کور / هراړخیز / روژه ماتی يا روژه مات

روژه ماتی يا روژه مات

ګل آغا احمدي وردګ
روژه ماتی د لمر د سترګې په لوېدو، د شپې په رابره کېدو او د ماښام د لمانځه په آذان سره پيل کېږي چې په عربي کې ورته افطار ویل کېږې. روژه ماتی د رمضان د میاشتې د نه هېرېدونکو، خوندورو، رنګینو او مهربانه شیبو څخه عبارت دی چې غږ یې خورا خوږ او خواړه یې د ژوند د بلې هرې لحظې څخه نه هېرېدونکي، له اشتها څخه ډک، مینه ناک او خوندور دي. د روژه ماتي په پیل سره صایم یا روژه نیوونکی مومن د خپل خالق له لوري رسما اجازه تر لاسه کوي چې خپله روژه په دې دعا سره ماته کړي: (اللهم اني لک صمت، و بک آمنت، و علیک توکلت و علی زرقک افطرت) ژباړه: اې خدایه ما ستا لپاره روژه و نیوله، په تا مې ایمان راوړی دی، په تا مې توکل کړی او ستا په روزي باندې روژه مې روژه ماته کړه.

د ماښام پېژندلو څرنګوالی
ماښام که څه هم هغه مهال د نړۍ مېلمه کېږي چې لمر و لوېږي، د غرو په سرونو سوربخنه فضا مېلمنه شي، د تیارې څپې په هر څه را خورې او نړۍ ورو ورو د تروږمۍ غېږې ته ور شېوه شي. خو په لرغونې زمانه کې به هغه وخت د ماښام پېژندل د وګړو لپاره لږ ګران وو چې ورېځ به وه، ساعت به نه وو او د ماښام د نازلېدو څخه د مخه به نړۍ د تیارې غېږې ته لوېدلې وه. د ساعت په پیدا کېدو او د وختونو په پېژندلو سره ورو ورو ماښام پېژندنه په هر ډول هوا کې آسانه شوه او اوس مهال خو د تخنیک په مرسته نه یوازې دا چې د یوې ورځې بلکي د رمضان د ټولې میاشتې لپاره د ساعت په حساب د روژه ماتي او پړشمي مهال وېشونه جوړېږي او د هماغه مهال وېش له مخې وګړي عمل پرې کوي.

د آذان اورېدلو پخوانی دود
پخوا به د رمضان په میاشت کې د روژه ماتي او ماښام د راتګ لپاره له جومات د ملا امام له آذان څخه د یوازینۍ وسیلې په توګه کار اخیستل کېده او هر وګړي به کوښښ کاوه چې د خپل یا ګاونډي کلي د جومات د ملا امام آذان واوري، د ماښام په راتګ ځان خبر کړي او خپله روژه ماته کړي. د همدې موخې لپاره به ماشومان او کله کله لویان د ودانیو پر بامونو او داسې لوړو ځایونو کښیناستل چې د خپل یا ګاونډي کلي د جومات آذان په آسانۍ سره واوري نو کله به چې د ماښام آذان و شو نو هر چا به خپل کور ته منډه اخیستې وه، په لوړ آواز به یې چیغې وهلې چې: (آذان و شو)، خپل کور ته به یې ځان رساوه څو دغه شېرین زیری د کور په غړو او ځانګړې توګه روژتیانو وکړي. همدارنګه د وردګو ماشومانو به چې کله آذان واورېد نو دا سندره به یې زمزمه کوله:
آذان یې وکړ روژې ماتې
پړشمي ته ټکلې پاتې

د آذان اورېدلو معاصر دود
اوس مهال د روژتیانو لپاره د ماښام آذان اورېدلو لرغونی او پخوانۍ دود له منځه تللی دی شاید په ځینو کلیو کې اوس هم ورته عمل تر سره شي خو جوماتونو ته د لوډسپیکرونو په راتګ، د خبر رسولو د وسایلو (راډیويي او تلویزیوني) خدمتونو په ډېروالي، د ټکنالوجۍ په پرمختګ سره اوس مهال تقریبا هر کورته له کومې ستونزې پرته د ماښام د آذان غږ ورځي او روژتیان کولای شي له لومړي الله اکبر سره جوخت خپله روژه ماته کړي. همدارنګه ځینو وګړو خو د روژې د ماښامونو د مهال وېش سره سم خپل مبایلونه یا کمپيوټرونه او داسې نور تخنیکي وسایل په دې ډول عیار کړي وي چې په اتومات شکل هره ورځ ماښام مهال د ثبت شوي زنګ یا آذان په وسیله روژه نیوونکي ته خبر ورکړي چې ماښام او د روژې د ماتولو وخت شو.

ماښام او ماشومان
ماښام او روژه ماتي ته د لویانو په څېر ماشومان هم ډېر خوشحاله کېږي، په کلیو کې د آذان د زېري رسولو په برخه کې پوره ونډه اخلي، د روژه ماتي دسترخوان ته یې سخته سودا وي، په روژه ماتي کې له لویانو سره ګډون کوي او د ماښام خوشحالي د لویانو سره ګام پر ګام پالي. ځینې هغه کلیوالې کورنۍ چې زیات ماشومان لري یا دا چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي نو هڅه کوي چې ماشومان د روژه ماتي د دسترخوان څخه لږ لرې و ساتي او په کومه ساعت تېري یې تر هغه پورې مصروف کړي چې لویان روژه ماته او د ماښام لمونځ ادا کړي نو خپل ماشومان د بېګاه دسترخوان ته را و بولي او له هغوی سره یو ځای ډوډۍ و خوري چې دغې ډوډۍ ته (نری) ویل کېږي.
په افغانستان کې وګړي په څو ډوله روژه ماتي لري لکه انفرادي روژه ماتی، جمعي روژه ماتی، د جومات روژه ماتی، له مېلمنو سره یو ځای روژه ماتی، له ماشومانو او ښځو پرته روژه ماتی، د کور له ښځو او ماشومانو سره یو ځای روژه ماتی او داسې نور. همدارنګه ځینې وګړي په روژه کې یو بل ته مېلمستیا جوړوي لکه په کورونو کې مېلمستیاوې، په دفترونو کې مېلمستیاوې، په لیلیو کې مېلمستیاوې، په هوټلونو کې مېلمستیاوې او داسې نور.

د روژه ماتي کتغ
پخوا به په روژه ماتي کې له حلوا، سبو، پیرکیو، کدو، د کچالیو قورمې، اړوب، تروو یا شړومبو او داسې نورو څخه ګټه اخیستل کېده او د بېګا کتغ به بیا ځانته وو چې غالبا ښورا، پلو، شکنې، کورتو، قورمې، پېتي، شیدو، مستو او داسې نورو څخه به تشکیل کېده خو اوس مهال د روژه ماتي د خوړو په برخه کې هم بدلونونه رامنځته شوي او د پخوا په انډول رنګین او ښه شوي او وګړي هڅه کوي چې له داسې خوراکونو څخه ګټه واخلي چې زیاتره مهال پیرکي، ښوروا، آش، غوښه او وریجې و لري.

نَرَیٌ
نری د رمضان په میاشت کې ماښامنۍ، د بېګا کتغ یا ډوډۍ ته ویل کېږي چې له سپک روژه ماتي او د ماښام له لمانځه وروسته خوړل کېږي. باید وویل شي چې په ځینو کورونو کې د روژه ماتي خواړه په ځانګړې توګه د روژه تیانو یا لویانو لپاره پخېږي چې سپک خواړه وي خو د (نري) یا بېګاه خواړه بیا د کورنۍ د ټولو غړو لپاره وي. د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې اوس مهال په زیاترو کورنیو کې د (نري) سیستم له منځه تللی او هماغه یو ډول خوراک چې د روژه ماتي لپاره پوخ شوی وي، د کور ټول غړي یې خوري، ځانونه پرې مړوي او د (نري) د کتغ لپاره اړتیا نه پېښېږي. ځینې کورنۍ او اشخاص داسې هم کوي چې خپله روژه یوازې په یو ګیلاس اوبو او یوه خورما سره ماتوي، ورپسې د ماښام لمونځ کوي او له لمانځه وروسته په کور کې د تیارو شوو خوړو په دسترخوان را ټولېږي او ځانونه پرې مړوي.

  • د پړشمي يا پېشلمي په اړه د ليکوال ليکنه له دې ځايه ولولئ