کور / نثر / الف لیلة و لیلة یا یو زرو یوه شپه (ادبي شهکار)

الف لیلة و لیلة یا یو زرو یوه شپه (ادبي شهکار)

الف لیلة و لیلة یا یو زرو یوه شپه (ادبي شهکار)
نن د پـښـتــو د فولکوریک ادب د سمسور بڼ میلمنه ده
د نومیالي محقق او شاعر استاد محمد معصوم هوتک په پیاوړي قلم ژبـاړه

« وو نه وو یو پاچا وو، دی ناست پر دوکانچا وو » یا « وه نه وه تر شنه نیلي آسمان لاندې یوه ناوکۍ وه» یا دې ته ورته نورې په لسهاوو فولکوریکې داستانې سریزې د هر فولکوریک نقل یوه پيلامه وه چې موږ هر یوه کلونه کلونه وړاندې د ځوانو یا بوډا نقل ویونکو او یا مو له خپلو میندو او پلرونو او نورو مشرانو څخه اوریدلي دي.

د دغو سریزو او فولکوریکو داستانونو په اورېدلو لا تر اوسه ماته هغه شـﯦـبـې په یاد راسي چې زه یې د معصومیت د پــَـﯦـر، بـﯦـرته نه راگرځـﯦـدونکې تللې، سپیـڅـلې او مرورې شـﯦـبـې بولم، داسې شـﯦـبـې چې د لولو د الهي موهبت د مورني غږ په څـﯦـر ورڅخه یو خوندور ترنم په انگازو سي او په ما فی الضمیر کې مې د تیرو ناپخلا یادونو د سمندر تل ته بوځي او یا مې کله دومره لوړ بوځي چې د تورـ مخملين آسمان پر ناپایې لمنې باندې لـﯦـري پراته او خپاره زرین ستوري راته د لرغونو رومانتیکو داستانونو د ښکلې ناموندل شوې ناوکۍ په څیر په سترگکو سي؛ د ستورو په دې ناپایه سمندر کې د زړه ماشوم مارغه مې غواړي هغه لـﯦـري لـﯦـري ستوري لمس کړي چې په چوپه ژبه راته ځلـﯦـږي او د خپلې د چوپتیا نړۍ ته مې په ځانگړي معصوم راښکون بولي، ښايي راته د یو زرو یوې شپې د پانگې په شان د ناپایو نکلونو کتابونه ولري، غواړم ورسم، دومره لوړ والوزم چې لالهانده روح مې د ملایکو د تسبیحاتو له اورېدلو# وروسته په تسل سي او د هماغې آسمانې تالندې په قهریدلې کړیکې کې دا لنډۍ واورم چې

په هسک آسمان کې درَزَهار دی سیف الملوک دی، د بدرۍ سلام ته ځـيـنه

زړه مې غواړي د آسمانونو خیالي نړۍ ته تښتــېـدلې، د مرورې بدرۍ او درخۍ په لټون کې د الوتاند “دیو پر اوږو#” سپور سم او د ستورو په ځوځندې ورا کې دغه ورکې سوې سمبولیکې ناوکۍ# ومومم او په غبرگ “یه قربان” کې ورسره غرنۍ او د ” اکو بکو پټپټانو ” خوږې پښتني سندري ووایم، هغه بدرۍ او درخۍ چې د شاعرانو په وینا له سپوږمۍ او ستورو سره خاندي، نرگس او گلابان یې مریدان دي او ریحان یې له ښایسته ” د غزل الهام” اخلي. او یا ورته ووایم چې #:

ستــرگـي نـه دي یــو جـادو دی، ډک له مــکره له افســونه
که ﺌـې چـل در باندې جوړ سو، ورځ دې سوه له شوا خونه
په ښـکـــاره کــه تکې تــورې، خــماري دي بــوري بـوري
پــه بــاطن تـــﯦـرې چــړې دي، پــرې کـوي دې انـدامونه
پــام خــطـا نـه وزئ نــیــازمــنو پـه خــوږو خـوږ خــبـرو
پــه خــوږ کــې ﺌـــي دي زهــر، قــتـلــوي ژونـدي سرونه
پــه پــســتــو نــازوکــو لـﯦـچو، په ورېـښمـیـنو نرۍ گوتو
ســـاوې بــاســي لـه بــدنه، پــرې کــوي غــټ ښـارگــونه

او یا د رنگونو او خیالانو د معاصر پاچا نازکخیال شاعر پیرمحمد کاروان د زړه راز ورته ووایم:

راشـــه چــې نــــــــغمې کړو سره گډې ربابونه شو
راشــــــــــه ســره ولــولــو د شــعر کــتابونــه شـــــو
راشــه چې باڼه پر بڼو کېږدو سترګې سترګې شــــــو
راشــــه دا ځــــــنګړې کـــړو خـــړوبې دريابونه شو
راشــــــه چې لاسونه د شــــغلو کړود يو بــل نه تاو
راشـــه ځــــو جــوړه جــوړه آسمان تـــه شهابونه شو
راشـــه د دعا په شونډو ښکل د يزدان شونډې کړو
راشــــــه چې ســـجدې شــو ښکلي ښکلي ثوابونه شـو
راشـــه پــټ پــټانی شو او يو بل ســــره بيا “و”مـومـو
راشــــه سوال د ميـــنې شـــو د مـــينې ځوابونه شـــو
راشــــه چې د روح پر لــلمو وکـــړو د نـــغمو باران
راشــــه چــې يو بل ته مـــطربان شــو مضرابونه شو
راشـــــه د (رحمان) پر غــزلونو تندې ماتې کــــــړو
راشــــه هسې نه چــــې درواغجن شــو سرابونه شو
راشـــــه چې ” کاروان” مــــو د خُمار له خوبه پاڅوو
راشــــه چې یو بــــل ته هم ساقــــي هــم شرابونه شو

او بیا پټ په غوږ کې ورته د کاروان پيام ووایم چې :

ته د ســتوروشا ته پټه د سپـوږمۍ نه ډيـــره لرې
د سحــر تورو بلبلو به راوړي درنـــه ســـــندرې
***
لکه لمر په غر غره وي مازديګر کې مې موندلې
هـــلالۍ اوږۍ په غاړه په اختر کې مې منـــدلې
***
کړي دونيا را سره رخه چې ته ما ته وی راغلې
چا ته مه وايه حالونه چوپ چوپ غلې غلې غلې

د همدغو سرېزو په اوریدلو به ناڅاپه زموږ د معصوم ماشوم ذهن د تخیل د لایتناهي آسمان د هغو عجایباتو پر لور والوت چې نه چا لیدلي ول او نه یې اوریدلي ول. په خوږو نقلونو کې ددغو عجایباتو په اورېدلو به زه له خپلو همځولو سره په رَډو رَډو سترگو په حیرت تللي وم؛ ښايي تاسو هم همدا سپیڅلې مرورې شـﯦـبې د خپل ژوندانه د کتاب د خوږو شـﯦـبـو په شان په یاد ولرئ.

لنډه دا چې ، د بشریت د لویې کورنۍ د غړو په توگې، ټولې بشري ټولنې د خپل چاپیریال د پـﯦـژندنې لپاره د تخیلي عجایبو د نړۍ له همدغه پړاوه تـﯦـرې شوي دي، داسې یوې نړۍ چې دده د ذهن پرمخ یې د تخیل په زانگو کې د لایتناهي نړۍ د الوت پراخه لمنه پرانیستلي ده خو په زړه پورې یې لا دا چې همدغه ماشوم د واقعیت پـﯦـژندنې په ډگر کې همدغه تخیل تر یو مهاله واقعیت گڼلې او هغه یې ان د خپل باور، بنسټ منلی دی.

قصې د بشریت د فرهنگې مواریثو یوه ستره برخه ده چې د سمڅ استوگنو بشري نسلونو له مهاله نـﯦـولې تر نورو راتلونکو نسلونو پورې سینه په سینه یو بل ته لـﯦـږدېدلي او خپل ځانگړی ځای یې د بشري ټولنو په فرهنگي ودې کې ساتلی دی؛ د قصو دغه ځای ځایگی هغه مهال موږ ته لا ښه روښانه کـﯦـږي کله چې لږ شا ته وگورو او ووینو چې معاصرې ټکنالوژۍ او ساینس د نړۍ د پياوړو متفکرینو هغو پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ورکړی چې یو وخت یې ددوی اذهان د هماغه مهال د تخیل په نړۍ کې بوخت ساتلي ول. خو د هستۍ په رموز پوه د نن ورځې انسان د پخوانیو نسلونو برعکس، تخیل ته د واقعیت ځای نه ورکوي، ځکه چې استدلال کوي او په عقل ډډه لگوي او په دې سره کرار کرار د قصو او افسانو د تخیل په نړۍ کې د یون او آزاده الوت موهبت او خوند له لاسه ورکوي. همدغه ټکي ته په کتو ده چې له سینو څخه سینو ته د رالـﯦـږدېـدلو تخیلي قصو ارزښت لا نور په ډاگه کـﯦـږي او ساتنه یې راتلونکو نسلونو ته چې تر موږ به لا ډیر استدلالي او په عقل پوه وي ټولوفرهنگیانو او د فرهنگي مواریثو پالونکو ته مهمه کـﯦـږي.

” لیلة و لیلة” یا د ” یو زرو یوې شپې” قصې چې په ” هزار افسان”، ” الف لیلی” او ” هزارو یک شب” هم یادېږي د دودیزو شفاهي قصو یوه لویه پانگه ده چې د سدیو سدیو اوږد مزل یې وهلې، د سیمې په بـﯦـلابـﯦـلو مدنیتونو کې یې لسـﯦـزې لسـﯦـزې تـﯦـرې کړي، د هغوی په فولکوریک بڼ کې یې بـﯦـلابـﯦـل او گـﯦـډۍ گـﯦـډۍ رنگین گلان کرلي خو تر څنگ یې د همدغو ټولنو په فرهنگي بڼونو کې په خپله خړوبه شوي او نوې غټۍ یې پنځولي او په لا پیاوړې بډاینې د بل مدنیت فرهنگي بڼ ته میلمنه تللې او هلته یې خپل گلان ډالۍ کړي او نور گلان یې راټول کړي او په دې ډول سره لا نوره بډایه شوې او په پای کې د فولکوریکو نکلونو یوه ستره پانگه ورڅخه جوړې شوې ده.

د سدیو په یون راوتلې همدا ستړې ستومانه ټولگه نن د پښـتـنـانه فولکوریک بڼ ته په پښـتـنـي ژبې او پښتـنـي جامو کې د افغانستان د لرغونو او کلاسیکو آثارو د نومیالي محقق، لیکوال او شاعر استاد محمد معصوم هوتک په زښت پیاوړي قلم په منثور او منظوم ډول میلمنه راغلې او د پښـتـو د فولکوریک ادب سمسور بڼ ته د فولکوریک ادبي شاهکار په شان ډالۍ شوې ده. لوستونکي به هغه مهال دا ژباړه د پښتو یو ادبي شاهکار ومني کله چې په لسو ټوکو کې پښـتـو ته ژباړل شوې دغه ټولگه زما په شان په لیونۍ او خوندورې تندې ولولي.

د منځـنـﯦـو پـﯦـړېـو دغه فولکوریکه فرهنگي پانگه د نړۍ زښتو ډیرو ژبو ته ژباړل سوې ده. اروپايي ژبو ته د ژباړو سرچینه یې عربي وه چې لومړی په ۱۷۰۴ ز کال کې د فرانسوي ژبې له لارې اروپا ته راغله او بیا پنځه کاله وروسته انگلیسي ته د 1001 Nights او بیا د The Arabia Nights په نامه خپره سوه. له هغه وروسته ډيرو فرانسوي، انگلیسي، هسپانوي، هندي، چینايي، جاپاني او په لسهاوو نورو ژباړونکو دا پانگه وژباړله. د همدې پانگې بشپړه پښتو ژباړه په لسو ټوکو کې د رشاد د خپروندویې ټولنې له پلوه په زرو ټوکو کې په ۲۰۱۳ز کال په کندهار کې په ښکلي قطع او صحافت چاپ سوه او ژباړه یې استاد محمد معصوم هوتک د شپاړلسو میاشتو په ترڅ کې بشپړه کړه. د استاد م. م. هوتک صاحب په هکله ویل او ستایل دلته اضافه گڼم، ځکه چې نوموړی په هیواد کې په ټولو اوسنیو فرهنگي او اکاډیمیکو کړېو او بنسټو کې پـﯦـژندل شوي اکاډیمیک شخصیت دی.

استاد محمد معصوم هوتک د یو زرو یوې شپې داستاني ټولگه له ۱۰۷ شپې وروسته ژباړلي ده چې له لومړۍ شپې تر نوموړې شپې پورې ارواښاد محمد انور نومیالي صاحب لا مخکې ژباړلي وه. په حقیقت کې ښاغلي هوتک خپل کار له څلورم ټوکه پیل کړی نو له همدې کبله د څلورم ټوک په پیل کې دوې سریزې راغلي چې لومړی یې د ښاغلي هوتک او دویمه هغه یې د نومیالي شاعر، محقق او ټولنپوه ښاغلي عبدالباري جهاني صاحب ده او دواړو ښاغلو د کتاب په اړوندو سرچینو، د منثورې او منظومې برخې د ژباړې په څرنگوالي او نورو برخو باندې او د ټولنپوهنې په ډگر کې د جهاني صاحب ژوره شننه په کې راغلې ده. هوتک صاحب د سرېزې په پیل کې لیکي:

” د ” یو زرو یو شپه ” په نامه مشهور نکلونه له عربي ژبې پښتو ژبې ته وار د واره په منثور شکل ارواښاد محمد انور نومیالي (۱۲۹۶- ۲۰۰۶ ع) له نن څخه شپږ پنځوس کاله پخوا په کندهار کې راواړول او یوه برخه ﺌـې د طلوع افغان ورځپاڼې له لارې په اقساطو خپره کړه. په دغه کار کې ﺌـی ارواښاد محمد یوسف ویران (۱۹۲۶ – ۲۰۰۳ ع) هم همکار وو. خو دا لړۍ ډېره و نه پاﺌـﯦـدله او د هغه وخت سرکاري مقاماتو ﺌـې د خورا بې منطقه استدلال له مخې د خپرېدو مخه ونـﯦـوله. ارواښاد نومیالی مصمم سړی وو. خپله دغه هڅه ﺌـې درو څلوېښت کاله وروسته په مسکو کې د خپل مهاجرت په دوران کې بیا له سره کړه او لومړی ټوک ﺌـې، چې له روسي او عربي متن څخه پښتو سوی دئ، هورې د ۱۹۹۹ع کال په مي میاشت کي په ښکلې قطع و صحافت پر ښکلي کاغذ له چاپه راوووت چې دده په خپل لاس خطاطي سوی وو او د ” لـﯦـمې” مجلې ددریمې گڼې پر ځای خپور سو. …. ددې پښتو ترجمې هرکلی په پښـتـنو کې نسبتاً مساعد هرکلی وو. د هغه چا چې ددې کلاسیک اثر په ارزښت سر خلاصـﯦـدۍ، هغوی د ارواښاد نومیالي دغه کار ډیر وستایه. ارواښاد نومیالی د ۲۰۰۶ع کال په اکتوبر کې مړ سو او د یو زرو یو شپه پښتو ژباړې څو نور ټوکه ﺌـې چې ټول ۷۶ شپې کـﯦـدلې، ناچاپ پرېـښودل.# ”

له دې لږ څه وروسته هوتک صاحب د ښاغلي جهاني صاحب د یوه لیک متن را اخلي چې یادونگ ﺌـې دلته اړین بولم :

” … څو ورځې وروسته د ټولو ځوابونه راورسـﯦـدل. جهاني صاحب راته لیکلي ول: ‘ … رالـﯦـږلي نکلونه مې په ډير غور ولوستل. بې له تشریفاتو درته وایم چي د ویلو ځای پکښې نسته. ماشاء الله. خدای دي پر قلم برکت کښـﯦـږده. ښايي په ژوند کي دي داسې بل شهکار نه وي کړی او یا ښايي د بل داسې شهکار د ایجادولو زمینه پیدا نه کړای سې. خدای دي تا ته اجرونه درکړي او خدای دي پښتـنـو ته دونه پوهه ورکړي چې ستا ددې شهکار قدر وکړي. شعرونه دي فوق العاده ښایسته ترجمه کړي دي. تر دې ښایسته ترجمه د هر چا تر وس وتلی کار دئ. که زما گران استاد او ملگری نومیالی صاحب هم ژوندی وای هم به ﺌـې تر دې ښه نه وای ترجمه کړي او که هغه ته دي خپله ترجمه ښودلې وای، ښايي د خپل باقي پاته کار مسـﺌـولیت ﺌـې تا ته سپارلی وای. زه یقین لرم چي دا کار په پښتو ژبي کې نه بل څوک کوي او نه ﺌـې دونه په وس پوره ده. تا ته دي خدای خیر درکړي. ستا پر قلم دې برکت وي او زه درته د روغ صورت او اوږده ژوند دوعا کوم. ستا ورور جهاني’ #”

که رښتیا سره ووایو هماغسې چې ښاغلي جهاني صاحب ویلي زه هم د جهاني صاحب د خبرې په تاﺌـیـد وایم چې یوازې استاد محمد معصوم هوتک وو چې په خپل پیاوړي زغم او هڅې یې ددومره درانده فرهنگي پـﯦـټـي د اوچتولو وسعه په ځان کې لیدله چې داسې یو شهکار ﺌـې د پښتانه فولکوریک ادب لمنې ته ډالۍ کړ او نه یوازې استاد هوتک ته بلکه د افغانستان ټولو پرگڼو په ځانگړې ټوگې د افغانستان فرهنگي ټولنو ته دداسې یوه ادبي شهکار مبارکي وایم چې له سدیو سدیو وروسته دا دی دغه پانگه په بشپړه توگې په دوني ښکلې فولکوریکې ژبې ژباړ ل او بیا پنځول شوې چې زه ورته د ستاینې الفاظ نه لرم.

د جهاني صاحب د پورتني ټکي په ملاتړ دلته څو دلایل وړاندې کوم: لومړی د الف لیلة و لیلة فولکوریکه پانگه چې له دې وروسته به یې د “یو زرو یوې شپې د نکلونو” د ټولگې په نامه یادوم هم منظومه ده او هم منثوره. د ژباړې تر ټولو درنده او گرانه برخه یې همدا منظومه برخه ده. د منظومې برخې ژباړه ځانته زښتې ډیرې لوړې ژورې لري. په یو زرو یوې شپې کې هره کیسه په خپل متن کې دننه بله کیسه لري او هره کیسه یې د خپلې محتوی او بیان له اړخه د فرهنگي عناصرو په پام کې نیولو سره اوږده او لنډ اشعار لري او هر شعر د خپل بیان، محتوی او شکل له اړخه له یو بله توپير لري خو په منځ کې ﺌـې گډ ټکی د مینې عنصر دی. دا برخه یوازې هغه کسان ژباړلای شي چې په ټولو شعري بحورو کې بر لاس ولري چې په همدې برخې کې هوتک صاحب له مبالغې پرته خپل استادانه هنر له څون و څار پرته په زباد رسولی دی.

بله فرهنگي برخه ده. له فرهنگي اړخه څو ټکي اړین دي، یوه دا چې یو زرو یوه شپه یوازې د یوه ځانگړې هـﯦـواد او مدنیت پنځونه نه بلکه د یوې پراخې سیمې د څو مدنیتونو گډه پانگه ده او هر مدنیت د خپلو فولکوریکو فرهنگي هستیو پر بنسټ ورباندې خپل سیوري غوړولی او څرگنده ده چې دغو برخو هم د داستانونو پر محتوی او هم د اشعارو په بیاني برخې باندې اغیزه شیندلې ده. له دې کبله ددغو مدنیتونو لکه د هند، فارس، بین النهرین، مصر او سوریې له تأریخي مدنیتونو سره په ځانگړې توگې د منځنـیو پـﯦـړیو له تواریخو او آثارو سره بلدیت دی چې یوه ژباړونکي ته دا وسعه او صلاحیت په لاس ورکوي چې په خپلې ژبې کې ﺌـې د یوې پانگې په ډول له سره وپنځوي خو په دې شرط چې اصلي متن د خپلې محتوی او بیان له اړخه په هماغه ډول په امانت ساتل سوی وي چې هم زموږ له فرهنگي حساسیتونو سره په ټکر کې نه وي او هم امانت ځای پر ځای ساتل شوی وي. استاد م.م. هوتک صاحب دغه اساسي عناصر په دومره ښکلې بنې ژباړلې چې څوک گومان نه کوي دا دې د کوم باندني فرهنگ ژباړه وي بلکه په پښتنې ټولنې کې دننه دده خپله فرهنگي پنځونه به ﺌـې وبولي. یوار بیا وایم دا ټکی هغه مهال راسره څوک منلای سي چې د همدغو ټکیو او حساسیتونو په پام کې نـﯦـولو سره ټوله پانگه له سره تر پایه په خوند ولولي. له دې چې استاد هوتک صاحب د خپل فرهنگي ژوندانه په ټولو لوړو ژور کې له پخوانیو کلاسیکو متونو سره ښه بلدیت لري او په همدې برخې کې ﺌـې پلټنې کړي نو دا هغه بله ځانگړتیا ده چې دی ورڅخه په برلاس برخمن دی.

یوه ښه ژباړه هغې ژباړې ته ویل کـﯦـږي چې ژباړونکی په خپلې ژبې، د موخې یا مقصد په ژبې او د موضوع پر متن باندې د بشپړ برلاسي په لرلو په خپلې ژبې کې د مقصد ژبې لپاره د عامه خلکو د پوهې پر بنسټ برابر مصطلحات ومومي او د مقصد د ژبې د متن معنی په امانت سره خلکو ته ورسوي ، او د موضوع حقیقي متن تر خپل لیکنیز سبک ځار نه کړي؛ د مقصد په ژبې کې کارول شوی سبک په دې شرط په پام کې ونیسي چې معنی د سبک قرباني نه کړي او په پام کې ولري چې د چا لپاره ژباړه کوي، د ټولنې یوه ځانگړې برخه یې لولي او یا یې ټول عوام. تر هغه څایه چې زه په ژباړې کې خپله نیمگړې تجربه لرم ویلای سم چې استاد د ژباړې ټول بنسټیز ان نازکخیاله معایر په بې ساري مهارت او په ډير امانت ساتلي او په متن کې دننه یې په پیاوړې استادۍ د پښتو زښت اړین مصطلحات چې د معنی په رسولو کې خورا ډیره مرسته کوي کارولي او ژباړه یې دومره پخه او خوندوره کړې چې لوستونکی د متن په لوستنه کې نه یوازې ستونزه نه ویني بلکه خوند ورڅخه اخلي او ان دا چې لوستونکی په همدې داستاني ژبې کې خپله روح احساسوي او په متن کې دننه د بیان شویو پيښو له کرکترونو سره یو ځای گام اخلي. که هر ژباړونکی په دې ټکي بریالی چې د لوستونکي ذهن او روح په متن کې دننه له ځان سره راواخلي هغه ژباړه نه بلکه شهکار دی او په یقین سره چې موږ د استاد په دې شهکاري ژباړې کې دهغه د پیاوړي قلم له څوکو څڅـﯦـدلې کوډې په ذهن لمسولای سو. که څوک د یو زرو یوې شپې پښتو متن ولولي په ډاډ ویلای سم چې هیڅ څوک به دا احساس ونه کړي چې دا متن ژباړل شوی دي، بلکه دا به ومني چې دا په خپله د استاد هوتک یوه شهکاري پنځونه ده. او یا به دا احساس وکړي چې د کندهار یو نامتو نکل ویونکی او راوي دې چې د کندهار په یوه لوی بڼ کې تر شنه سیورې لاندې او یا هم د ژمي د صندلۍ تر پټې لاندې ناست او په خپلې خوږې کندهارۍ پښتو لهجې درته خوندور داستانونه وايي. د همدغه حساسیت په پام کې نیولو سره ښايي ځیني پښتانه لوستونکي دا گوت نیونه ولري چې ولې یې په دومره خالصې عامه کندهارۍ لهجې ژباړلی دی. د یوه لوستونکي په توگې دغه ممکنه گوت نیونه د ژباړې د پورتنیو ځانگړتیاوو له مخې په کلکه غندم، ځکه چې یو زرو یوه شپه یوه فولکوریکه پانگه ده او په فولکوریکو ژباړو کې باید عامه ژبه په پام کې ونیول سي، په دې بشپړ ډاډ لرم چې استاد د پښتو په ټولو عامو لهجو بشپړ واک لري او هره لهجه ځانته ځانگړې سیمه ییزې ځانگړتیاوې او خوندونه لري، او دا به هر ژباړونکي ته ناشوني وي چې په داسې یوې فولکوریکې پانگې کې دې د ټولو پښتو لهجو ځانگړتیا په پام کې ونیسي او که یې وهم نیسي نو هغه خوند چې په اوسنۍ ژباړې کې پروت دی دغه خوند به بیا په کې ونه مومو، که ځیني کسان په همدې ټینگار سره وغواړي د لهجو ستونزه رابرسیره کاندي نو دوی ته دا ویل په کار دي چې دا په نړۍ کې یو اصل دی چې یو متن څوڅو ځله د بیلابیلو ژباړونکو له پلوه ژباړل کیږي. اوس خو استاد هوتک صاحب ددغې پانگې پوخ بنسټ په پښتو کې کښـﯦـښود، تر ټولو ستونزمن کار چې د پانگې منظومه برخه ده هغه هم خلاصه او چمتو ده، نو که بل څوک وغواړي چې له سره یې وژباړي تر دې به بل ښه کار چیرې وي چې لستوڼي رابډ وهي او ټینگه ملا دې ورته وتړي. دا کار به د یو زرو یوې شپې د پانگې ارزښت څو چنده نور زیات کړي.

د هوتک صاحب دغه ټول کار یوازې په ژباړې نه رالنډیږي، بلکه استاد د یو زرو یوې شپې د عربي، فارسي، انگلیسي او روسي ژباړو په پرتله کولو دا کتاب ژباړلی دی. څلور واړه نسخې یې خپل مخ ته ایښي دي، هر ټکی، هره کرښه، هر پارگراف او هر شعر یې له څلورو واړو متونونو سره پرتله کړی او بیا یې په پښتو کې پنځولی دی او دا آسانه کار نه دی. له دې کبله دا یوازې ژباړه نه بلکه ژوره پلټنه ده چې شپې و ورځې یې ورباندې تـﯦـرې کړي او په زښتې خوارۍ یې د زړه په وینو داسې بې ساری شهکار پنځولی چې دده نوم به د هیواد د پښتو د فرهنگي تأریخ په پاڼو کې تر ابدیته پورې ژوندی وساتي. بشپړ ډاډ لرم چې دا به د پښتو فولکوریکو داستانونو د لیکوالانو لپاره له هره اړخه یو ډاډمن اخځ وي. زما په اټکل ددې پانگې څه دباندې څلویښت په سلو کې برخه په نظم ویل شوې چې ډیري یې د حسن او ښکلا په ستاینې کې ویل شوي دي له دې کبله پښتانه سندرغاړي کولای سي له دغو شعرونو څخه ښکلې سندرې او ټپې جوړې کړي. د اروپا په یو ډیر شمیر آپراگانو کې د یو زرو یوې شپې نندارې په څوڅو ځله په موزیکال ډول جوړې شوې دي؛ د هالیوود او بالیوو دستگاوو ددې پانگې ډیري نکلونه د فلم په ډول جوړ کړي دي. د کارتوني فلمونو جوړونکو ان د یو زرو یوې شپې په سلهاوو نکلونه کارتوني کړي دي. افغان هنریاله پاړکه کولای شي د همدې پښتو پانگې له مخې خپلې نورې هنري پنځونې وکړي. زموږ فولکوریک سندرغاړي په ځانگړې توگې ورڅخه خورا خوند او گټه اخیستلای سي.

نکلونه او قصې د یوې ټولنې د ټولنیز ژوندانه، د ټولنې د روحیاتو او د ځانگړي ټولنیز چاپيریال د فرهنگي اړخونو استازیتوب کوي. له دې کبله ده چې د فولکوریکو نکلونو په اوریدلو او لوستنگ کولای سو د هغوی په اتنوگرافیک او سوسیولوژیک ژوندانه پوه شو. نو ځکه لرغوني افسانې او نکلونه د هماغو ټولنو او یا د یوه پخواني مدنیت د وگړو د خوبونو هینداره ده چې د حقیقـت موندلو هیله یې درلودله؛ کټ مټ لکه د نن ورځې د ساینس فکشن داستانونه چې بشریت د آسمانانو په لور الوځي، پرمختللې تکنالوژۍ لري او په نورو کهکشانونو کې له نورو انسانانو سره یا اړیکه نیسي، د هغوی ملاتړ تر لاسه کوي او یا ورسره جگړې کوي. نکلونه او داستانونه د ټولنپوهنې د څانگې لپاره اړین توکي دي. نکلونه هم د انسانان په څير له انسانانو سره یو ځای د بشریت په منځ کې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کوي، یو گڼ شمیر نکلونه دي چې د محتوی له اړخه یو خو د بیان، طبیعي چاپيریال او د کرکترونو له اړخه له یو بل څخه توپیر لري او موږ همدغه ځانگړتیا د یو زرو یوې شپې په څو لویو نکلونو کې په پرله پسې ډول وینو. له همدې کبله ده چې ان موږ په خپلو پښتني او سیمه ییزو نکلونو کې د یوې محتوی نکلونه وینو په بلې معنی یوه نکل ته څو ډوله وریانتونه لرو. یو شمیر کیسې او داستانونه د پند، عبرت او ټوکو په ډول زموږ د ټولنې لمنې ته له نورو سرچینو څخه راغلي دي لکه : جوامع الحکایات، د مثنوي معنوي په منځ کې یاد شوي داستانونه، منطق الطیر، طوطي نامه، کلیله و دمنه او د سعدي گلستان او بوستان، چې له همدغو سرچینو څخه اخیستل سوي او د سمیو د وگړو له پلوه ورته بـﯦـلابـﯦـل وریانتونه جوړ سوي دي. زموږ د پښتني فرهنگ ادب لمنه هم په ډیرو نکلونو ډکه ده چې مشهورې هغه یې، آدم خان و درخانۍ، فتح خان و رابیا (رابعه)، شیرعالم او مامونۍ، موسی خان او گلمکۍ، دلۍ او شهو او نور او نور دي. همدا شان گڼ شمیر منظوم نکلونه په پښتو کې سته لکه : د سیف الملوک او بدرۍ جمالې نکل، بهرام او گل اندامه، سبز پري و زرد پري، بریښنا و خدۍ او نور. د یو زرو یوې شپې په نکلونو کې ان د رستم داستان ته یوه نغوته شوې او د رستم اسطوروي او افسانوي ځواک په کې انځور شوی دی. دا چې څنگه د رستم داستان دلته راغلی یو لامل یې ښايي دا وي چې همدغو نکلونو د معاصر افغانستان د هغه مهال په جغرافیوي چاپيریال کې پوخ ځای درلود او یا هم ښايي د بغداد او مصر د نکلونو لمنې ته یې کډه کړې وي. یا موږ د کوه قاف د پریانو او دیوانو نکلونه وینو چې په کښې کابل ډیر یاد سوی دی. دا ددې زباد دی چې افغانستان هم په دغو نکلونو کې خپله ونډه لوبولې ده.

ښايي ځینو ته د شعر ژباړه خورا آسانه په نظر ورسي، خو زما په اند تر هرې بلې ژباړې تر ټولو سخت او دروند کار شعري ژباړه ده، شعري ژباړه په خپله یو لوی کمال او هنری دی، هغوی ته ورته موزونه استعارات او د اوزانو موندل، د شعر د پیام ساتل او په خوندور موزون کلام کې یې خپلې ژبې ته رااړول او نور ټول په گډه هغه ابعاد دي چې یوازې یې په شعري اوزانو او نازکیو خبر یو شاعر کولای سي وژباړي، هغه ته هماغه احساس ورکړي چې په لومړۍ ژبې کې دی او نور؛ نو ځکه د ژباړې یوه درنده او سخته برخه شعري ژباړه ده خو استاد هوتک پکښې خورا برلاسی دی چې دلته په یو زرو یوې شپې کې د استاد د شعري ژباړې څو بـﯦـلگې وړاندې کوم.

هره شپه په یوه ځانگړي بیت پای ته رسـﯦـږي او هم دا د هرې شپې په پای کې وینو :

د سهار شمال را والوتی روڼا سـوه
د شهرزادي کیسه پاتې تر سبا سوه

په دې شعري ژباړو کې د استاد یوه استادانه ځانگړتیا دا ده چې هم یې د اصلي شعر بڼه ساتلې او هم یې همدغه شعر ته ورته په څوڅو ځایونو کې پښتو متلونه راوړي دي چې هم یې د شعر مفهایم ساتلي دي او هم یې په ساده بیان په شعر ویلی دی:

شکر شکر دې وي خدایه چې مې بخت سو را بیــــدار
زما د سر دښمن نابود سو هلته پروت دی خوار و زار
ما لـیــدلي دي په ژونــد کې ډېـر ســرونه ډېـر تـــنـونه
چــې خپــل ظلم و ستـــم دي رَسـَـــولي تـــر جــگ دار
هوښـــیارانو را پــــرې ایــښي دا مــتل لــه زمـانو دئ
“کوهــی مه کینه و چـا ته، نه چې خپله سې پر غوزار#

او یا په یو سلو دري پنځوسمې شپې کې د هارون الرشید د خلافت پر مهال د علي بن بکار او شمس النهارې د نکل یو ساده شعر چې راوي یې د اوریدونکي د پاملرنې او هغه ته د یوه بیاني انځور په ورکولو د بل شاعر له خولې د هلک او نجلۍ دواړو د ښکلا په ستاینې کې وايي : شپـږ واړه ژباړل شوي ټوکه د همداسې بیلگو په پانگې ډک دی.

څـــه لـــوړ قد دئ ددې ښکــــلي، څـــه جمال ددې ښایستې
تــه وا ســــروه ده لـــه باغــــه، صـــفـــايي ده د آیــــنـــې
زړه ﺌـې ډک په مــِـهر و مینه، غــﯦـږ پسته ده تر ورېښمـو
دلـــربــا د هـــنــدوستـــان ده، مــحبــوبــا د بــــنگــالـــــــې
اورنۍ شغلو د مـــخ ﺌــې حورې پـــټې په حـــجاب کــــړې
لـــه زاهـــــده سوه لار ورکه، خــــیال ﺌـې ســـو د میـخانې

شپږم ټوک درې سوه و یولسمه شپه، اته ویشتمه پاڼه : مینځه خپل څښتن ته وايي چې ما پر همدغه سړي وپلوره چې ښایسته دی او د هلک په ستاینې کې دا شعر واﺌـي :

چــې دا چــنگه نرۍ مــلا دا تــورې سترگې په جهان وي
خـــود به زړونه د مــینـو په هــر وخت پــسې نــالان وي
مابــل ځای تــصور نه کړې داسې بـورې مړاوې ستـرگې
یا په دښـــت کې د هــــوسۍ وي، روایـت به د داستان وي
په ښایســت مې زړه ژوندی سو په ښکلا سترگې روښانې
نوکري به ﺌـې په ویاړ کړم، که ﺌـې مینه زما پر ځان وي
دا جـــهان بــې ښکلو مــه کړي، پاکه ربـــه تر څو پورې
چې دا ستوري پاس ځلـﯦـږي چې دا مځکه دا آسمــان وي

په یوې بلې شپې او په ورپسې څو نورو راتلونکو شپو کې موږ وینو چې یو زرو یوې شپې په خپلو نکلونو کې ښځو ته هم دومره لوړ مقام ورکړی چې په دیني، طبیعي علومو، شعر، کسب و کار کې ساری نه لري؛ مینځه هم حسن و ښکلا لري او هم په خدای ورکړي استعداد کې د خلافت تر ټولو پوهانو پوهه ده. له هنري اړخه دا کیسه زښته ډیره په زړه پورې ده. رواي همدا عالمه ښځه لومړی د یوې مینځې په انځور کې وړاندې کوي. له خپل څښتن سره ﺌـې شرط ایښی وو چې په داسې چا به ﺌـې خرڅوي چې ددې خوښه وي. هر پـﯦـردونکی چې راځي په منگ زوړ دی، لنډه دا چې په یوه ځوان پلورل کـﯦـږي او داستان ورو ورو د ژوندانه د چاپیریال په رنگ و خوند ښکلی کـﯦـږي. په پای کې د خلیفه په دربار کې په شعر، طب، نجوم، احادیثو، تفسیر القرآن او نورو علومو کې د خلیفه ددربار ټولو علماوو ته ماته ورکوي او خلعتي پگړۍ یې ورڅخه اخلي او د ټولو علماوو ځای نیسي. له ټولنیز او اخلاقي اړخه که څه هم د یو زرو یوې شپې نکلونو د هماغه مهال د حاکم ټولنیز ژوندانه پر بنسټ ډیرو کسانو ته د مريي او مینځې دریځ ورکړي مگر د نر او ښځې تر منځ تعادل یې په ټولو نکلونو کې د ثروت، د زور، د ربړې، کړاو او رنځ او نورو اړخونو له مخې ساتلی چې په پای کې یې لوړ مقام ته رسوي.

نه غواړم ددې مقالې پاڼې د یو زرو یوې شپې د ژباړل شویو شعرونو په بیلگو ډکې کړم، خو یو ځل بیا په ټینگار وایم چې استاد هوتک نه یوازې په دې ځانگړې برخې کې خپله استادي څرگنده کړې بلکه د انگلیسي، عربي، روسي او فارسي نسخو په پرتله کولو یې ټول هغه نامتو شعرونه را اخیستي چې په ځانگړې ډول په عربي نسخو کې راغلي دي. یو شمیر اشعار یا په فارسي نسخې او یا په انگلیسي نسخې کې نسته او هوتک صاحب د پاڼو په لمنلیکونو کې په بشپړ امانت شرحه ورکړي ده. دا کار یوازې ژباړه نه ده بلکه یوه پراخه او هر اړخیزه پـلټـنه ده او همدا لامل دی چې که زما په گډون بل هر څوک وغواړي د یو زرو یوې شپې بیا ژباړه تر لاس لاندې ونیسي نو دا ژباړه به ورته د بنسټیز ریفرنس ارزښت ولري ځکه له یوې خوا خورا ډاډمنه ژباړه ده او له بلې خوا یو تحقیقاتي اثر دی.

هماغسې چې مخکې مې نغوته وکړه د یو زرو یوې شپې د نکلونو د ژباړې پیل لومړی ارواښاد نومیالي صاحب کړی وو؛ نوموړي دا نکلونه تر ۱۱۷ شپې پورې ژباړلي ول خو ژوند ورسره وفا ونه کړه او دا لړۍ همداسې د هوتک صاحب تر هڅو پورې په تـپه دریدلې وه. د نومیالي صاحب ژباړې په ۳ ټوکو کې دي او هوتک صاحب له څلورم ټوک څخه خپل کار پیل کړی دی چې له څلورم تر لسم ټوک پورې په لاندې ډول ویشل شوي دي :

۱- څلورم ټوک : له ۱۰۷ تر ۱۶۹ شپې پورې. ۳۹۲ پاڼې. هوتک صاحب د تاج الملوک د کیسې د بشپړ پاتې کیدلو لپاره خپل کار له همدغې ۱۰۷ شپې څخه پیل کړی دی.
۲- پنځم ټوک : له ۱۷۰ تر ۳۰۶ شپې پورې. اتلس نکلونه، ۴۲۴ پاڼې
۳- شپږم ټوک : له ۳۰۷ تر ۴۶۱ شپې پورې. ۴۴۰ پاڼې
۴- اووم ټوک: له ۴۶۲ تر ۵۷۷ شپې پورې، ۳۸۴ پاڼې
۵- اتم ټوک: له ۵۷۸ تر ۷۱۸ شپې پورې، ۵۵۲ پاڼې
۶- نهم ټوک: له ۷۱۹ تر ۸۷۲ شپې پورې، ۵۴۴ پاڼې
۷- لسم ټوک: ۸۷۳ تر ۱۰۰۱ شپې پورې، ۵۴۴ پاڼې
ټولې ژباړل شوې پاڼې ۲۸۸۸ پاڼې

فولکلور له دوه وو کلمو فوک/ فولک او لور څخه جوړه ده چې لومړۍ یې د پرگنو او دویمه هغه یې د پوهې په معنی ده او د هغو ټولنیزو باورونو، دودونو او ټولنمنلو نکلونو لړۍ ته ویل کـﯦـږي چې د تأریخ په اوږدو کې خوله په خوله او سینه په سینه له یوه نسله و بل نسل ته لـﯦـږدېدلي او په پای کې د یوه یا څو تنو له پلوه د څاروي د پوستکي پر مخ، څرمن او وروسته د کاغذ پر مخ لیکل شوي دي. زموږ د هـﯦـواد په پراخ جغرافیوي چاپيریال کې د اوستا او ویدي سندرو په ټولگو کې دغه شمیر ډیر لیدل کـﯦـږي. دا نکلونه او باورونه د پانیات (پند)، اخلاق، دیانت، پاکۍ، ښه ټولنیز ژوند، سیاست او نصایحو بیان کوي. د هندوستان د لرغون ادب په تأریخ کې د مهابهارتا په گډون څو کتابونه زښت ډیر ارزښت لري چې په ډلې کې یې یو پنجا تنرا او بل یې نیتي چسـتـرا نومیږي او دواړه یې په سانسکریت لیکل شوې دي. پنچا په سانسکریټ کې پنځه او تـنــتـرا د څپرکي په مانا ده یعني پنځه څپرکي یا پنځه فصلونه. له نیکه مرغه پنچا تـنـترا د دبیر دانش تر نامه لاندې د شاد محمد خان له خوا پښتوته ژباړل شوې اود هیواد نومیالي څـﯦـړوندی استاد حبیب الله رفیع صاحب ورباندې څـﯦـړنیز تقریظ لیکلی دی. دغه پنچا تـنـترا په شپږمې زیږدیزې پـﯦـړۍ کې د انوشیروان د واکمنۍ پر مهال پهلوي ژبې ته ژباړل کـﯦـږي چې دا نسخه په بشپړ ډ‌ول له منځه تللې خو د همدې پـﯦـړۍ په اوږدو کې یعنی د ۵۷۰ ز کلونو په شاوخوا کې د لومړي ځل لپاره د (کلیلک او دمنک) تر نامه لاندې سیریاني ژبې ته ژباړل کـﯦـږي چې نن د کلیلې و دمنې په نامه یادیږي. نیتي چسترا د ” پوهې تر روڼا لاندې د ژوندانه د لارې” په معنی کـﯦـږي. په اتمې زیږدیزې پـﯦـړۍ کې بن مُـقــفع د پنچاتـنـتـرا پهلوي ژباړه عربي ته واړوله او همدا ژباړه وه چې لاره یې د فارسي په گډون نورو اروپايي ژبو ته وموندله. مهابهارتا دوه سوه و پنځوس زره بیته لري. مهابهارتا او نیتي چسترا دواړه د پنجاتـنـترا د پنځون دوې مهمې سرچینې دي. په پنجا تـنـترا کې پنځه بابه دي: لومړی باب یې (اسد و الثور) یعنی زمری و غوايي، دویم باب الحامـﮥ و المطوقه یعنی کوتر و موږک، دریم باب البون و الغربان یعنی د کونگانو او کاغانو دښمني، څلورم باب یې القد و السلحفا یعني بیزو او شمشتۍ او پنځم باب یې الناسک و ابن عرس یعنی د ناسنجول شویو کارونو زیانونه. کلیله و دمنه د نړۍ په ۲۱ ژوندیو ژبو ژباړل شوې ده. د پنجا تنترا نومونه د کلیلې و دمنې تر څنگ انوارسهیلي، عیار دانش، علمخانـﮥ دانش، همایون نامه، نگار دانش، جاویدان خرد، اخلاق اساسي، گلشن آرا، مرات الملوک او پښتو یې دبیر دانش ده. هندوستان د خپل ادب په لمنې کې د زرهاوو کلونو په لړ کې تمثیلي ادب پنځولی، روزلی او بیا یې نورو سیمو ته لیږدولی دی او یا یې په نړۍ کې له مخې تقلید شوی دی. دغه نکلونه په لرغوني آریايي ژبې ساسنکریت او پالي یا خروشتي لیکل کیدل او پنچا تـنــتـرا د همدغه تمثیلي ادب لومړی کتاب دی چې د نکل په منځ کې یې بل نکل د مهابهارتا له مخې راغلی دی. همدې سوژې وروسته خپله لمنه فارس، بغداد، مصر او سوریې ته واړوله او د هزار افسان په نامه یوه لنډه ټولگه ورڅخه وپنځول شوه، په بغداد کې ستره شوه، په مصر کې پیاوړې او په سوریې کې بشپړه شوه. دغه هزار افسان هماغه یکهزار و یک شب ده چې نن یې موږ په پښتو کې د یو زرو یوې شپې په نامه لرو او دا هم د پنچا تــنــتــرا په شان د نکل په منځ کې نکل لري. خو په دې توپير چې په پنچا تــنــتــرا کې په نکلونو کې د انساني ژوندون ممثلین څاروي، ژوي او مرغۍ دي خو په یو زور یوې شپې کې موږ ډیرۍ برخه انسانان وینو چې د بسیا او هوسا ژوندانه د لټون په تکل کې دي چې ژبه او تومنه یې مینه او موخه یې د یار وصال دی او ترڅنگ یې څاروي، ژوي، پریانې، دیوان، پيریان، کبان او نور هم لرو. د پنجا تــنـتـرا او یو زرو یوې شپې نکلونه دواړه په تمثیلي ادب کې د هنر په ژبې د سیاست او منطق زده کړه ده چې په لرغونونو مهالونو کې د سلاطینو او شهزادگانو لپاره کارَول کـیدل. پنچا تـنـتـرا لومړی ځل پښتو ته افضل خان خټک، ورپسې ابوالحسن هراتي او بیا شاد محمد خان د دبیر دانش تر نامه لاندې ژباړلې ده. له دغو خبرو زما موخه د داستان بنسټیزه سوژه یعني منطق، مینه او سیاست د تمثیلي ادب په نکل کې د نکل له لارې ده چې پرسوناژونه یې له یو بله توپير لري چې د دنکل په منځ کې بل نکل د هماغه وخت د منطق او ټولنیزو غوښتنو پر بنسټ منځته راغی او په یو زرو یوې شپې کې خپلې انگازې خپرې کړې.

د نکلونو بنسـټـیـز کرکترونه:

د یو زرو یوې شپې د نکلونو په منځ او پیل کې موږ له شهریار سره مخامخ یو چې یو قهرېدلی غچ اخـﯦـستونکی پاچا دی ؛ شهریار د خپلې ښځې د خیانت له کبله قهرېدلی، خپله ښځه وژني او هوډ کوي چې هره شپه به له یوې باکرې پیغلې سره واده کوي او همدا ښځه به په سبا سهار وژني او هوډ یې کړی چې دې لړۍ ته به د ژوند تر پایه دوام ورکوي. د شهریار وزیر یا صدر اعظم یوه پـﯦـغـلـه لور لري، دا پیغله له پاچا سره د واده کولو خطر په ځان مني او پریکړه کوي چې ځان او نورې ښځې به د شهریار له غضبه ژغوري. وزیر خپلې لور شهرزادۍ ته دوه نکلونه وايي، هر نکل په خپل منځ کې نور نکلونه لري، وزیر غواړي ددغو دوه وو نکلونو په ویلو د خپلې لور فکري لور بدل کاندي او له شوني مرگوني گواښه یې خبره کړي خو شهرزادۍ د پلار خبره نه مني او له شهریار سره واده کوي. شهرزادۍ د دنیازادې په نامه یوه کشرۍ خور لري، نوموړې د خپلې همدې خور په مرستې له شهریار سره په یوې ژمنې واده کوي چې شهرزادۍ به د واده د شپې له پیله تر سهاره شهریار پاچا ته نکل وايي او ددې ژوند او واده به هغه مهال پای ته رسـﯦـږي کله چې نکلونه یې خلاص شي ؛ په دې توگې شهریار دا خبره ورسره مني.

د واده د شپې لومړنی نکل په زړه پورې دی. شهرزادۍ خپل نکل د یوه سوداگر او یوه زاړه دیو په نکل پیلوي. سوداگر مزلونه وهي خو د ورځې په پای کې ستړی کـﯦـږي او د خپلې ستړیا د ایستلو لپاره یو چیرې دمه کـﯦـږي او یو څه خوري. د خوراک په لړ کې خرما خوري او د خرما یوه مندکه ایسته غورځوي، په دې لړ کې ناڅاپه یو زوړ دیو راڅرگند شي او سوداگر ته وايي چې ” تا د خرما د مندکې په ایسته غورځولو زما زوی مړ کړ نو اوس باید تا مړ کړم.” سوداگر دیو ته زارۍ کوي او ورته وايي چې ” د ژوند ترپایه به ستا مریی یم خو مه مې وژنه” په دې توگې د شهزادۍ د ژوندانه برخلیک او د سوداگر د ژوندانه برخلیک دواړه چې نه یې کوم جرم کړی او نه کومه خطا له یو بل سره په ورته والي موازي کـﯦـږي. دا نکل د واده په لومړۍ شپې نیم پاتې کـﯦـږي او شهریار خپله نوې ناوې نه وژني او غواړي چې د نکل بله برخه په راتلونکې شپې واوري او د ورځي په اوږدو کې د خپلو سلطنتي چارو د سمبالولو لپاره راوځي او په دې ډول د نکلونو لړۍ تر یو زرو یوې شپې پورې دوام مومي ؛ بله کیسه د لومړۍ شپې شان ده چې د هرې شپې په رارسـﯦـدلو شهریار بل نیمگړی نکل اوري، په ځینو ځایونو کې خو خپله شهریار غواړي چې نکل دې نیمايي پريښودل شي او په راتلونکې شپې به یې بله برخه واوري او په دې ډول سوکه سوکه د خپلې ښځې اعدامول ځنډوي.

سره له دې چې د یو زورو یوې شپې نکلونه په خپلې تومنې کې د عربي نړۍ د منځنیو سدیو د فرهنگ خوند نغښتی لري مگر که ښه ورته ځیر سو نو گورو چې د ټولو نکلونو تومنه په بیلابیلو فرهنگونو کې داسې جرړې لري چې په بیلابیلو جغرافیوي سیمو او تأریخي پړاونو کې خړوب شوي او لمنه یې له هنده په راپیلیدلو تر لرغوني بین النهرین، بغداد، د منځنیو سدیو تر فارس او د منځنیو سدیو تر مصر او سوریې پورې ځغلي. د نړۍ ډیري شنونکي ټول په دې باور دي چې د یو زرو یوې شپې د نکلونو د پـیـلنیـزې سرچینې اډانې د هندوستان په پراخي فرهنگي لمنې کې وده موندلې او بیا یې نورو یادو شویو فرهنگونو ته خپل یون پیل کړی او هلته هر فرهنگ ورباندې خپلې اغـﯦـزې شیندلي او پراختیا یې موندلې ده. د یو زرو یوې شپې د نکلونو لومړنۍ د پـﯦـژندلو وړ لیکل شوې نسخه د ” هزار افسان” په نامه لیکل شوی کتاب دی چې د ۲۲۵ او ۲۵۰ زو کلونو په ترڅ کې لیکل شوی دی او همدا نسخه د ۸۵۰ ز کال په شاو خوا کې عربي ته ژباړل شوې ده. سره له دې چې د لسمې سدۍ عرب لیکوال المسعودي همدغې عربي نسخې ته د الف لیلة په نامه د اخذ په سترگې گوري خو له همدې الف لیلة و لیله څخه اوس څه نه دي پاتې او له منځه تللې نسخه ده. د یو زرو یوې شپې د نکلونو ټولگه د لسمې او شپاړلسمې سدۍ تر منځ د شپږو سوو کالو په اوږدو کې له یو شمیر بدلونونو سره مخامخ شوې ده، خو تومنه یې د منځني ختیځ د کلیو، کورونو او ښارونو په مجالسو کې د مسلکي نکل ویونکو له پلوه ژوندۍ ساتل شوې ده.

په اروپايي ژبو لومړنۍ ژباړې

د یو زرو یوې شپې نکلونه د نړۍ ډیرو ژبو ته ژباړل شوي دي. ددې نکلونه لومړنۍ اروپايي بڼه فرانسوي ده چې انتوان گالان وژباړله. گالان په ۱۷۰۴ز کال کې خپل کار په دولسو ټوکو کې د Les mille et une nuits تر نامه لاندې راټول کړ چې هماغه د یو زرو یو شپو د نکلونو نوم دی. گالان خپل کار د هغې نسخې له مخې وکړ چې په څوارلسمې یا پنځلسمې سدۍ کې په سوریې کې لیکل شوې وه. د گالان همدا فرانسوي نسخه ډیر ژر په ۱۷۰۸ ز کال کې انگلیسي ته د Grub Street تر نامه لاندې وژباړل شوه. دا دواړه نسخې نیمگړې وې. په اروپا کې ددغو دواړو نسخو د ژباړو له خپریدو وروسته اروپايي ادب پوهان د یو زرو یوې شپې د نکلونو د بشپړې لړۍ د موندنې په هڅې کې شول خو بــریـالۍ نه وي؛ خو د نولسمې زیږدیزې سدۍ په پیل کې په هند کې د

۱- Calcutta I ، ۲- Calcutta II، ۳- Būlāq او ۴- Breslau

څلور چاپي پـﯦـژندل شوې نسخې لاسته راغلې. په دې څلورو واړو نسخو کې د بالاق نسخه د مصري متنونو له مخې جوړه شوې او د کتاب اډیټر ورباندې نور نکلونه اچولي ول چې د یو زرو یو شپو ټولیزه شمـﯦـره ورباندې بشپړه کړي او همدا نسخه تر نن پورې د ټولو نکلونو لپاره یوه مهمه سرچینه ده. ددغو نسخو له موندلو وروسته ډیريو اروپايي ژباړونکو د نولسمې سدۍ د څلورو واړو نسخو ژباړې ته مخه واړوله چې په دوی کې دغه کسان د یادونې وړ دي :

۱- ډاکټر جانتن سکات (۱۸۰۰ ز)
۲- ادوارډ ورتلي مونتگ (۱۸۱۱ ز )
۳- هنري تارِنس (۱۸۳۸ ز )
۴- اډوارډ ډبلیو لین (۱۸۳۸ – ۱۸۴۱ ز )
۵- جان پین (۱۸۸۲-۸۴ ز )
۶- ریچرډ اف. برتون (۱۸۸۵ز)
۷- اندریو لانگ (۱۸۹۸ز)
۸- جي. سي ماردرس (۱۸۹۹- ۱۹۰۴ز) او
۹- د ټولې نړۍ په اړوند په زړه پورې کتاب په جاپاني ژبې ۱۸۸۸ ز کال

د یادونې وړ ده چې د یو زرو یوې شپې ډیري نکلونه د هالیود د سیمنا په پردې او وروسته د تلویزیونو په سکرینونو د کارتوني فلمونو په بڼې راڅرگند شول. په فلمونو کې د هالیود د نړۍ نامتو فلمونه علاء الدین، سندباد او علي بابا او څلویښت غله دي. لومړنۍ فلمي بڼه یې په ۱۹۲۴ زکال کې د ” بغداد د غلو” په نامه یو فلم وو. دویم فلم په ۱۹۲۶ز کال کې د ” شهزاده احمد ماجرايي سفرونه” نومیږي. په ۱۹۵۲ز کال کې هالیود د The Golden Blade تر نامه لاندې د هارون الرشید د پیر یو فلم جوړ کړ چې په کې خلیفه د خپل بدمرغي وزیر جعفر له منگولو څخه د بغداد د خلاصون لپاره خپله کوډگره توره کاروي. په ۱۹۵۵ زکال کې د the son of Sinbad فلم جوړ شو په دې فلم کې د علي بابا او د څلویښتو غلو داستان په یوه فلم کې راټول شوي دي، په زړه پورې داده چې په دې فلم کې غله ټول ښځې دي. په ۱۹۵۸ کې د The 7th Voyage of Sinbad ، په ۱۹۷۴ ز کال کې د The Golden voyage of Sinbad او په ۱۹۷۷ ز کال کې د Sinbad and the Eye of the Tiger په نومونو فلمونه جوړ شول. له همدغو فلمونو سره جوخت په سلهاوو هنري فلمونه د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې جوړ شول چې یو شمیر یې هنري فلمونه او یو شمیر کارتوني فلمونه ول او دلته نه شم کولای د ټولو نومونه راواخلم. همدا شان د بي بي سي د انگیسي راډیو په گډون د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د یو زرو یوې شپې نکلونه څه د راډیويي تیاتر او څه یې هم د راډیو داستان په بڼې د راوي له ژبې خپاره شول. په ټلویزیونو کې د یو زرو یوې شپې بشپړه بڼه د لومړي ځل لپاره په تورکيې کې د Binbir Gece په نامه جوړ شو. ورپسې د هندوستان او پاکستان په ټلویزیونو کې د الف لیلی تر نامه لاندې بشپړې بڼې یې د ټلویزیوني سریالونو په ډول جوړې شوې.

د یادونې وړ ده چې له ۱۸۰۰ ز کال را په دیخوا د یو زرو یوې شپې نکلونه د اروپا په اوپراگانو کې په موزیکال ډول هم جوړ شوي دي. د یو زرو یوې شپې نکلونو او د آسیا د ادب په لمن کې د تخیل پر آس د سپرو شاعرانو د شعرونو ژباړو د اروپا د ادب د رومانیزم بڼونه خړوبه کړل، همدغو ژباړو د اروپا د رومانیزم مخ او رنگ له یوې مخې بدل کړ.

نورې ژباړې یې وروسته په هسپانوي، ایتالوي وشوې. همداسې په هندې او د نړۍ په ډیرو نورو ژبو وژباړل شو. او دا دی اوس موږ د یو زرو یوې شپې بشپړ پښتو متن لرو چې د پښتانه د فلکوریک ادب لپاره یوه لویه بې سارې پانگه ده.

په دغو ژباړو کې د جان پین ژباړه لومړنۍ بشپړه انگلیسي ژباړه ده. همدا ژباړه له زښت ډير ځیروالي برخمنه ده او تر څنگ یې مفصلې شرحې لري چې تر نن پورې د خپل ارزښت په ساتلو په اروپا کې یوه مهمه نسخه گڼل کـﯦـږي خو په دې نسخې کې هغه برخې یې په ژورې بڼې چاڼ او اېستل شوي چې د هغه مهال د ویکتوریا د سلطنتي کورنۍ له دودونو سره یې حساسیت درلود. خو د جان پین د ژباړې په پرتلې د ریچرد برتون ژباړه له ډیریو اړخونو په نکلونو کې د خیال او عجایباتو او د عشق د نړۍ پر اړخونو راڅرخي. په اوسمهال کې د یو زرو یوې شپې د نکلونو دوه انگلیسي ژباړې دي چې په لویدیز کې یې د فلسفې، فیلالوژۍ او د عربو د تأریخ زده کونکی لولي؛ لومړۍ هغه یې د عراقي الاصله امریکايي محسن مهدي ژباړه ده چې په ۱۹۸۴ز کې یې کړې او دوهمه هغه یې د حسین حطاوي ده چې په ۱۹۹۰ز کې یې کړې او دا دواړه انگلیسې ژباړې د The 1001 Nights تر نامه لاندې په لویدیز کې تر ټولو ښې ژباړې گڼل کـﯦـږي. د حسین حطاوي ژباړه په سوریې کې د څوارلسمې سدۍ د نسخو د الف لیلة و لیلة پر بنسټ ده چې محسن مهدي ورته اصلاح کړې ده. همدا کتاب په نورو ژباړو کې د The Arabian Nights یا د عربي شپو تر نامه لاندې هم پـﯦـژندل کـﯦـږي.

د یو زرو یوې شپې نکلونه څه وايي؟

د یو زرو یوې شپې نکلونه د بشري ژوندانه بنسټیز اړخونه لکه مینه، خوشالي، برخلیک یا تقدیر، ژوند، مرگ او ابدیت په داسې یو په بل کې پییل شویو نکلونو کې رانغاړي چې په یوه پراخ جغرافیوي چاپیریال کې فرهنگي او ژبنۍ پولې ماتوي. یو زرو یوه شپه د معنوي ژوند یو شمیر ډډې رانغاړي او په څرگنده وايي چې په داسې یوې نړۍ کې څنگه ژوند وکړو چې په هغې کې ښه او بد دواړه له یو بل گډ شوي دي، دلته د ښو او بدو کرکترونو استازیتوب کودگرې ښځې او نارینه ، ښه او بد دیوان، خاﺌـین، ظالم او مهربان واکمن په داسې یوې پييل شوې داستاني ژبې کوي چې لوستونکی او اوریدونکی د حقیقي او خیالي نړۍ تر پولې پورې رسوي او د نکل اغیزمنتوب د همداسې نړېو په داستاني انځور کې دی چې اوریدونکې یا لوستونکی کرار کرار له ځان سره اخلي او د خیالاتو او توهماتو هماغې پیچلي نړۍ ته یې بیايي چې له راوي یې اوري. همدا شان د یو زرو یوې شپې نکلونه د انساني غریزې د مینې هغه اړخونه رانغاړي چې هیڅ انسان ورڅخه تېښته نه لري او هم د معنوي فضیلت ډډې په خپلو نکلونو کې بیانوي. د نکلونو په بنسټیزې باندنۍ اډانې کې شهرزادۍ ده چې د عدالت، جنسي ځواک او بخښنې په استازیتوب راپورته شوې، حتمي مرگ پرځان مني او د نکل ویلو د هنري وړتیا په لرلو د شهریار پر مرگونې لوبې بریمنـﯦـږي. همدغه اړخ د بیلابیلو نکلونو خټه او تومنه جوړوي. سره له دې چې د یو زرو یوې شپې نکلونه د ژوندانه ډیرۍ برخې په داستاني ژبې رانغاړي خو د نکلونو بنسټـیـزه تومنه په ټولو نکلونو کې د انساني ځواک پر شپول راڅرخي. په نکلونو کې د سلاطینو مطلقه ځواک په ښه ډول ښودل شوی دی او په ډيریو نکلونو کې د همداسي مطلقه ځواک داستاني انځور راڅرگند شوی دی. د نکلونو بله په زړه پورې برخه ښځینه ځواک دی – او ډیرۍ یې د مینځو او کنیزو په انځورونو کې ښودل شوي او هغو نارینوو ته باید غاړه کښـﯦـږدي چې ددوی څښتنولۍ په غاړه لري خو له دې سره سره بیا هم همدغه مینځې او کنیزانې دومره ځواکمنې دي چې د ژوندانه په ډیریو ناخوالو باندې په آسانۍ بریـالۍ کـﯦـږي؛ د ښځو بله بنسټیزه ونډه د شعر ویلو، رباب وهلو او سندرو په ځواک کې ده چې له شاه او امیره نیولې تر گدا پورې ورته گوته په غاښ کـﯦـږي. د نکلونو بل په زړه پورې اړخ عدالت او بخښنه ده او په ډیریو نکلونو کې هر نکل په دې پیام پای ته رسیږي چې ښه والی هرو مرو پر بدیو باندې برلاسیږي. او په خپله د نکلونو د راوي یعنی شهرزادۍ ونډه ده چې په پای کې د شهریار پر جبر بریـالۍ کـﯦـږي او نه یوازې ځان بلکه ډیرې نورې پیغلې نجونې د هغه له شرارته ژغوري او په پای کې په خپله شهریار ښودل کـﯦـږي چې په خپل ټول ځواکمنتوب دې ته اړ کـﯦـږي چې عدالت، انسانیت او بخښنې ته غاړه کښـﯦـږدي. په حقیقت کې د یو زرو یوې شپې بنسټیز پیام د عدالت لپاره هلې ځلې دي خو په داسې یو انځور کې چې عدالت ته رسـﯦـدل د مینې او منطق په وسلې تر سره کـﯦـږي نه د جبر او جنگ له لارې.

د یو زرو یوې شپې نکلونه د پرله پسې او له یو بل سره د تړلو نکلونو په منځ کې د بل نکل جوړښت لري. د نکلونو اوږدوالی له یوه نکله تر بله توپير لري، ځینې یې څه نا څه اوږده او ځینې ﺌـې زښت ډیر لنډ دي او کله ناکله په نکلونو کې یوه ټوکه هم د نکل په بڼې راغلې ده

له نیستۍ تر شتمنۍ :

د یو زور یوې شپې نکلونه هغه نکلونه وړاندې کوي چې ډيري یې له یوه بې وزلۍ سړي څخه لوی شتمن جوړوي، د بې وزلې له کندې څخه یې لاس نیسي د ښـﯦـرازۍ او سمسورۍ تر پولو یې رسوي. دغه ځانگړتیا د نورو کیسو په منځ کې د علاالدین او د علاالدین په لمپې، د علي بابا او د څلویښتو غلو، د سند باد او د هغه په اوو سمندري سفرونو کې، د یحیی بن خالد البرمکي او د غریب سړي په نکل، د مځکني عبدالله او دریابي عبدالله په نکل او د موچي معروف په نکل کې په څرگند ډول په سترگو کـﯦـږي. په هر یوه دغو نکلونو کې د نکل د مرکزي کرکتر له لږ او لنډکۍ شرحې وروسته مرکزي کرکتر د بخت او اقبال په ملگرتیا د خپلو هڅو له مخې په ټولنې کې سر راپورته کوي او د سلیمان ع د گوتې، د پیریانو او دیوانو، کوډو او نورو له لارې ځان د مقصود ساحل ته رسوي. ډیري داسې کرکترونه له ښه بخت او اقباله برخمن دي خو د بریا تر پولو پورې د رسـﯦـدا لپاره دې ته اړ دی چې د بخت د ترلاسه کولو په لارې کې ځان اور او اوبو ته واچوي. ښه بېلگه یې د ټول نکل وروستۍ برخه یعنې د موچي معروف نکل دی چې د خپلې شریري ښځې فاطمې د شرارت او د هغې د مادي غوښتنو له اسیته ښار پرېږدي چې دی یې په خپل ټول وس د بشپړولو توان نه لري او اړ کـﯦـږي چې له ښاره په سارا و تښتي. په سارا کې په یوې کنډوالې کې پناه اخلي او هلته خدای ته دعا کوي او یو ناڅاپه څوک پیدا کیږي او ورته وايي چې څه وکړم، موچي ورته وایی یو بل ښار ته مې بوزه. دی بل ښار ته راوستل کـﯦـږي او هلته د خپل ماشومتوب ملگری مومي چې د همدغه ښار لوی سوداگر دی. لنډه دا چې موچي د ښار سوداگر ان د ښار تر پاچا پورې په دې منتظروي چې گڼې نن سبا یې مالونه رارسیږي او ځان دومره غټ سوداگر ورپیژني چې د څو څو شاهانو خزانې دده شتمنۍ ته هیڅ دي خو دی په لاس کې هیڅ نه لري. د پاچا له لور سره د واده په څوومه شپه له ښاره وځي او له څو ورځو مزل وروسته وږی تږی کـﯦـږي او یوې کروندې ته ځي چې یو بوډا کروندگر په کښې کار کوي او ورڅخه اوبه او ډوډۍ غواړي. کروندگر ښار ته ځي چې ده ته ډوډۍ راوړي او موچي د کروندگر پر ځای دده مځکه قلبه کوي چې ناڅاپه د کروندې په منځ کې له یوې ډبرې سره مخامخ کـﯦـږي، ډبره راپورته کوي او کښته ځي. وروسته له سترې خزانې سره مخامخ کـﯦـږي او په خزانې کې یوه گوتمۍ ده دا گوتمۍ په لاسوي چې ناڅاپه یو دیو را پیدا کـﯦـږي او ورته وايي چې ته اوس ددې گوتمۍ څښتن سوې او دا د عاد خزانه ده او زه ستا مریی یم. په دې توگې موچي د دیوانو په مرستې لومړی بې شمیره سوداگریز توکي برابروي او بیا خزانه او توکي دواړه هماغه ښار ته وړي او ټول هک پک کوي.

بخت او ښې طالع

د نکلونو له ډیریو کرکترونو سره ناڅاپه بخت او طالع دواړه ملگري دي او همدا بخت او طالع دي چې دوی د مادي ژوندانه د بریا تر پولو رسوي. ښه بـﯦـلگه یې همدا د موچي نکل دی چې ناڅاپه الهامي مرسته ورسره کـﯦـږي او بیا د عاد پر پانگې او د هغه په گوتمۍ برابریږي او دیوان یې مرستې ته وردانگي. یا د سند باد د اوو له ماجراوو ډک د نه منلو سمندري سوادگریز سفرونه دي چې په هر سفر کې یې کښتۍ دړې وړې کـﯦـږي او دی په خپله په خطرناکو ټاپوگانو پـيـښـﯦـږي خو بخت او طالع دواړه ورسره ملگري دي او دومره پانگه یې لاس ته ورځي چې شمـﯦـر یې نا څرگند دی. او یا د علي بابا او څلویښتو غلو نکل دی چې یوې سمڅې ته رسـﯦـږي، په دې سمڅې کې لويه پانگه پرته ده غله دا پانگه نه سي ترلاسه کولای ځکه یوازې علي بابا یې د پرانیستلو په چل پوهـﯦـږي. په دې توگې په داسې نکلونو کې لوستونکي او اورېدونکي ته د بخت او طالعو ځواک ځکه ورښوول کـﯦـږي چې کـﯦـدای شي د بخت او طالعو دروازه د هر چا په مخ خلاصه شي او دا یې د تخیلي راښکون او انجذاب یوه لویه برخه ده.

د خطر منل او په ماجراوو پسې راوتل

دا ځانگړتیا په ټولو نکلونو کې د یوه گډ ټکي په توگې لـﯦـدل کـﯦـږي. په هـﯦـڅ یوه نکل کې نه دي لـﯦـدل شوي چې د نکل مرکزي کرکتر دي د هر ډول څرگند او ناڅرگند گواښ په نه منلو ځان له پـﯦـښې دباندې وباسي بلکه خپلې موخې ته د رسـﯦـدا لپاره په ځان هر ډول گواښونه مني. یوه بـﯦـلگه یې همدا د سند باد د اوو سمندري سفرونو نکلونه دي چې سند باد نه یوازې په سمندر کې بلکه په بیلابیلو ټاپوگانو کې له عجایبو او گواښونو سره مخامخ کـﯦـږي خو د بخت او طالعو په ملگرتیا ځان د بریا پولې ته رسوي. یا په سمندر او اوبو کې د سمندري او ځمکني عبدالله نکل چې ځمکنی عبدالله په سمندر کې د کبانو له داسې نړۍ سره مخامخ کـﯦـږي چې د انسانانو په شان ټولنې، ښارونه او شاهان لري او نور؛ همدا کبان ده ته قیمتي مرغلرې له سینده راباسي او دده پانگه دومره ډیریږي چې د ښار لوی لوی ماړه او شتمن ورته هک پک کیږي. په ټولو نکلونو کې د نکل مرکزي کرکتر له بې شمـﯦـرو خنډونو سره مخامخ کـﯦـږي په دغو خنډونو کې د نکل اتل خپل عقل او چالاکۍ آزمايي او ځان له گواښه باسي چې بخت تل ورسره ملگری دی. په هر نکل کې دننه بل نکل دی او په هرې ماجرا کې دننه بله ماجرا زېږول کـﯦـږي او په دې سره لوستونکی یا اوریدونکی داسې یوې خیالي نړۍ ته له ځان سره بیایي چې گومان کوي په خپله ددې ماجرا یوه برخه ده او د نکل ښکلا په همدې کې ده.

حرص:

په ټولو هغو نکلونو کې چې تومنه یې د شتمنۍ او پانگې پر چورلیځ راڅرخي څرگنده ده چې حرص د انساني غوښتنو د یوه عنصر په توگې سر راپورته کوي او د نکل اړوند کرکترونه په کښې په بیلابیلو بڼو ښکـﯦـل کـﯦـږي. په دغو نکلونو کې د مرکزي کرکتر پر وړاندې سیال / انتاگونیست مضره موجودات دي او په نکلونو کې ددغو مضره موجوداتو ونډه یا نقش ددوی خپل حرص دی. خو د نکل متن هغه مهال لا په زړه پورې کـﯦـږي چې دا مضره موجودات د نکلونو د مرکزي کرکترونو له حرص سره مخامخ کـﯦـږي. او په ډیريو ځایونو کې همدا انساني حرص دی چې دداستان اتل ته د ورپـيښ شوي گواښ د ژرغونې لامل گرځي. په ډیرو لږو نکلونو کې د نکل انتاگونیست پر پروتــَـگنیست یا مرکزي اتل باندې برلاسه کـﯦـږي. په نکلونو کې د انتاگونیست او پروتــَـگنیست توپير په دې کې دی چې په اکثریتو نکلونو کې پروتــَـگنیست د خپل ژوندانه د ښه کولو لپاره د پانگې د موندلو په لټې کې دی خو سولند او حریص انتاگونیست سره له دې چې ډیره پانگه یې په لاس کې ده بیا هم نوره غواړي او نه پریږدي چې د پانگې یوه برخه د پروتــَـگنیست لاس ته ولویږي او یا یې ورسره شریکه کاندی. د یو زرو یوې شپې د نکلونو په هر موړ او کږلیچ کې چې وگرځو وینو چې هر نکل د شتمنۍ او پانگې د موندلو او لټون بیان دی.

میلمه پالنه

د نړۍ په ډيریو کلاسیکو فرهنگونو او ادبیاتو کې میلمه پالنه د یوه سپيڅلي دود په بڼې ستایل شوې ده. سره له دې چې ددغو نکلونو په ټولگې کې میلمه پالنې ته په ځانگړې توگې کومه څرگنده نغوته نه ده شوې او یا په نکلونو کې داسې نکل نه وینو چې هغه دې په ځانگړي ډول د میلمه پالنې پر چورلیځ راوڅرخي خو له دې سره سره بیا هم میلمه پالنه په هر نکل کې د نکل د یوه مهم عنصر په توگې راڅرگندېږي. ښايي یو لامل یې د ترانسپورت او له سیمې څخه و بلې سیمې ته د تگ راتگ ستونزې وې چې میلمه پالنه په کلاسیک فرهنگ کې د مهم عنصر په توگې راڅرگندیږي. په دغو نکلونو کې میلمه پالنه له یوې لویې ټولنې سره د داستان د کرکترونو د تړاو په توگې ځان راڅرگندوي. ددغې ځانگړتیا یوه لویه بیلگه بیا هم د سمندري سندباد میلمه پالنه ده چې پنډي سند باد ته یې د هر نکل په پای کې ورکوي، او یا د بیلابیلو خلفاوو په دربار کې راغلو میلمنو ته د پریمانو خلعتونو ورکړنگ، ټول د میلمه پالنې او ځوانمردۍ پر عنصر راڅرخي. خو په همدې لړ کې د داستان پروتــَـگنیست غواړي بې وزلي ته وښيي چې د ژوندانه په هر گواښجن موړ کې له څومره ناخوالو او سختیو سره مخامخ شوی او په څومره خوارۍ یې موندل شوې پانگه تر لاسه کړې ده. همدا شان سمندري سند باد په خپله د خپل یون په ترڅ کې په ټاپوگانو کې د عجایباتو د بـﯦـلا بـﯦـلو سلاطینو او مشرانو له میلمه پالنې سره مخامخ کـﯦـږي. د میلمه پالنې ددغه عنصر تومنه په ټولو داستانونو کې یو شان نه ده په یو شمیر نکلونو کې میلمه له کوربه یا خپل میلمه پال سره خیانت کوي، یوه لویه بیلگه یې د بغداد د علي بابا او د څلویښتو غلو نکل دی چې د غلو مشر د علي بابا له میلمه پالنې څخه ناوړه گټه اخلي او په پای کې مري. په دې توگې د یو زورو یوې شپې په نکلونو کې میلمه پالنې د یوه سپيڅلي دود رنگ غوره کړی دی.

سخاوت

د نکلونو یوه لویه برخه سخاوت ته ځانگړې شوې ده. دا سخاوت په ټولیز ډول د خلفاوو یا عیارانو او ځوانانو په لاس تر سره کـﯦـږي او ښيي چې هر خلیفه او هر ځوان څومره په سخاوت کې خلاص لاس لري. بـﯦـلگې یې په ۲۶۹ شپې پنځم ټوک کې د حاتم طایي، یا ورپسې د معن بن زاﺌـده د سخاوت په نکل کې له ابراهیم سره د یوه نايي یا دلاک سخاوت او نورې په لسگونه بیلگې وینو چې نکلونو ته یې رنگارنگوالی ورپه برخې کړی دی.

سیالي

په یو شمیر نکلونو کې موږ له څو پروتــَـگنیستانو سره مخامخ کـﯦـږو چې موخې ته د رسیدا لپاره د گواښونو په منلو په خپلو منځو کې سیالۍ کوي او کله نا کله یو بل ته خنډونه جوړوي، په ډیریو داسې نکلونو کې موخه د سپوږمۍ په شان محبوبې ته د رسیدو تنده ده. په دغسې سیالیو کې سیالان خپله وړتیا او تعقل آزمايي چې همدا وړتیا یې د محبوب تر وصاله پورې رسوي. د یو زرو یوې شپې په نکلونو کې سیالۍ د ځواک او وړتیا د زباد لپاره ښه ستایل شوې ده او په ډیریو نکلونو کې یې غبرگون موندلی دی.

د نکل ویلو ځواک او وړتیا

د یو زرو یوې شپې په ټولو پرله پسې نکلونو کې نکل ویل په خپله د نکل ویلو یو ځواک او د وړتیا یو مهم عنصر دی. د همدغو نکلونو په اډانې کې شهرزادي په دې باور ده چې ددې د نکل ویلو ځواک ، وړتیا او چلوټه کولای شي نه یوازې دا په خپله بلکه نورې پیغلې ددې د مـﯦـړه د شوني مرگ له لومې څخه وژغوري. په ټولو نکلونو کې د شهرزادي دغې ننگـﯦـرنې او احساس ته جوت غبرگون ورکړ شوی چې نکل ویل نه یوازې د ساعت تـﯦـرۍ یوه وسیله بلکه داسې یوه ځواکمنه وړتیا ده چې څوک په پای کې په خپل چلند او کړو وړو کې بدلولای شي.

يو زرو یوه شپه اوس د پښتانه فولکوریک ادب ته په زښت پیاوړي او بې ساري بیاني قوت چې هم خوږ او هم په آسانه د پوهیدا وړ دی راغلې ده، د جهاني صاحب د خبرې په بنسټ خدای ج دې پښتنو ته دونې پوهه او لیوالتیا ور په برخې کړي چې د استاد محمد معصوم هوتک دغه بې ساری ادبي شهکار ولولي او پوه شي چې موږ ټول د محمد معصوم هوتک د زیار او هڅو پوروړي یو. دا پور هم د دغه ښکلي اثر په اړوند د مقالو په لیکلو او هم ددغه اثر په ترلاسه کولو او لوستلو اداء کـﯦـږي او په کار خو لا دا ده چې هر پښتون او د پښتانه په ادب مین پښتون یې باید په خپل کاله کې ولري. هغه کسان چې په خپل کور کې کورني کتابتونونه لري دا دې په یاد ولري چې دداسې ادبي شهکار له شتون پرته یې کتابتون نیمگړی دی. دا اثر د هرې پښتني کورنۍ او هرې دیرې لپاره دی. دا اثر له شک پرته کولای شي زموږ د پښتني ټولنیز ژوندانه د فولکوریک بڼ په ډيرو اړخونو غښتلې اغـﯦـزه پریباسي. راځئ ټول په گډه د استاد هوتک صاحب دا شهکار ولمانځو. پای
رحمت آریا : جولای ۴، ۲۰۱۴ز کال