کور / سياسي / پښتون قيادت اودنوروسياست

پښتون قيادت اودنوروسياست

له دا څۀ وخته او په خصوصي توګه له ۲۰۰۸راورسته له مختلفه لارو په پښتون قيادت باندي بريدونه روان دي . څۀ وخت له مخه چي عوامي نېشنل پارټۍ په پښتونخوا کي واکمنه وه نو به ددې دمشرتابه په اړه دمېډيا له لاري ګډي وډي پروپېګنډې کيدې اودپښتون مشرتابه سپکاوی به کېدی – ولي چي هغه وخت په اول ځل په دې سيمه کي پښتون اولس له اې اېن پي سره ملګری ؤ او دا ګوند يې تر واک رارسولی ؤ – اوس له دا څۀ وخته دپښتونخواملي عوامي پارټۍ اوددې د مشرتابه په اړه کالمونه ليکل کيږي او د ټېليويژن په خپرونو کي خبري پسې کيږي ولي چي دا ځل په پښتون بلوڅ صوبه کي پښتون اولس وپښتونخوامېپ ته رايه ورکړې ده او هغه دصوبائي حکومت مهمه برخه ده – دابېله خبره ده چي آيا هغه وخت اې اېن پي داولس ستونزي هواري کړې او که نۀ او آياپښتونخوا مېپ به اولس ته څۀ کار وکړي او که نۀ – دايوجلابحث دی – زما په خيال خوپه دې نظام کي هغه صلاحيت نشته چي هغه دي واولس ته ګټي ورسوي او له دې سره سره په اولس کي دا پوهنه نشته چي هغوئ دي له خپلوواکدارانو (که څۀ هم په دې نظام کي په ښکاره بيا پښتانۀ واکمن وي خوپوره اختيار بيا هم نۀ لري) دذاتي ګټو په ځای داجتماعي ګټو غوښتنه وکړي – زۀ پخپله هم دا منم چي ددې رياست له پارليماني اوجمهوري نظامه به پښتانۀ په ډېر مشکل سره ګټه پوره کوي ، خوسوال دادی چي ددې باوجودبيا له دا څۀ وخته دپښتون مشرتابه خلاف داسي منظمه پروپېګنډاولي روانه ده چي هغه دپښتون قيادت او اولس ترميان بدګمانياني زېږوي ؟

زماپه خيال په ۲۰۰۸ کي په پښتونخواکي داولس فېصله اودهغه فېصلي په رڼاکي دصوبې دپاره دپښتون دتشخص په اساس نوم ګټل ددې رياست وهغه واکمنوته قابل قبول نۀ ؤچي له تېرواووه شپېتۀ کلونوراسي دارياست خپل سلطنت ګڼي ځکه يې هغه وخت لاداې اېن پي او ددې دمشرتابه خلاف يوۀ داسي پروپېګنډاشروع کړه چي پښتون اولس هم سل په سله ومنله او بيا هغه پښتانۀ چي دې ګوندته يې رايه ورکړې وه ددې ګوند خلاف دکرپشن په نارو کي مخ مخ ته روان وؤ – اوهم داوجه وه چي په ۲۰۱۳ کي له هرهغه ځايه دکرپشن دنارو له کبله اې اېن پي په چوڼ کي پاته راوستل شوه چرته چي تېرځل داګوند مضبوط ؤ- داداروتراثرلاندي بيا نۀ واولس ته بشيربلورشهيد يادؤ،نۀ مياں راشد حسين شهيداونۀ هغه په سلګونوکارکنان چاچي ددې اولس دپاره خپل ځانونه قربان کړو – هغه وخت بدلون يواځي په هغه حلقو کي راغلوچرته چي تېرځل اې اېن پي ګټلې وه، دا بدلون دشيرپاؤپه حلقوکي،په جنوبي حلقوکي، په دير،صوابۍ او ځيني نوروحلقوکي نۀ راغلوچرته چي هغه خلک په واروارراځي آياداټول له کرپشن پاک ؤ اويواځي اې اين پي کرپشن کړی ؤ؟ داډيرمهم سوال دی –

په۲۰۱۳ کي چي کله ادارو داې اېن پي دبايللودپاره خپل ټول صلاحيتونه په پښتونخواکي په کار اخته کړي وو، هم هغه وخت په جنوبي پښتونخواکي يوځل بياپښتون اولس دخپل قامي شعورپه نتيجه کي وپښتونخوامېپ ته خپل مېنډېټ ورکړواو اوس دپروپېګنډې د ټولوتوپونومخ دپښتونخوامېپ او ددې دمشرتابه وخوا ته دی –

که داتهيوري هم ومنل شي چي په دې رياست کي کله هم چوڼ دخلکوپه رايې نۀ دی شوی اوهروخت ايجنسيانو سيټونه وېشلي دي نوبيا هم ددې تر شا په ۲۰۰۸ کي په پښتونخوا کي او په ۲۰۱۳ کي په جنوبي پښتونخوا کي ددې پټ مقصددپښتون قيادت او اولس ترميان داړيکوشلولونه په پرته بل څۀ نۀ شي کيدی – بياخودې تهيوري هم ګټه موندلې ده چي اې اېن پي يې دکرپشن په نوم بدنامه کړه،ومذهبي انتهاخوښوته يې خونړي جنګ کي ودروله، له افغانستان سره يې اړيکي ورکمزوره کړلې او دا رنګه يې دپښتون قامي شعور ته تاوان ورسولو ،اوهم دا ددې رياست بنيادي اېجنډا ده ـ اوس يې ددې تهيوري له لاري وپښتونخوامېپ ته مېنډېټ ورکړی دی او ددې خلاف يې په مېډياکي و خپلو ګوډاګيانو ته داذمه واري ورکړې ده چي پښتونخوامېپ اوددې مشرهم هغه رنګه بدنام کړي ، ددې رياست په نظام کي يې داسي راګير کړي چي له خپل ملي مرام نه رالرې شي او بيا اولس له دې ګوند سره ملګرتيا ونۀ کړي – که ددې په پرته واې اېن پي اوپښتونخوامېپ ته دا مېنډېټ اولس ورکړی دی نوبياخوداخبره لانوره له دې رياست نه نۀ هضم کيږي چي پښتون اولس دي دارنګه متحد شي – ځکه خوپه ډيره منظمه توګه اول داسفنديارولي خلاف په مېډياباندي خبري کېدې،کالمونه ليکل کېدل چي له امريکې نه يې ډالر اخستي دي،په دوبۍ او ملايشياکي پرې کاروبار کوي . او اوس هم هغه خلک دمشرمحمودخان اڅکزي په اړه په خپرونو اوکالمونوکي داخبره وار په وار کوي چي خپله کورنۍ يې داقتداربرخه ګرځولې ده اوولي يې دکابل اوسنۍ دوره دپنجاب په استازيتوب وکړه؟ داسوال که يومترقي پښتون راپورته کوي نوددې سوال دځواب منطق موجود دی خو که دا خبره درجعت په غېږکي رالوی شوي دښي لاسوڅوک پلويان کوي نوددې ټولي پروپېګنډې بيايواځينی مقصددادی چي پښتون قيادت په اولس کي بدنام کړي اوپښتانۀ له خپلومشرانومتنفرکړي چي بيا کله هم پښتانۀ ديووالي و خوا ته لاړ نشي –

دپښتون قيادت خلاف داپروپېګنډا دهغه حکمت عملي برخه ده چي دارياست يې ددې دپاره په کار راولي چي پښتانۀ په ځان کي ضم کړي او دپښتون په حېث ددې قام پېژندګلوي ترخاورولاندي کړي – ولي چي تر څوپه دې رياست کي اوسېدونکوپښتنوخپل پښتون شناخت له لاسه نۀ وي ورکړی ترهغه وخته پوري دپاکستاني قام خوب پوره کيدی نشي او تر هغه وخته پوري به د ډيورنډکرښه ددې رياست دحقيقي واکمنو په سينه کي لکه خنجر ښخه وي – که هرڅنګه وي خوهم دا يواځيني دوه ګوندونه دي چي هغه په سياسي توګه پښتون تشخص ژوندی ساتلی دی اودپښتون دملي وحدت دپاره مبارزه کوي ، دابېله خبره ده چي شايداوس دامبارزه ديوه نوي غورځنګ غوښتنه کوي او يا دمحمودخان اڅکزي او اسفنديارولي اوددوئ له ګوندونوسره به ځيني پښتانۀ ضروراختلاف لري اوزۀ هم ددې ګوندونوپه ځيني کارونوباندي تنقيدکوم خوددې هرګزدامطلب نۀ دی چي هرهماشما دي راپورته شي او ددې ملي مشرانو خلاف دي هررنګه خبره وکړي – دلته ضرورت ددې خبري دی چي پښتون اولس دي ددې رياست په هغه بشپړه حکمت عملي ځان پوهه کړي چي مقصد يې يواځي او يواځي پښتانۀ له خپله ملي مرامه رالرې کول دی – دپښتنودسياسي مشرانو او قامي ګوندونو دبدنامولودپاره دارنګه پروپېګنډې کول ددې حکمت عملي يوه برخه ده ، په دې حکمت عملي کي نور هم ډېرهدفونه شامل دي او ددې زياتره هدفونه يې ترلاسه کړي دي – داحکمت عملي غواړي چي ددې ځای اسېدونکي پښتانۀ له افغانستانه متنفرکړي او زياتره پښتانۀ ددې رياست دبيانيې له کبله خپلوافغانانوته په سپکه سترګه ګوري – دا ددې حکمت عملي برخه ده چي پښتانۀ دخپل قامي شناخت په ځای رياستي شناخت غوره وګڼي، په دا برخه کي يې هم ډيره کاميابي تر لاسه کړې ده – ددې حکمت عملي دهدف په توګه پښتانۀ په قبيلوي اتحادونوکي ويشل شوي دي، دملت پالني په نوم يې په نوي ګوندونو کي راغونډکړي دي،او په دارنګه ټولنوکي يې وېشلي دي چي هغه ځان دپښتنودسياسي ګوندونودمتبادل په توګه وړاندي کوي ،ددې حکمت عملي نتيجه ده چي اوس زياتره پښتانۀ دملي ګټو په ځای په ذاتي ګټواخته دي –

ددې حکمت عملي په مکمل توګه دبريالي کېدو په لاره کي ترټولولوی خنډ ملت پاله ګوندونه (پښتونخوامېپ او اې اېن پي) او ددې مشران دي نوځکه ددې رياست قوتونووځيني صحافيانو ته ددې مشرانوخلاف دپروپېګنډې ټاسک ورکړی دی ،بدبختانه چي داسي صحافيان بيا پښتو ژبه هم وايي نوځکه ددې حکمت عملي دپاره زيات فايده مند ثابتيږي . دداسي صحافيانو ترپرون پوري هيڅ نوم نۀ ؤ نن داداروله برکته په لويوصحافيانوکي ځان شميري او اوس خودومره لوی شوي دي چي دپښتنومشرانو سپکاوی عامه خبره ګڼي – هم داسي يوصحافي په مارچ ۲۰۱۴ کي دخپل يوبل صحافي ملګري خلاف روغ کالم ليکلی ؤ چي هغه ورته چرته پښتون صحافي ويلی ؤاوده ددې غندنه کړې وه چي دی پاکستاني صحافي دی، لاهوريې نظرياتي قبله ده او ده ته پښتون صحافي ويل ګوا دی په احساس محرومي کي اخته کول دي – او اوس په تېروورځو کي چي هم دې صحافي د پښتنومشرانو په اړه په خپل يوکالم کي سپکي خبري وکړې او پښتونخوامېپ خپل غبرګون ورښکاره کړی نواوس په دې بهانه دپښتون اولس خواخوږي اخلي چي ددې رياست په مرکزي سطح زۀ يواځينی پښتون صحافي يم او په خپل “محنت” دې ځای ته رارسېدلی يم نوځکه زۀ نۀ زغمل کېږم –

زۀ منم چي زموږ په سياسي ګوندونو کي خامياني شته،زموږمشرانوپه ځينوځايونوکي کمزوري راوړې ده خوپه ځای ددې چي مثبت تنقيد ورباندي وشي او په يوتعميراتي انداز کي فيډبېک ورکړل شي،داحق هيڅوک نۀ لري چي دپښتنومشرانوپه سپکاوي دي خپل سياست وبرېښوي او يا دي خپله رتبه پرې پخه کړي – زۀ خوپخپله نۀ په پښتونخوامېپ کي يم او نۀ د اې اېن پي کارکن يم خو ددې باوجود زۀ په دې خبره باندي پوهه يم چي هم دغه دوه ګوندونه دي چي په صحيح معنادپښتنونمايندګي کوي – زۀ منم چي داسي وختونه راځي چرته چي وسياسي مصلحتونوته اړتياپېښيږي خوداخبره په خپل ځای سپينه ده چي دپښتون اولس سياسي ګټه په هم دغه دوؤګوندونوکي ده ،يواځي په دې دوؤګوندونو کي دا صلاحيت موجود دی چي هغه لراوبرپښتانۀ رايوکولی شي،دپښتون قامي شناخت ګټلی شي اودپښتون اولس دپرمختګ دپاره کارکولی شي – هم دغه خووجه ده چي نن ددې رياست دمقتدروحلقوټول زور په دې خبره باندي دی چي ګواداګوندونه کمزوره کړي ،ددې ګوندونودمشرانوخلاف په اولس کي بدګمانياني پېداکړي چي په آخر کي يې تاوان يواځي دپښتنو ويووالي ته رسيږي – په کار دی چي زموږاولس ودارنګه پروپېګنډو ته په Isolation کي ونۀ ګوري بلکه په هغه بشپړه حکمت عملي ځان پوهه کړي دکوم چي دا پروپېګنډايوه برخه ده – که کوم وخت پښتون اولس په دې حکمت عملي په بشپړه توګه پوهه شو نوزماپه خيال په هغه ورځ به دپښتنودحقيقي آزادۍ تحريک په صحيح معناګام پورته کړي – –

اسلام آباد ۰۲ جولای ۲۰۱۴