ ، ستورو ، او دلمر نظام پرمخ بوځي . او د دې نه علاوه د بحرنو جوش او طغیان او دتوپانو قهر په خپلو ضابطو کې دننه ساتی . څوک دې چې بې اوبو چینې د اوبو نه ډکوي ، څوک دې چې مور ته دبچې دپه غیږ کې د اخیستو او دپلار ته دهغه په سر دشفقت نه ډک لاس کشول ور زده کوي …….
پشپال څه ډاډمن معلومیده ، بیا یی خپل ښيي اړخ ته ایښوول شوو بتانو ته په کتلو سره وویل : « ددوې په اړه څه فکر کوې »
حماد ورته په عاجزۍ سره وویل : « زه دچا ددهرم او مذهب تردید نه کوم . خو دا بتان د سترګو نه ړانده او د غوږونو نه کاڼه دی ، دهغوې سماعت ،دهغوې حرکات او دهغوې ژبې بندي دي ، بیا به نو دا څه ډول خداې وي چې ستاسو په وجودونو ان تر بیخه پورې اغیز شیندي . ایا تاسو ددې ټولو د وخت ، ځآې او جوړونکې په اړه معلومات لرئ ، کله یی چې یو انسان جوړونکې وي نوبیا به دوې چا ته څه ورکړې شي؟»
پشپال په ډیره نا ارامۍ سره څرګندونه وکړه او ویی ویل : « حماد، حماد! زه دخپل دهرم څخه وځم اوستا په درم کې د ورننوتلو ژمنه کوم . ووایه چې څه وکړم چې زه هم ستا او د اسماعیل په څیر مسلمان و ګرځم.»
حماد مسکې شو اوبیا دهغه سره یوځآي پشپال د تشهد کلیمه « اشهد ان لا اله الله » ولوسته
پشپال یو ځل بیا دحماد لاس په خپلو لاسو کې په ډیر احترام سره ونیوه او ورته یی وویل : «حماده ، حماده ! د نن نه وروسته ته زما ورور یی . زما دوست یی ، زما مهربانه او لارښود یی ، ماته څه داسې کلیمات را زده کړه چې زه یی وویلي شم .په ځواب کې ورته حماد طیبه کلیمه په یاد کړله .
کله چې پشپاد کلیمه په ښه توګه یاده کړه نو حماد ته یی وویل : « ته خو نن متهراته ځي خو اسماعیل ته ووایه چې زه مسلمان شوې یم خو زما مسلماني به اوس په راز کې پاته وي ، هغه ته دا هم ووایه چې زما تر مکملې روغتیا پورې همدلته پاته شي ،بیا به زه ورسره پخپله تر کلي پورې ولاړ شم اوڅو ورځي به هلته دهغه او ابوبکر سره پاته شم او مذهبي رسوم به ترې یاد کړم .»
حماد په خوشحالۍ ورته وویل : « ته غم مه کوه .زه به اسماعیل و پوهوم .»
پشپال څه نور ویل هم غوښتل چې دروازه و ټکیده ، خاموشه شو .کله چې حماد راپورته شو او دروازه یی پرانیسته نو رتنا راننوتله . حماد رتناته د کرکې په سترګو وکتل او دهغه کمرې څخه بیرون ووت . رتنا مخته ورغله او دپشپال تر څنګ کیناسته او خبرې یی ورسره پیل کړې .
نور په اوولسمه برخه کي