کور / هراړخیز / خود کش بیګانه پرست

خود کش بیګانه پرست

څو ورځي دمخه د هیواد ځوان او وتلي ژورنالیست او فرهنګي شخصیت د لر او بر ویبپاڼي چلونکي ښاغلي عبدالله احسان پر خپله فیسبوک پاڼه لاندینۍ پوښتنه مطرح کړې وه.

دا ولي ؟؟
د افغانستان په يوه سيمه کي ملکي خلګ او تنکي کوچنيان ووژل سي د خپل ګاونډ خلک يې نه ترې خبرېږي، د غزې د هر زخمي او شهيد عکس پروفايل ته پورته کوو او ورته ژاړو. . . دا ولي ؟؟

ما په هغه ورځ هم یو لنډ نظر د پوښتني په اړه لیکلی وو،او نورو دوستانو هم خپل نظریات او ځوابونه ویلي وه.د هغي ورځي نه وروسته ما دا موضوع د فیسبوک،ویبپاڼو او افغاني ږغیز او تصویري رسنیو له لاري تعقیبوله،او دې نتیجې ته ورسیدم چي واقعآ دا ډیره پر ځای پوښتنه ده او په دې ارزي چي دخپلو هیوادوالو سره یې وشاربو او یو مناسب ځواب ورته ومومو.
جګړه،جګړه ده الله دي ورکه کړي،دا نوم دي ورک سي هغه متل دئ” په جنګ کي حلوا نه ویشل کیږي.”مانا دا چي مرګونه وي،زخمونه وي بي ځایه کیدل وي،توهین او تحقیر،د کورونو، کلیو او ښارونو نړیدل او سوځیدل او هره ناخواله او نادوده په کښي رامنځته کيدای سي او موږ افغانانو تر بل هر چا د دې غملړلي افت مزه ډیره څکلې ده چي له بده مرغه دا غمیزه لا نوره پسي اوږدیږي اولنډیږي نه.
زه نه غواړم د دې جګړې پر لاملونو و ږغیږم،یا یې سلامت اوملامت په ګوته کړم،موخه داده چي زموږ افغانانو په خاصه توګه دیني علماوو،روڼآندو،قومي مشرانو او په ټوله کي د ولس احساس او غبرګون باید د دې جنګ دقربانیانو په باره کي څنګه وي،او یا اوس څنګه دئ؟
خبره د جګړې پر بیګناه او ملکي وګړو(ښځو،کوچنیانو،ځوانانو او سپینږیرو) راڅرخي چي د جګړې قرباني کیږي او بشري و اقتصادي تلفات ویني ، موږ د دې قربانیانو او ددوی د کورنیو سره څه مرسته کولای سو؟
د دغسي پیښو د مخنیوي له پاره څه کولای سو؟ او داسي نوري پوښتني.
تر هر څه مخکي باید داسي واقعات د ډله ایزو رسنیو تر مرکزونو ورسوو،د عیني شاهدانو لیدني،د قربنیانو عکسونه او د پیښي دعامیلینو کړه وړه رسنیو ته ورکړو تر څو د مسولینو او ولس تر غوږو ورسیږي.دا امکانات اوس خوشبختانه د هیواد په ګوټ ،ګوټ کي شته.
د قربانیانو دکورنیو سره مادي اومعنوي مرستي او خواخوږی کول،د خیریه موسساتو پاملرنه جلبول،د ټپیانو د درملني کول او ډیر نور څه دي چي کیدای سي.د داسي ناوړه پیښو په مخنیوي کي دعلماوو تبلیغ،د رسنیو تبلیغات ،د ولس تظاهرات او لاریونونه، د بشر د حقوقو سازمانونه او داسي نور کولای سي چي جنګي خواوي تر فشار لاندي راولي او دتلفاتو د کموالي لامل سي.
دا ټول پدې پوري اړه لري چي موږ ملي احساس،بشري احساس او اسلامي اخوت ولرو او د دغو مظلومو او بیګناه وطنوالو سره زړه سوی او خواخوږي ولرو.
په لنډه توګه موږ کولای سو چي د جګړي د بیګناه قربانیانو سره ډیري مادي او معنوي مرستي وکړو.

راځم د احسان صیب پوښتني ته چي ولي موږ د فلسطین د قربانیانو نه خبر یو عکسونه یې خپل پروفایل ته پورته کوو،اوښکي ورته تویو،د خپل ګاونډي په مرګ او درد نه یو خبر؟
احسان صیب موږ خبر یو هغه د چا خبره سر نه خلاصوو.
لومړی راځم د فلسطین موضوع ته د دوهمي نړیوالي جګړې راوروسته دا ناورین روان دئ،د اسرایلو دا اوسنی وحشت او جنایت یې تر ټولو تازه بیلګه ده،زه دیو انسان په توګه د یومسلمان په توګه پر دې جنایتکارانو لعنت او نفرین وایم او د قرباناینو د کورنیو سره خواخوږی یم،شهیدانو ته یې جنت د الله څخه غواړم او ټول باید ووایو.
زما په آند نوره مرسته موږ نه سو کولای.زما پوښتنه د هغو دوستانو څخه چي په ډیر احساساتي ډول د فلسطینیانو عکسونه خپروي او اوښکي ورته تویوي پوښتنه کوم چي ايا اسرائیل ستاسو لیکني لولي؟
تاسو په خپلو دغو کړونو د فلسطنیانو سره غیر له لدې چي دعا ورته وکړی څه مرسته کولای سئ؟دوه ویشت عربي اسلامي هیوادونه یې څنګ ته پراته دي،هم سره زر لري او هم تور زر (تیل)او یو عربي ملت دئ ، تاسو فکر کوی هغوی ندي په خبر؟
د شپیتو په شا اوخواکي اسلامي هیوادونه هم داسي در واخله.او ګیله مي د دي دوستانو نه داده چي د یو افغان په توګه،د یو مسلمان په توګه،د یوه انسان په توګه یوازي دا وروستي دوې اوونۍ وګوره په هلمند کي تر پنځو سوو ډیر بې ګناه انسانان ښځي، کوچنیان او سپینږیري وژل سوي دي په سلګونه ټپیان دي په دي ګرمي او فرض روژه کي په زرګونو کډي په شا سرګردانه ګرزي،د چا لور ورکه ده،د چا زوی،د چا پلار او مور پاته دي او د چا مړي بی کفنه پراته دي،تا یواري هم د هغوی عکس خپل پروفایل ته پورته کړئ يا دي ددوی د حقونو خوندي کولو او دفاع په موخه د احتجاج ږغ پورته کړئ دی؟
پداسي حال کي چي دا عمل دي د قربانیانو د کورنیو سره ډیر کومک کولای سي،ځکه افغانان یې لولي او څوک به مادي،او بل ممکن د مسکن او بل به معنوی کمک او دعاوي ورته وکړي،خو د فلسطین عکسونه د هغوی سره هیڅ ډول مرسته نه سي کولای .
فقط د تیرو دوو اونیو( د هلمند پیښي،د قندهار د ځانمرګو بریدونو تلفات،د بګرام د ښونځي د ماشومانو قتل او تېره ورځ د پکتيکا په اورګون کي تر سلو پوري ملکي خلکو ته مرګ ژوبله)د فلسطین د دو تیرو کلونو د تلفاتو څخه زيات دي .
ایا غزه تر کنړ او بګرام ، هلمند یا پکتيکا تقدس لري،که یې د خلګو وینه اصیله ده؟.او یا کله،کله ماته داسي پوښتنه پیداسي که مسلمان مسلمان وژني دا پروا نلري که افغان یا پاکستانی افغان وژني دا ګناه نده،جرم ندئ،خو که یهود مسلمانان وواژه دا باید و غندل سي او په چيغو چيغو پر وژړل سي!؟
یوازي وړمه ورځ د پنجوایي ولسوالۍ د یوې کورنۍ اوه غړي چي پنځه یې زنانه وي او دوه نارینه چا اوښکه پر توی کړه؟
د تېري ورځي د پکتيکا د اورګون تصوير د غزې د تصاويرو سره تاسي پرتله کړئ !

زموږ ملایان په جومات کي ناست د تاریاکو په ذکات ماړه یوه کلمه د بې ګناه انسانانو او ماشومانو پر شهادت نه وایې،خو د فلسطین پر غمیزه چیغي وهي. دوې ورځي مخکي په جلال اباد کي د اسرایلو ضد مظاهره و ه علما سره او شینه کیدله،څه وخت دي اوریدلي دي چي د خپلو افغاني مسلمانو وروڼو په خاطر یې لس کسه را ټول کړي وي.زه نه وایم چي ملایان فیسبوکیان،لیکوالان په ټوله کي افغانان دي یوه خوا یا بله خوا و ټکوي دومره خو ویلای سي چي د بي ګناه انسانانو وژنه او زورونه که دولت کوي،که یې مخالفین کوي او یا یې بهرنیان کوي جنایت دئ او غندو یې.که نه موږ بیا امید لرو چي ایمان به تیر کړو؟ زه شک لرم. په کوم عربي هیواد کي دي د مظاهرې اوریدلي؟که دا یوازي موږیوخودکش بیګانه پرست؟ما ته داسی خواخوږي یو څه نمایشي ښکاري.

په احترام عبدالمجید راغستانی
دنمارک ۲۰۱۴ جولای.
دغه هم ولولئ.

.ګنهکار
څو ځلې يې سپين سان په لاس کې واړو را واړو او بيا له دوکانه ووت . شيبه وروسته بيرته راغئ.
کله يې جيب ته کتلې او کله يې په سپیرو ګوتو ټوټه لاس کې اړوله را اړوله .
چې څنګه يې را پام شو را نږدې شو ، يوه شيبه يې زما پر سر پاج پټکي ته وکتل او بيا يې وويل :
زويه ! ملا يې ؟
ما ويل نه بابا ، ملا نه يم خو څه ناڅه کتابونه مې لوستي ، خيريت خو به وي ؟
په موټي کې پيسې نيولې وې ، لاس يې اوار رپیده ، ښه رانږې دې شو :
زويه !
دوه بچيان يې راته غبرګ وژلي ، خو ماسره دومره پيسې نه شته چې پوره کفنونه پرې واخلم ، که کفن لنډ شي ګناه ګار خو به نه شم ؟
د نعمان دوست
( په قتل پښیمانه یم) له کتاب څخه