کور / هراړخیز / د نيشاپور شاهين ۱۸

د نيشاپور شاهين ۱۸

یوه ورځ دلمرپریواته وروسته ماښامي کې حماد خپل آس د جمنا ددریاب په غاړه غاړه دجنوب په لور ځغلاوه ، دیخنۍ دموسم په واسطه ددریاب اوبه ښکته شوې وې او د اوبو په ځینو ځایو کې شګې را ټولې اوډیرې شوې وې ، ددریاب په منځ کې په کشتیو کې ولاړ ماهې نیونکې دماښام سندرې ویلي اوخپل جالونه یی راټولول . حماد په کوم ځآې کې د تم کیدو په ځاې مخته ولاړ .
لږه شیبه وروسته هغه د نرائن اشرم تر مخه ولاړ و. دآس نه دکیوتو وروسته یی لمړۍ ددې اشرم دپخواني جوړشوي تعمیر نظاره وکړه ، ویی کتل چې دخپل زیات عمر له کبله نور رژول کیدو ته نژدې شوې دې . بیا یی خپل آس دیوې ونې سره و تړه . او اشرم ته ورننوت . دا ډیر پخوانې عمارت او داسرارو نه ډک و . تر منځ یی دهلیزونه تر لرې لرې پورې غځیدلي او یو دبل سره نښتې و. په چت او دیوالونو یی دمختلفو دیوتاګانو او دیوي ګانو انځورونه جوړ کړل شوي و. حماد د عمارت دننه ورغې ، داسې ډاډه روان و لکه چې ټول عمر یی دې اشرم ته تله راتله کړي وي . هغه د خپل ټاټ دکالیو د پاسه دهندو کشتریانو په څیر لباس اغوستې و، دا لباس ورته بدري نات ورکړې و . حماد دخپلې قوارې نه هم لکه یوکشتري هندو جنګجو ښکاریده .
دلږ څه مخته تللو وروسته هغه ته یو زوړ پنډت تر سترګو شو ، حماد ورغږ کړ او ورته یی وویل : « مهاراج…..»
پنډت و درید اوحماد ته یی وویل « وایه هلکه ،څه خبره ده »
حماد په ډیره عاجزۍ سره خپل سر ښکته کړ او ورته یی وویل « مهاراجه ! غواړم د پنډت پرمانند سره ووینم »
پنډت ترې په سخته لهجه وپوښتل :« ته دپرمانند سره څه پیژنې ؟»
حماد ورته په ډیرې نرمۍ سره وویل : « هغه زما د وطن دې »
پنډت ترې یو ځل بیا وپوښتل : « ایا ته هم دبهیم سیم اوسیدونکې یی ؟»
« هو ! زه دبهیم سیم څخه راغلې یم . زه دهغه ځآې د بدري نات مامور یم . دلته متهرا ته د شیانوداړتیاو د معلومولو په خاطر راغلې یم ، بس فکر مې وکړ چې د خپل پنډت سره هم ووینم »
پنډت د یوه دهلیز په لور اشاره وکړه او ویی ویل : « په دې دهلیز کې درې کوټې پریږده اوپه څلورمي کې به تاته پنډت پرمانند تر سترګو شي .»
حماد همغه کوټي ته راغې ، په نیمچه خلاصه دروازه کی یی وکتل چې دننه د پوخ عمر یو پنډت په مراقبې کې په پوره سکون او انجماد سره دتورۍ اوسۍ په پوستکي ناست دې او د بګوان په فکر کې ډوب شوېدې . حماد اخوا دیخوا وکتل ، شاوخوا هیڅوک نه تر سترګو کیدل ، دننه ورغې او هغه پنډت ته یی وویل :
« که چیرې زه غلط شوي نه وم نو ستا نوم پرمانند دې »
پنډت دخپل ارتکاز دحالت څخه رابیداره شو ،سریی و ګرځاوه اودخپلو سرو سترګو په واسطه یی حماد ته په غور وکتل او ورته یی وویل : « ایې هلکه ! څوک یی او ولي دې زما په ځانتوالې کې لغته ووهله »
حماد سمدلاسه دخپل مطلب په لور راغې او ورته یی وویل : « زه دبهیم سیم د بدري نات له لورې راغلې یم او دیوه ډیر مهم کار په لړ کې له تاسره وینم . »
پنډت دخپله ځایه راپورته شو او ویی ویل « ایا هغه زما په نامه کوم مهم پیغام رالیږلې دې . » په ځواب کې یی حماد دخپلې تورې د نیام څخه دبدري نات لیکلي لیک را وویست او پرمانند ته یی ورکړ او ورته یی وویل: « دا ولوله ، تاته به هره خبره پخپله ډاګیزه شي .»
پرمانند لیک ولوست اوبیا یی دکرتۍ په جیب کې کیښود او په ډیره خوشحالۍ یی د اوسۍد تورپوستکي په لور اشاره وکړه او وویی ویل :
«راځه مهاراجه دلته کینه ! کینه !»
حماد په خپل ځاې دریدلې پاته شو اوپه پټه یی هغه ته وویل : « زه دکیناستو له پاره نه یم راغلې ، ماته دایلک خان په اړه څه معلومات راکړه »
پرمانند ورته په ډیر درنښت وویل : « دا څنګه شوني ده چې د دیوتاو په دې کور کې دې زما امیر دریدلې پاته وي او پنډت پروهټ ته دې ارام اوسکون په برخه شی .ته د اوسۍ په دې پوستکي کینه ، دا زما له پاره ډیره ستره نیک بختي ده « کرار کرار پرمانند دخپلو خبرو لهجه بدلوله »
حماد د تورې اوسۍ په پوستکي کیناست پرمانند یی ترمخه په درنښت سره وویل :« ایلک خان دلته د راجه په بندیخانه کې پروت دې ، هغه ورته ډول ډول اذیتونه ورکوي تر څو خبرې او اسرار ترې واخلی او دا ترې ډاګیزه کړي چې په دې زمکو کي یی نور څوک څوک ملګري دي او په کومو کومو ځایو کې کارونه تر سره کوي . خو ایلک خان ډیر ثابت قدمه دې ، یواځي همدا یو ځواب ورکوي او ورته وایی چې زه نه پوهیږم . »
حماد ترې په ناکرارۍ سره وپوښتل : « ایا دایلک خان د ازادیدو کومه لاره تر سترګو کیدې شي . ما چې دنیشاپورنه تر متهرا پورې دا دومره اوږود سفر کړې مقصد یی دایلک خان ازادي ده . »
پرمانند ورته په ناهیلۍ سره وویل : « ما دخپله اړخه بیا بیا هڅې کړېدې خو زما هره هڅه ناکامه شوې ده ، هو ! که چیرې ته د همت او جرئت څرګندونه وکړې نو دایلک خان ازادیدل شوني دي .»
حماد ترې په ناکرارۍ سره وپوښتل : « هغه څنګه ….»
پرمانند لږ څه فکر وکړ او ویی ویل : « د راجه عسکر هره ورځ ایلک خان د یوه غوایی ګاډي مخته ته تړي اوپه ښار کي یی ګرځوي ، هغه ته همدا ډول اذیتونه ورکوي ، په لښتویی وهي او هغه بیچاره هم لکه د نر غوایی په څیر ګاډې راښکاږي ، هغوې یی تږې ساتي ، تر څو رازونه ترې واخلي خو هغه تر اوسه پورې پوره مقاومت کړې او سوګند یی کړې چې په دې اړه به څه نه وایی .
هغه وخت چې ایلک خان په بازار کې ګاډې راښکاږی نو په همغه وخت کې که ته دهغه د ازادولو هڅه وکړې نو د ازادیدو امکانات به یی روښانه وي او که نه دهغه ددې ځایه ازادیدل راته شوني نه ښکاري . »
حماد دخپله ځایه راپورته شو او ویی ویل « زه په ټولو حالاتو وپوهیدم ، ته اندیښنه مه کوه ، که چیرې زما رب ته منظور وي نوپه متهرا کې به سبا ورځ دایلک خان اخري ورځ ثابته شي . اوس زه له دې ځآیه ځم او په کوم سراې کې شپه کوم .»
دواړو یو بل ته خداې پاماني وویله او یو له بله جلا شول . حماد د نرائن اشرام څخه ووت او دجمنا ددریاب غاړې ته ولاړ کله چې د یوه میل واټن د وهلو وروسته دمتهرا دښار په لور راوګرځید نو څو اسپ سورو خپل آسونه را وځغلول اودهغه مخه یی ونیوله . حماد په خندا شو ځکه هغوې ګیان اودهغه څلور کسه ملګري و. ګیان لږ څه دحماد لورې ته را نژدې شو اوپه ډیر ادب یی ترې وپوښتل :
« یا امیره ! مونږ ته څه حکم شته ؟ ایا په نرائن اشرام کې دې دپنډت پرمانند سره دخبرو په وخت کې څه تر لاسه کړل »
حماد خپل آس څو قدمه نور هم ور مخته کړ او ګیان ته یی په ډیره پټه توګه وویل : « واوره !نن شپه به مونږ ټول همدلته په متهرا کې په مختلفو سرایونو کې شپه تیروو .د راجه عسکر هره ورځ ماښام ایلک خان د غوایی ګاډي مخته تړي او دښار په منځ کي یی ګرځوي ، ددغه کار څخه دهغوې مقصد عبرت اخستل او ایلک خان ته اذیت ورکول دي ترڅو دهغه څخه رازونه را وسپړي ، هغوې غواړی وپوهیږي چې په دې سیمو کې نور څوک دي چې دغزني دمسلمان پادشاه له پاره کار کوي . خو ایلک خان په پوره ثابت قدمۍ سره ولاړ دې . سبا چې هغوې هغه بازار ته راوړی نو زه به په کومه بهانه دهغه ګاډې ودروم . ته به هم دخپلو ملګرو سره هملته موجود اوسې . خویوې لورې ته او دخلکونه به جدا دریږې .ترڅو دهغه ځآیه په اسانۍ سره د تیښتې لارې درته پیدا وي . ته به زما لورې ته ویني ، کله چې زه تاسو ته د ښيي لاس اشاره وکړم نو ته به دخپلو ملګرو سره یو ځآي د راجه په عسکرو غشي ووروئ ،څه غشي هلته په ولاړو نندار چیانو هم ووروئ ، ترڅو هلته دهغوې تر منځ ګډوډي راپیدا شی ،په همدې وخت کې به زه ایلک خان له ځآنه سره واخلم او وبه یی تښتوم . تاسو به هم دهغه ځآیه د تیښتې هڅه وکړئ ، خو دښار نه د وتلو وروسته به دبهیم سیم په لور نه ورځئ ، ځکه چې داکار به زما او د بدري نات له پاره ډیر خطرناکه وي ‎، زما تر شاشا د راتلو هڅه کوئ .
زه دښاره وځم او د جمنا ددریاب په غاړه غاړه به د جنوب په لور پنځه مایله واټن وهم. بیا دهغه ځایه به کیڼ لورې ته دبهیم سیم او سرسوتي ددریاب په لور دتلو په ځاې دجمنا څخه تیریږم او دشرق په لورې به ځم . په دې توګه که د راجه عسکر زمونږ په تعقیب پسې هم راشي نو دوکه به شي او مونږ به د جمنا ددریاب په شرقي برخو کې لټوي ، زه به بیا دهغه ځایه د جنوب په لور سفر پیلوم اوبیا به دهغه ځایه په عامو لارو دتللو په ځآې په ځنګلونو او ګیاه ګانو کې دبهیم سیم په لور د تللو هڅه کوم .»
حماد دخپل ډاډ په خاطر د ګیان څخه وپوښتل : «ایا زما په مطلب باندی وپوهیدې ؟ »
ګیان ورته په مثبته توګه سر وخوځآوه او ویی ویل : « په دې اړه هیڅ ډول اندیښنه ونه کړې ، زمونږ هر کار او هر حرکت به ستاسې دحکم په مطابق وي »
ددې خبرو وروسته حماد ترې جدا شو او د متهرا دښار په لور روان شو، ګیان هم دخپلو ملګرو سره یو ځآي دحماد څخه وروسته په پوره واټن ساتلو کې دښار په لور ور روان شو .

نور په نولسمه برخه کي