کور / اسلامي / قدرمنو حاجيانو ته (څو مهم روغتيائی او ټولنيز ټکی)

قدرمنو حاجيانو ته (څو مهم روغتيائی او ټولنيز ټکی)

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه


قدرمنو حاجيانو ته
(څو مهم روغتيائی او ټولنيز ټکی)
له طرفه:انور شاهين خانخېل
برېښناليک:
shaheenkhankhel@yahoo.com



لکه چې ټولو ته معلومه ده د حج شريف دا سفر له مادياتو نه بالا تر يو معنوی او روحانی سفر دے نو پکار دی چې په دې سفر کښې ځينو روغتيائی او ټولنيزو ټکو ته پاملرنه وشی او پکار دی چې هر حاجی په سعودی عربستان کښې ځان د خپل هېواد، ټاټوبی ، سيمې او قوم يو استازے وګڼی او داسې کار او عمل و نکړی چې ټول هېواد، ټاټوبے، سيمه او قوم پرې بدنام شی.




(١) د خپل ځان، خپلو جامو، د پاتې کېدو د ځاے او د خپلو خوراکونو د صفائۍ، پاکۍ او نظافت خيال وساتئ او د شكمنو خوراكونو او له خپلو كوټو څخه د بهر او بازار او د شپې د پاتې شويو خواراكي موادو له خوړلو څخه ډډه وکړئ
(٢) پکار دی په دې معنوی سفر کښې د سګرېټو، نسوارو او نورو نشه ايزو موادو له استعمال څخه په کامله توګه د ځان خلاصولو اراده وشی او که نه وی نو په سر پوښلو ځايونو, د عمومى غونډو په ځايونو او محافلو کښې د سګرېټو له څښلو څخه سخته ډډه وشی چې دا کار نه يواځې په سعودی غوندې هېوادونو کښې سخت منعې دے بلکې هسې هم د  نورو خلقو په موجودګۍ کښې د سګرېټو څښل له دې امله چې يو په دوه زيان يې نور خلقو ته رسيږی نو د نورو په حقوقو باندې يو ډول تېرے حسابيږی. همدا رنګ د خلقو په مخکښې د نسوارو له اچولو او په تيره بيا د الوتکې په دننه, په سروېس موټرو,زيارتى ځايونو او د استوګنو په ځايونو کښې د لاړو او نسوارو له توکولو څخه په كلكه ډډه وکړئ.
(٣)  كنارابونو او بېت الخلاء ته له تلو مخکښې او وروسته او همدا رنګ د ډوډۍ له خوړلو مخكښې او وروسته په اوبو او صابون سره د لاسونو وينځل هېر نۀ کړئ.
(٤) د ډوډۍ , مېوو او يا هر ډول خوراكى موادو له خوړلو او داوبو ، شربتونو او جوسونو وغېره له څښلو وروسته  د هر کس خپله ذمه واری ده چې اضافى او پاتې شوی مواد، اشغال او خځلې د دغو موادو لپاره په اېښودل شويو بالټيو، سطلونو او خاصو ځايونو کښې واچوی
(٥) د فرنګی كنارابونو, بيت الخلاو, حمامونو او يا ټولو هغو مركزونو څخه په استفاده كولو كښې چې محترم حاجيان صاحبان د هغو د صحيح او روغتيائى استفادې له لارو سره نابلده دى, بايد د هغو ځايونو له كاركوونكو او خدمتګارانو يا
خپلو پوهو انډيوالانو  په لار ښوونو سره د هغو د صحيح او سمې استفادې طريقې زده کړی همدا رنګ په تېره بيا په اکثرو بېت الخلاګانو کښې د هغوی د عقيدې له مخې د ناستی په ځايونو کښې د قبلې د تقدس خيال نه دے ساتل شوې نو پکار دی چې زمونږ د سيمو حاجيان دې د تخليې لپاره د ناستی په وخت د قبلې په لور مخ يا شا نه کوی.
(٦) د هر قدرمن حاجى ذمه واری ده چې هره ورځ او يا په هرو دوو ورځو كښې يو ځل په اوبو او صابون سره حمام وکړى.يعنې ولامبی.
(٧) هر محترم حاجى پکار دی كوشش وكړى چې يواځې له خپل ګېلاس, قاشغې , دستمال، لاسپاک، توليې، ګومنز،مسواک، قينچی، چاقو، نوکتراش او همدا رنګ له خپلو شخصى, روغتيائى وسائلو څخه استفاده وكړى او د نورو د وسائلو له استفادې څخه دې په كلكه ډډه  وكړی
(٨) مخکښې له دې نه چې جومات ، زيارتونو او نورو عمومى ځايونو ته داخل شئ د پښو وينځل او د سوتره او پاكو جورابو په پښو كول مه هېروئ. او داسې ځايونو ته له تلو نه مخکښې يو ښۀ ،خوشبويه او کمبويه سنتی عطر په جامو لګول پکار دی.
(٩) د خوراكى موادو او خوړو د وېش په ځايونو ، په سروېس موټرو كښې د سپريدو او عمومى ځايونو ته د داخليدو په وخت د خپل وار، نوبت او نظم و ضبط زيات خيال ساتئ او د نورو حقوق محترم ګڼئ. په ټولو حالاتو په تېره بيا د تشريق, عرفات, مشعر او منى په ورځو او مراسمو كښې د زړو او بوډاګانو, خلقو او ناروغو د حال پوره پوره خيال وساتئ او په هر ډول حالاتو كښې له بوډاګانو او بيمارو کسانو سره له مرستې نه ځانونه پټ نه کړئ .
(١٠) د مسافرۍ په دې ټول سفر کښې، د اوسېدو په ځاے کښې او په بازارونو او لارو کوڅو کښې  د خپلو پېسو او شخصى لوازمو زياته  ساتنه کوئ او ټولې پېسې په يو ځاے له ځان سره مه ګرځوئ او مۀ په يو جېب کښې ټولې اچوئ بلکې په مختلفو جېبونو او ځايونو کښې يې اېږدئ. او که د اوسېدو د ځاے له مسئولينو سره يې د امانت په ځايونو کښې اېږدئ نو له هغوی نه يې پوره تفصيلی رسيد اخېستل مه هېروئ. او که په خپلو د اوسېدو په کوټو کښې يې پرېږدئ نو بيا يې په خلاصو ځايونو کښې مۀ پرېږدئ بلکې په يو ځاے کښې يې په قفل سره بندوئ.
(١١) هر ځاے ته له تلو مخکښې د كاروان كاركونكى او خدمتګار له خپل مقصد څخه خبروئ او په بازارونو او لارو کوڅو کښې له هسې ګرځېدو څخه ډډه وکړئ، همدا رنګ په هغو ځايونو کښې د څيزونو په تېره بيا د الېکټرانک څيزونو له اخېستو نه ډډه وکړئ چې يو خو د نقلی څيزونو زيات احتمال دے او بله دا چې زمونږ په هېوادونو کښې دغه څيزونه په ارزانه بيه ملاويږی او هسې ځانته بار درنول نه دی پکار او همدا رنګ كه په بازارونو يا نورو ځايونو کښې له هر ډول ستونزو، مشکل، کمښت يا څه مسئلې سره مخامخ شئ نو بې له ځنډه د كاروان مسئولينو ته خبر وركړئ.
(١٢) كه چرې خداے مۀ کړه له مخکښې نه يوه بيماری لرئ يا د سفر په دوران کښې ناروغه شوئ نو د كاروان ډاکټر ته د خپلې بيمارۍ حال ووائئ او د ډاکټرلخوا د مريضانو د كتلو او علاج نوبت او وختونه په كلكه په نظر كښې ونيسئ مګر دا چې بېماری مو عاجله (اېمرجنسی ) وى.
(١٣) د ګرمې هوا په حال کښې پکار دی د اوبو څښلو استعمال زيات وشی، او کله کله په اوبو کښې لږه مالګه اچول پکار دی او د سړې هوا په حال کښې ځان له هوا نه پټول پکار دی، چې له حمام نه راوځئ نو خپل بدن او سر له هوا لګېدو نه بچ وساتئ. په خاصه توګه د زکام او يخنۍ وهلو په حالت کښې له ماسک نه اسفاده وشی چې نورو انډيولانو ته و نه لګی.
(١٤) او په اخېر کښې دا يادونه وکړو چې د سعودی عربستان په خاصه توګه د حج  او زيارتونو چارواکی او مسئولين د عقيدې له لحاظه وهابيان دی او د خداے د ګران رسول (ص) او نورو بزرګانو د زيارتونو او مقدسو او سپېڅلو ځايونو لپاره د خاص احترام قائل نه دی او د غو مقدساتو لپاره يې يو لړ سخت قوانين او محدوديتونه وضع کړی دی نو پکار دی چې د مسلمانانو د وحدت، يووالی او له تفرقې نه د ډډې په خاطر د هغوی د بنديزونو احترام وشی او له سرزورۍ، بحثونو، جنګ جګړو او ضد کولو نه ډډه وشی او ستاسو چې له دغو پاکو هستيو سره مينه او عشق دے خداے پاک ستاسو له زړونو او مجبوريو نه خبر دے او پوره پوره اجر به درته ملاويږی.