کور / راپور / د اتصالات د قرآنکریم کلنۍ سیالۍ ګټونکوته د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیده

د اتصالات د قرآنکریم کلنۍ سیالۍ ګټونکوته د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیده

کابل، د جولای ۶مه ۲۰۱۴
د اتصالات د قرآن پاک اوومه کلنۍ سیالۍ د جولای په ۲مه نیټه پای ته ورسیده او ۵ غوره قاریان د څارونکې ډلې له خوا د سیالۍ ګټونکي وپیژندل شول. دا سیالۍ د آریانا ټلویزیون په رسنیزه همکارۍ د ۲۰۱۴ کال د غوره قاریانو د ټاکلو لپاره په لاره اچول شوې وه، ترڅو اسلامي فرهنګ او ارزښتونو ته په خپله ټولنه کې لاوده ورکړو.
د غونډې په اوږدو کې د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمام وویل، ډیر د شکرانې ځای دی، چې د قرآنکریم یوه بله کلنۍ سیالۍ هم په بریالیتوب سره پای ته ورسیده. زه ټولو ګډونوالو، تنظیم کوونکو او په ځانګړي توګه ددې سیالۍ ګټونکو ته مبارکي وایم.
د افغانستان اتصالات لخوا د قرآن پاک د حسن تلاوت ۷مه کلنۍ سیالي د جون په ۱۶مه نیټه د افغانستان په ۵ زونونو کې پیل شوه. پدې دوران کې ګډونکوونکي د ټاکونکي پروسې له مخې بل پړاو ته تله او یواځې غوره قاریانو کولای شوای چې په کابل کې د دوهم پړاو سیالیو کې ګډون وکړي. په کابل کې د قاریانو د غوره کولو سیالۍ په یوه ورځ ځنډ یعنې د جون په ۱۷مه نیټه پیل شوه.
کله چې په ۵ زونونو کې د ټاکلو مرحله پای ته ورسیده، بیا غوره قاري صاحبان کابل ښار ته راوغوښتل شول او د غوره قاریانو ترسرلیک لاندې یې سیالۍ ترسره کړي.

یاسر ابوالعمام زیاته کړه، له موکې څخه په ګټې اخستنې ټولو افغانانو ته د روژې مبارکې وایم. الله دې ددې مبارکې میاشتې له برکته په ټول افغانستان کې سوله او نیمکرغي راولي.
د سیالۍ د پروسې له مخې غوره قاریان د اتصالات لخوا په نغدو جایزو سره ولمانځل شول. د لومړي مقام ګټونکي محمد قیس ته د ۱۷۱،۰۰۰ افغانیو جایزه، دویم ګټونکي محمد ذکی ته د ۱۴۲،۰۰۰ افغانیو، دریم مقام ګټونکي نصیر بهادري ته د ۱۱۶،۰۰۰ افغانیو، د څلورم مقام ګټونکي محمد ذکی ته د ۸۵،۰۰۰ افغانیو او د پنځم مقام ګټونکي سیدعلی رضا ته د ۵۷،۰۰۰ افغانیو نغدې جایزې ورکړل شوې.
د قرآن پاک سیالۍ یو کلنی پروګرام دی، چې تنظیم او مالي چارې یې ټولې د افغانستان اتصالات لخوا کیږي. هر کال د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په سلګونه قاریان په دې پروګرام کې ګډون کوي. په هر حال، اتصالات دا ځل پریکړه وکړه، چې د ګډونوالو د هوساینې لپاره ددې کال سیالۍ د لومړنیو تاکلو لپاره په بیلابیلو زونونو کې به لاره واچوي.
ددې کال د سیالۍ د تنظیم کولو په خبره په سږني کال کې د ځوانانو ګډون د تیر کال په پرتله دوه چنده وو.
د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام هره ورځ ماذیګر ۵:۳۰ دقیقې له روژه ماتي څخه مخکې د آریانا تلویزیون لخوا خپریږي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.
پای