کور / اسلامي / د اختر د لمانځه طريقه

د اختر د لمانځه طريقه

اول رکعت : تر سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وروسته، درې تکبیره (الله اکبر) ویل کیږي،لاسونه غوږو ته پورته کيږي او بیرته ځوړند/ایله نيول کيږي، تر دريم تکبیر وروسته لاسونه تر نامه لاندي نيول کيږي، امام قرآئت شروع کوي.
دوهم رکعت : د الحمد الله او سورت وروسته امام درې تکبیره وايي، چي لاسونه غوږو ته پورته کیږي او بیرته ځوړند/ایله نیول کيږي، پر څلورم تکبیر امام او مقتدیان رکوع ته ځي.

د سلام ګرځولو وروسته دوې خطبې ویل کیږي چي ویل او اورېدل یي سنت دي.
د کوچني اختر خطبه د سرسایې او د لوی اختر خطبه د اختري او د تشریق تکبیرونه خلګو ته تشریح کوي.